BBC
 شاته

کورونا وېروس: نړۍ کې مثبتې پېښې له ۵ میلیونو واوښتې؛ واکسین ښایي وخت واخلي

ویکسین د انځور حقوق Reuters

په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر له پنځه میلیونه کسانو اوښتی او څه باندې درې لکه کسان د دغې وبا له کبله مړه شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۶ زره نویو ناروغانو نومونه ورکړل شوي دي، چې د شمېر له پلوه یو ریکارډ دی.

له امریکا، بریتانیا او ایټالیا وروسته تر ټولو ډېر کسان د کورونا وېروس له کبله فرانسه کې مړه شوي دي.

د بریتانیا عامې روغتیا وزیر مټ هنکوک وايي، هېواد کې د کورونا وېروس معاینې لپاره یوه نوې اله تجربه کېږي، چې په وینا یې په ۲۰ دقیقو کې به معلومات ورکوي.

د نوموړي په وینا اوس هم دغه هېواد د کورونا وبا له کبله څلورمه درجه وضعیت کې دی، خو په وینا یې ژر به د درېیمې درجې لور ته لاړ شي، چې ډېر خطرناک حالت نه دی. نوموړی وايي، حکومت د وضعیت ښه کولو لپاره عملي اقدامات کوي.

ښاغلي هنکوک د روژې میاشت کې له یوه بله د واټن ساتلو له کبله د ځايي مسلمانانو ستاینه وکړه او وايي، برتانیا مېشتې مسلمانان باید په اختر کې هم همداسې وکړي.

د انګلستان لوړپوړی طبي افسر پروفیسر کرېس ویټي هم وايي، د اوسنیو بندیزونو او محدودیتونو لړ کې د کورونا وېروس مخنیوي لپاره د (ټولو ادیانو) منونکي باید د خپلو (خوښیو مراسمو بڼه بدله کړي.)

د واکسین جوړولو هڅې:

د انځور حقوق AFP
Image caption د کورونا له کبله د مړو کسانو شمېر له درې لکو کسانو اوښتی

د انګلستان روغتیا وزیر وايي، ښايي له کورونا وېروسه د خلکو خوندي ساتلو واکسین چمتو کول وخت واخلي. دغه ډول واکسین ښايي یو کال یا یو نیم کال وخت ونیسي.

د اکسفورډ پوهنتون څېړوونکو له مخکې د واکسین ازموینه پیل کړې، خو وروسته به معلومه شي چې دغه واکسین د وېروس مخنیوی کوي که نه.

ویل کېږي په ځانګړې توګه اوس دا ځکه ګرانه ده چې په ولس کې د وېروس خپرېدو کچه ډېره ټيته ده.

د نړۍ ځینې نورو هېوادونو کې هم د واکسین چمتو کولو چارې روانې دي. دا ځکه ښه زیری بلل کېږي، چې ټول واکسین ښايي کامیاب نه شي او که کامیاب هم شي، ماهرین په دې اند دي چې نړۍ کې له یوه ډېر واکسین ته اړتیا ده.

هلته د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې چارواکو د احتیاطي تدبیرونو له تګلارې سره ښاري او سیمه ییز ټرانسپورټ ته د فعالیت اجازه ورکوي.

د نوې تګلارې له مخې به په تم ځایونو کې مسافر له یوه بله واټن مراعتوي، پر لاره به د دوو کسانو تر منځ یوه څوکۍ تشه ساتل کېږي، د ګاډي ښیښې به پرانیستې وي او دغه راز ځینې نور احتیاطي تدبیرونه به په پام کې نیول کېږي.

چین نورما حالت ته نږدې کېږي:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چین ولسمشر د پارلمان په غونډه کې له ماسک پرته راڅرګند شو.

د کورونا وبا له کبله د چین پارلماني غونډې له دوه میاشتې ځنډ وروسته د پنجشنبې پر ورځ بیا پیل شوې. دې غونډو کې معمولاً د راتلونکي کال لپاره قوانین او پالیسي چمتو کېږي.

له دې مخکې ویل شوي وو، چې سږ کال به د خلکو کانګریس (این پي سي) او د چین خلکو سیاسي کنفرانس غونډې د مخکې پرتله کم ګډونوال لري، خو د نن له غونډې داسې ښکاریده چې داسې نه ده.

د دغې غونډې په تړاو د دولتي ټلویزیون په رپوټ کې نه یوازې د غونډې ګڼ ګډونوال ښکاري، بلکې د بیجینګ خلکو تالار بهر ځینې کسان په لاس له یوه بل سره د روغبړ په حال کې هم لیدل شوي دي.

سي پي پي سي سي ملي کمېټه ۲۱۵۸ غړي لري. د چین سیاسي مشران، د پولیت بیورو غړي او نورو غړو پرته نورو کسانو ماسکونه تړلي وو. خو ولسمشر شي جینګ پینګ او نور لوړپوړي غړي له ماسکونو پرته په غونډه کې شریک وو.