BBC
 شاته

کورونا وېروس: ایران کې لوی زیارتونه بېرته پرانیستل شول؛ جاپان بېړنی حالت ختم کړ

زیارت د انځور حقوق IRNA
Image caption په مشهد ښار کې د امام رضا زیارت هم بېرته پرانیستل شوی

ایران په مشهد کې د امام رضا او په قُم کې د حضرت معصومه په ګډون یو شمیر مهم زیارتونه چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ مخنیوي لپاره دوه میاشتې وړاندې تړل شوي وو بېرته پرانستل. بل لور ته جاپان هم د بېړني حالت د ختمولو اعلان کړی دی.

ایران کې عبادت کوونکي او زیارت کوونکی به وکولی شي چې د دې زیارتونو انګړ ته داخل شي خو د دې زیارتونو نورو پوښل شویو برخو ته د ورتګ اجازه نه لري. له دوی دغه راز غوښتل شوي چې روغتیایي سپارښتنې او ټولنیز واټن په پام کې ونیسي.

د نوي پلان له مخې به زیارتونه له لمر خاته یو ساعت وروسته پرانستل کیږي او له لمر پرېواته یو ساعته وړاندې به تړل کیږي. خو لکه د پخوا په څېر به شپه او ورځ نه وي پرانستي.

د فرانس پریس خبري اژانس د رپوټ له مخې په پلازمینه تهران کې په شاه عبد العظیم زیارت کې د دوشنبې پر سهار له خلکو غوښتل شوي چې ماسکونه ولري، د ضد عفوني شوي دهلیز له لارې ننووځي او د بدن تودوخې درجه یې باید وکتل شي.

جاپان کې د بېړني حالت ختمولو اعلان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جاپان کې دوه میاشتې وړاندې اعلان شوی بېړنی حالت نن دوشنبه ختم شو

بل لور ته جاپان کې د کورونا وېروس له امله د لګول شویو بندیزونو او ځانګړو تدابیرو د بدلون په لړ کې ټول هېواد کې بیړنی حالت پای ته رسېدلی.

د لومړي وزیر شینزو ابې د وروستي اعلان له مخې اوس د دغه هېواد په هغو سیمو کې هم بیړنی حالت پای ته رسېدلی چې لا پکې ځینې محدودیتونه پر ځای وو.

ښاغلي ابې نن دوشنبه ( مۍ ۲۵ ) ولس ته په یوه تلویزیوني وینا کې وویل :

"موږ د بیړني حالت پای ته رسولو لپاره ډېر جدي معیارونه ټاکلي. موږ دې پایلې ته رسېدلي یو چې دا معیارونه پوره کولی شو "

لومړي وزیر زیاته کړه چې د اپریل میاشتې پر اوومه په ځینو سیمو او بیا په ټول هېواد کې د بیړني حالت د پیلولو پایله کې کوویډ-۱۹ ناروغي کنټرول شوې ده.

جاپان د روانې مۍ میاشتې له نیمايي راهیسې د لګول شويو محدودیتونو نرمول پیل کړي، خو په ځینو سیمو کې لا هم پر خپل ځای دي.

پلازمینه توکیو هم دې ډله کې شامله ده چېرته چې وضعیت تر څار لاندې دی تر څو دا یقینی شي چې د کورونا وېروس د خپریدو مخنیوی شوی دی.

د نورو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو پر تله جاپان کې په نسبي ډول د کورونا وېروس مثبتې پېښې او له امله یې مړینه کمه ده. تر نن دوشنبې دغه هېواد کې د کورونا وېروس له امله ۸۲۰ تنه مړه شوي او ۱۶ زره او ۵۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

هند کې کورنۍ الوتنې پیل شوې:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند په هوایي ډګرونو کې له دوه میاشتني بندیزو وروسته د مساپرو اوږدې لیکې کتل شوي

هند کې، چې په نړۍ کې د ډېر نفوس له اړخه دویم لوی هېواد دی، په کور دننه د ایالتونو ترمنځ د هوا له لارې پر تګ راتګ له دوه میاشتنې ځنډ وروسته بیا پیل شوی.

د فدرالي او ایالتي حکومتونو ترمنځ له خبرو وروسته نن د الوتنو شاوخوا درېیمه برخه بیا فعاله شوې. خو ځینو چارواکو د الوتنو بیا پیل ته له اجازې ورکولو ډډه کړې، ځکه کورونا وېروس د هند لر او بر کې خپور شوی دی.

دغه راز ځینو شرکتونو وړاندې له دې چې په هوايي ډګرونو د کورونا وېروس مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی نه وي نیول شوی د الوتنو له بیا پیله ډډه کړې ده.

هند کې د کورونا وېروس شاوخوا ۱۴۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي او له امله یې د څه باندې څلور زره کسانو د مړینې رپوټ ورکړل شوی دی.

هند کې د بندیزونو له امله په ځانګړې توګه هغه کاریګر له ډېر کړاو سره مخامخ شول چې له یوه ایالته بل ایالت یا نورو ښارونو ته د کار لپاره تللي وو.

په مارچ کې د حکومت لخوا د ګرځبندیز او محددیتونو له ناڅاپي اعلان وروسته زرګونه هندي کاریګر اړ شول چې خپلو سیمو ته سلګونه کېلومتره پلی مزل وکړي.