شاته

جرمني اروپايي هېوادونو ته د سفر بندیزونه لېرې کوي 

جرمني غواړي چې د کروناویروس په وجه پر سفر کولو باندې لګول شوي محدودیتونه د جون په میاشت کې لرې کړي.

د جرمني حکومت وایي که شرایط مساعد شي د جون په ۱۵ غواړي ۳۱ اروپایي هیوادونو ته پر سیلانیانو باندې لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

جرمني دغه کار پداسې حال کې کوي چې پدې هیواد کې د کروناویروس د پیښو شمیر لاهم لوړ دی. د جرمني د رابرټ کوخ انستیتوت د شمیرو له مخې د سه شنبې تر ورځې مۍ ۲۶ (غبرګولي ۶) پورې په جرمني کې ۱۷۹۰۰۲ کسان په کروناویروس اخته شوي او ۸۳۰۲ تنه مړه شوي دي.

د رویترز اژانس د جرمني د ډي پي ای خبري اژانس له قوله ویلي چې د جرمني د حکومت کابینه ښایي د چهارشنبې په ورځ پدې اړه موافقه وکړي چې له مخې به یې د اروپایي ټولنې د ۲۶ غړو هیوادونو تر څنګ څلورو نورو هیوادونو ایسلند، لیشتین شتاین، ناروی او سویس ته هم سفرونه پیل شي.

دغه څلور هیوادونه د شینکین پاسپورت په زون کې شامل دي چې د سفر کولو ویزو ته اړتیا نلري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د مۍ د میاشتې په ۱۸ ویلي وو چې هیواد یې هیله من دی چې پر توریستي سفرونه باندې لګیدلي بندیزونه چې د جون په ۱۵ یې موده پای ته رسیږي نرم کاندي.