شاته

غني د ۲۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو امر وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف د اختر په ورځ د ۲۰۰۰ طالبان زندانیانو د خوشې کېدو امر ورکړ.

ښاغلي غني وویل د یکشنبې په ورځ مۍ۲۴ په یوې اعلامې کې وویل چې دا پرېکړه یې په اختر کې د طالبانو د اوربند د اعلان په ځواب کې د ښه نیت ښودلو په موخه کړې ده.

په همدې حال کې امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په اختر کې د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی دی. د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدل د امریکا-طالبانو ترمنځ‌ د شوي تړون یوه مهمه برخه ده.

افغان حکومت تر دې دمه ۱۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي او طالبانو یو شمېر افغان سرتېري پرېښي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي چې د دغه د اوربند لپاره ډېر کار شوی دی.

ښاغلي پمپیو د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله او ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې د سولې په لاره کې هغه "پاتې خنډونه"هم لېرې کړي چې بین الافغاني مذاکرات یې ځنډولي دي.

نوموړي‌ وویل: "متحده ایالتونه د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون او د افغانستان او امریکا د حکومتونو ترمنځ د ګډې اعلامیې تطبیق ته ژمن دي."

ښاغلي پمپیو همدغه راز له طالبانو وغوښتل چې له افغان زندانونو څخه خوشي شوي جنګیالي پرېنږدي چې بیا د جګړې لیکو ته ولاړ شي.

نوموړي داسې مهال د سولې په مخکې د پرتو خنډونو د لېرې کولو غوښتنه کړې ده چې ولسمشر غني د اختر په لومړۍ ورځ د سولې د مذاکراتو په پیل ټېنګار وکړ او وویل: "د طالب زندانیانو د خوشې کولو بهیر به تیز شي او په دې اړه به جدي اقدامات وشي."

پدې ترڅ کې د افغانستان جمهوري ریاست نن د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې وایي، جمهور رئیس غني د اختر په ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند اعلان ته د حسن نیت ښودلو په موخه د دوه زره طالب زندانیانو د ازادېدو بهیر د پیلولو امر کړی دی.

وسله والو طالبانو د روژې په وروستۍ ورځ په اختر کې د دریو ورځو اوربند اعلان وکړ. طالبانو له خپلو جنګیالیو غوښتي چې په دغو ورځو کې پر افغان ځواکونو بریدونه نکوي او نه دې د افغان حکومت سیمو ته ولاړ شي.

همدغه راز طالبانو ویلي دي‌ چې افغان ځواکونو او د افغان حکومت اړوندو کسانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د طالبانو تر اغیز او نفوذ لاندې سیمو ته ورشي.

ولسمشر غني د طالبانو د اوربند د اعلان هرکلی وکړ او هغه هم په اختر کې د اوربند اعلان وکړ. ښاغلي‌ غني افغان ځواکونو ته امر وکړ چې په دفاعي حالت کې وي‌ پر طالبانو دې تعرضي بریدونه نکوي.