شاته

سعودي د قرنطین بندیزونه لېرې کوي، مکه په کې نه ده شامله

د سعودي حکومت په پام کې لري چې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي له کبله په ټول هېواد کې لګول شوي بندیزونه آسان او ختم کړي.

د سعودي حکومتي اژانس نن سه شنبه ۲۶ (غبرګولي۶) په یو راپور کې ویلي دي‌ چې د بندیزونو د لېرې کولو بهیر به په دریو مرحلو کې پلی کیږي چې د جون په ۲۱ به په بشپړ ډول ختم شي.

د حج او عمرې مراسم په دغو مرحلو کې شامل نه دي او چارواکي وايي په دې اړه یې لا پرېکړه نه ده کړې.

لومړۍ مرحله د پنجشنبې له ورځې پیلیږي او ۲۴ ساعته ګرځبندیز به ۱۵ ساعتونو ته راکمیږي چې د ماسپښین د ۳ بجو او د ماښام د شپږو بجو ترمنځ‌ وي.

په دغې مرحلې کې به د یوې سیمې څخه بل سیمې ته آزاد تګ راتګ بیا پیل کیږي او د عمومي اجناسو هټیو او مغازو ته به د بیا پرانیستل کېدواجازه ورکول کیږي.

په دویمې مرحلې کې چې د یکشنبې په ورځ مۍ ۳۰ پیلیږي، په سعودي کې ټولو خلکو ته د آزاد تګ راتګ اجازه ورکول او تر څنګ به یې داخلي پروازونه هم پیلیږي خو نړیوال پروازونه به لا هم بند وي.

جوماتونو کې هم لمونځونو او جماعت ته اجاز ورکول کیږي خو خلک باید د یو بل ترمنځ‌ فاصله وساتي او د ډاکټرانو سپارښتنې په پام کې ونیسي. مکه مستثنی ده.

د حکومتي او خصوصي ادارو کارکوونکو ته به هم اجازه وي چې بېرته خپلو کارونو ته ور وګرځي.

خو د ۵۰ کسانو څخه د ډېروکسانو په غونډو به بندیز وي چې ودونه او د جنازې مراسم هم په کې شامل دي. خلکو ته سپارښتنه شوې ده چې د جون له ۲۱نیټې وروسته به هم ماسکونه تړي.

لا هم معلومه نه ده چې سږکال به د حج مراسم ترسره شي که نه.

په سعودي عربستان کې تر دې دمه د کرونا له کبله شاوخوا ۴۰۰ کسان مړه شوي دي او نژدې ۷۴۸۰۰ نور په دغه ویروس اخته دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ښار کې خپور شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو او سیمو کې میلیونونه کسان په دغه ویروس اخته دي او څه باندې ۳۴۵زره نور مړه شوي‌دي.