BBC
 شاته

کورونا افغانانو ته څه درس ورکړ؟

د انځور حقوق MPH
Image caption روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کورونا وېروس ۱۰۶۰ مشکوکې پېښې معاینه کړې چې له ډلې یې ۵۴۲ تنه په کوویډ-۱۹ اخته شوي دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ککړې هوا او پاکۍ ته د نه پاملرنې له کبله پېدا کېدوونکې تنفسي او ځينې نورې ناروغۍ د تېرکال د همدغو شپو ورځو پرتله سږ نيم په نیمه راکمې شوې دي.

دغه وزارت يې لاملونه د قرنطین شپو ورځو پر مهال روغتیايي لارو چارو ته د خلکو د پام ډېرېدا او د هوا پاکېدل ښيي. خو وايي، که خلک قرنطین بابېزه وګڼي نو په راروانو شاوخوا دوو اوونیو کې به کورونا وېروس په افغانستان کې ناورین رامنځ ته کړي.

د نورو سرخوږیو تر څنګ دې وبا ځينې هغه افغانان له توپيري چلند سره مخ کړي چې په مازې دوړو او ګردونو هم زکام کېږي. وايي خلک کرکه ترې کوي او فکر کوي کورونا به ور ولېږدوي.

د پلازمېنې په ګډون مې د افغانستان په ځینو نورو سيمو کې هغه کسان وموندل چې ډېر زکام کېږي، یا د نورو پرتله يې ډېر والګی نیسي.

ځينې ولې تر نورو ډېر زکام کېږي؟

په دوی کې یو شمېر کسانو راته وویل چې له خاورو، دوړو او له ګاډو وتوونکي لوګي سره حساسیت لري او ځينې نور بیا د عطرو له تېز بوی سره.

د انځور حقوق Getty Images

نصرت ځاځی: ''چې ګرد وي، هوا وي، لوګی وي، یا څوک مې څنګ کې پرنجېږي، چې یوازې ويې هم وینم بس زکام کېږم او له پزې مې اوبه بهېدل پېلېږي''.

تمنا: ''ګرد، خاورو او غبار سره زکام کېږم او چې بل څوک پر زکام اخته وي هم نو کرکه مې ترې کېږي''

رحیم ګل نایل: ''زه له ګرد، د هوا بدلون او د تېزو عطرو بوی سره زکام کېږم. چې څنګ کې یو زکام شوی کس راسره کیني، سم د لاسه رېزېش کېږم.''

خو دغه ټول کسان دا هم وايي چې له مودې راهیسې يې زکام په سترګو هم نه دی لیدلی. څوک دا د کورونا له کبله د رامنځ ته شوي قرنطین له امله بولي او څوک د هوا د پاکوالي.

دوی په دې خوښ دي چې اوږده موده شوه والګي نه دي وهلي خو د کورونا کوېد-۱۹ ناروغۍ له امله له توپيري چلند او کرکې سره مخ کېدو ګیله من کړي هم دي، ځکه چې یا به پرنجېدل ډېر او یا به يې پوزه بهېده.

نصرت ځاځي ته خپل ډاکټر استاد هله له کتنځي د وتلو ویلي وو چې پرنجېدلی و او رحيم ګل نایل بیا اړ شوی چې کرکه کوونکو ملګرو ته سپيناوی ورکړي، چې کورونا نه دی نیولی بلکې عادي زکام يې وخت نا وخت کړوي، دی وايي: ''ډاکټر استاد مې راته وویل چې له کتنځي مې ووځه''.

نصرت ځاځی طب وايي او تر قرنطين لږ مخکې یوه ورځ-چې زکام هم و- د استاد کتنځي ته ورغلی و:

''استاد مې وویل ولې خفه غوندې يې، ما ویل لږ زکام یم او ستونی مې خارښ کوي. راته ویې ویل چې دا خو د کورونا علامې دي، نور زما دفتر ته مه راځه. چې زه راپاڅېدم، زر زر يې دستکشې وایستل، نورې يې واچولې او لاسونه يې هم په سينېټایزر ومينځل. زه يې دې چلند خواشینی کړم''.

د قرنطین پر مهال ساري ناروغۍ کمې او هوا پاکه شوې

دی ګېله من دی او دا ښه چلند نه ورته ښکاري خو وايي استاد یې هم ځکه ملامت نه و چې له کورونا هر څوک ډارېږي. خو نصرت ځاځی همدې اندېښنې اړ کړ چې ځان معاینه کړي:

''استاد مې زړه ته ډار غوندې راواچاوه. نه ډوډۍ خوند راکاوه او نه خلکو سره ناستي. بیا مې ځان معاینه کړ، کورونا نه وم. یو پنځلس شل ورځې وروسته بیا استاد ته ورغلم او ورته ومې ویل چې زه کورونا نه یم نېولی.''

روغتیاپوهان وايي چې د زیاتره انتاني یا ساري ناروغیو اصلي عامل وېروس، مېکروب، باکتریا او یا فنګسونه دي چې هوا، خاورې او اوبه ککړوي او بیا د انسان بدن ته ننوځي.

دوی وايي، د ځينو ساري ناروغيو تر څنګ دغه وېروسونه او باکتریاوې نس ناستی او محرقه یا سترترټکه هم پېدا کوي. د دوی سپارښتنه دا ده که خپلې پاکۍ ته پام وشي نو خوندي پاتې کېدای شي: ''د قرنطین پر مهال ساري ناروغۍ کمې او هوا پاکه شوې''.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره قرنطین د ځينو ساري یا انتاني ناروغیو کچه نیم په نیمه راکمه کړې ده.

