شاته

په امریکا کې ٥٢ کلنه جگړه پای ته ورسیده

د دوشنبې په ورځ د کولمبیا د حکومت او د یوې پخوانی یاغي ډلې، د کولمبیا انقلابي وسله وال غورځنگ (فارک) ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو او د امریکا په لویه وچه کې تر ټولو اوږده چریکي جگړه پای ته ورسیدله.

د کولمبیا د انقلابي وسله وال غورځنگ (فارک) رهبر راډریگو لندنو چې په تیموچینکو باندې مشهور دی، د تړون تر لاسلیک کولو وروسته وویل "هیڅوک له خپلې ایدیالوجي (نظریې) تېر شوي نه دي".

د یاغي ډلې مشر له هغو ټولو خلکو بښنه وغوښتله چې ددې غورځنگ د پنځو لسیزو په مبارزه کې چا ته تکلیف رسیدلی وي.

په کولمبیا کې په دوپنځوس کلنه جگړه کې څو میلیونه خلک بې کوره شوي دي او تر دوه سوه پنځوس زرو ډېر وژل شوي دي.

فارک خپله چریکي جگړه د مخدره موادو د قاچاق له لارې تمویلوله او د امریکا په لویه وچه کې وروستی وسله وال تحریک و چې د دیموکراسی پر ضد یې د کیوبا او پخواني شوروي اتحاد له کمونیستي نظریې الهام اخیستی و.

د سولې د تړون د لاسلیکولو پر مهال د کولمبیا جمهور رئیس یوان منوال سانتوس وویل چې جگړه بس ده او د یاغي ډلې د مشرانو هرکلی یې وکړ "زه دیموکراسي ته ستاسې هرکلی کوم، خپلې وسلې په قلمونو او د خلکو پر رایو بدلې کړی".

نړیوال ملاتړ

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون وویل چې عموماً هغه د اسامبلۍ د سرمشریزې غونډې په ورځو کې چرته نه ځي خو ددې تړون د ملاتړ په خاطر پخپله کولمبیا ته راغی.

ښاغلي بان کي مون زیاته کړه "زه ددې لوریو څخه مننه کوم چې د اوربند درناوی یې وکړ او فارک یوشمېر زندانیان خوشي کړل. دواړو لوریو د بشري حقونو څخه د سرغړونې بښنه غوښتي چې دا هم د مصالحې پر لور ستر گام دی".

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم خبریالانو ته وویل چې که تړون په سم ډول عملي شي، متحده ایالات کیدای شي چې د فارک ډله د ترهگرو له لست څخه وباسي.

ښاغلي کیري زیاته کړه "د سولې اعلان یوه خبره ده، اصل کار ددې موافقې عملي کیدل دي، نو وبه گورو چې څه کیږي، خو موږ دیته چمتو یو چې د ترهگرو لست ته بیا کتنه وکړه".

راتلونکي گامونه

په موافقتنامه کې ویل شوي دي چې د فارک ډله به د ماینونو په پاکولو کې د متحده ایالاتو او ناروې له هیوداونو سره مرسته کوي.

په نړۍ کې له افغانستان نه وروسته په دویم نمبر تر ټولو ډېر ماینونه په کولمبیا کې خښ شوي دي او د ١٩٩٠ کال راهیسي ١١ زره کسان د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي دي.

د سولې دغه تړون مخالفین هم لري خو ټاکل شوې ده چې د اکتوبر په دویمه نیټه به د یوې ملي ټولپوښتنې له لارې تائید شي.

که د فارک سره تړون بریالی هم شي، په کولمبیا کې بشپړه سوله نه ټینگیږي ځکه چې د لینن او مارکیستي افکارو یوه بله وړه ډله به بیا هم د حکومت پرخلاف جنگیږي.