پاکستان پر ډیورېنډ کرښې امنیتي پوستې جوړوي
د پاکستان پوځ وايي د اورپکو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د ډیورېنډ پرکرښې امنیتي چاوڼۍ جوړوي او د جوړېدو کارونه یې ۲۰ په سلو کې بشپړ شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې دا پوستې په لوړو سیمو کې جوړې شوې او په ځینو کې یې سرتېري او ملېشې هم ځای پر ځای شوي دي.
د پوځ ویاند عاصم بجوه چې په پېښور کې یې له خبریالانو سره غږېده، له افغان حکومت نه هم وغوښتل چې د اورپکو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د ډیورېنډر کرښې په اوږدو کې پوستې جوړې کړي..
د ډیورېنډ لانجمنه کرښه شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومېتره ده، چې پاکستان او افغانستان ته د تګ راتګ ډېرې خلاصې لارې لري او ویل کیږي چې ترهګر له همدغو لارو تګ راتګ کوي.
افغان چارواکو په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو ځانمرګي او نور بریدونه په پاکستان کې پلانیږي او هماغلته تنظیمیږي، خو پاکستاني چارواکي دا تورونه ردوي.
ښاغلي باجوه وویل که افغان ځواکونه هم ورته پوستې جوړې کړي، د ترهګرو د تګ راتګ او بریدونو په مخنیوي کې به اغیزناک پریوزي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن تېره اونۍ وویل چې پاکستان د حقاني شبکې د ځپلو لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.