د کابل د انتاني روغتون مشر ډاکټر اسدالله عصمت وايي، د تېرکال د همدغو شپو ورځو پرتله سږ کال د دوی ناروغان پنځوس سلنه کم شوي دي.

''پروسږ کال په همدې شپو ورځو کې پر ساري ناروغيو د اخته کسانو کچه له ۸۰ تر ۸۵ فيصده وه. اوس دا کچه ۳۵ نه ۴۰ ته رسېدلی. یاني زموږ د روغتون هغه بسترونه چې پر انتاني ناروغیو اخته کسانو باندې ډکېږي، له تېر کال سره يې تقریباً پنځوس سلنه فرق کړی.''

ښاغلی عصمت مې وپوښت چې داسې ولې شوي؟

د ده ځواب و چې، ' دا د همدې نتیجه ده چې خلک په کورونو کې قرنطین دي، پاکه هوا تنفس کوي، لاسونه په صابون مينځي، حفظ الصحه مراعتوي. خصوصاً هغه ناروغان چې اسهالاتو باندې اخته کېږي، هغه هم پروسږ کال ډېر وو خو سږ کال يې مراجعه ډېره کمه ده.'

Image caption د کابل د انتاني روغتون مشر ډاکټر اسدالله عصمت وايي، د تېرکال د همدغو شپو ورځو پرتله سږ کال د دوی ناروغان پنځوس سلنه کم شوي دي.

خو موږ داسې رپوټونه هم لرل چې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه کم شوي او خلک د کورونا له وېرې روغتونونو ته تګ ته زړه نه ښه کوي. نو ښايي له دې کبله هم ځينو روغتونونو ته اوس هغومره ناروغان نه ورځي لکه مخکې چې ورتلل.

کورونا وېروس په افغانستان کې د ژمي په شپو ورځو کې خپور شو. اوس پسرلي پسې اوړی په پېلېدو دی چې په طبعي توګه هم په دې موسم کې هوا د نور کله پرتله پاکه او باراني وي.

د دغه هېواد په ځينو لویو ښارونو کې په ځانګړي ډول په ژمي کې هوا ډېره ککړېږي.

د ډبرو سکرو، هډوکو، پلاستيکونو او د کم کېفيته سون توکو سوځل، د خلکو او ګاډو ډېره ګڼه ګوڼه يې د ککړتیا له اصلي لاملونو بلل کېږي.

خو چې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره حکومت ښارونه قرنطين کړل نو د خلکو او ګاډو ګڼه ګوڼه کمه او کارخونې تر ډېره وتړل شوې.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره هم وايي، چې د قرنطین مهال د دغه هېواد هوا د پام وړ پاکه کړې او په ترکيب کې يې د معلقه (ځوړند) زرو یا انسان ته د ضرر رسوونکو ګازونو کچه په 'کم ساري ډول' ښکته شوې ده.

د دې ادارې د چاپېریال د څارنې برخې مشر انجينر نېک محمد وايي، 'موږ د ځينو الو په مرسته د کابل له بېلا بېلو سيمو هرو ۲۴ ساعتونو کې د هوا حالت راټولوو او سنجوو يې.

په هوا کې د پنځه ډوله ګازونو نایټروجن ډای اکسایډ، سلفر ډای اکسایډ، اوزون، کاربن مونو اکسایډ، د معلقه زراتو PM10 او PM2.5 کچه ثبتوو. دا کچه په فوق العاده ډول راټيټه شوې ده.'

ده د تېر کال همدغه شپې ورځې له سږنیو سره راته پرتله کړې:

'د مثال په ډول درته ویلی شم چې په هوا کې د PM10 معلقه زارتو معیاري کچه په هر متر مکعب کې ۱۵۰ مایکرو ګرامه ده، خو د قرنطین په شپو ورځو کې دا کچه یوه ورځ هم تر ۷۰ او ۸۰ نه ده پورته شوې. دا ډېره ټيټه کچه ښيي او د هوا د پاکوالي نښه ده. خو د تېرکال په همدې شپو ورځو کې ښايي دا کچه تر ۲۰۰ مایکرو ګرامو هم رسېدلې وي.'

قرنطين افغانانو ته څه درس ورکړ؟

په افغانستان کې د کورونا وبا د خپرېدو د مخنيوي په موخه وضع شوی قرنطین په ځينو سيمو کې هغسې پلی نشو چې په کار ده.

د حکومت او روغتیاپالانو له سپارښتنو سره سره یو شمېر خلکو مخ ماسک کارولو، په صابون د لاس مينځلو او خپل منځ کې واټن ساتلو ته چندان پام ونکړ او د کوچني اختر په رانږدې کېدو سره ښارونه، کوڅې او بازارونه دا دی بیا د خلکو د ګڼې ګوڼې شاهدان دي.

Image caption ځینې جوماتونو کې ټولنیز واټن پیل شوی.

د خلکو دې وضعیت حکومت او اړوند ادارې اندېښمنې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره او د عامې روغتیا وزارت دواړه په دې نظر دي چې قرنطین د نورې نړۍ په څېر افغانانو ته هم ګټور درس ورکړ. په خبره يې، خلک يې وپوهول چې څنګه خپلې روغتیا ته پام ډېر کړي اوهوا او چاپېریال پاک وساتي.

خو دغه دواړه ادارې اندېښمنې دي چې که قرنطین د پام وړ پلی نشي او حالت همدغسې دوام وکړي نو په راتلوونکو څو ورځو کې به د ځینو نورو ساري ناروغیو تر څنګ بیا پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر د ناورین تر کچې لوړ شي او هوا به هم دغسې پاکه پاتې نشي.