BBC
 شاته

کورونا وېروس؛ کابل کې دوه روغتونونه له ناروغانو ډک او دریم پرانیستل شو

کابل د انځور حقوق Reuters

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پنجشنې په ورځ په کابل کې خبري غونډې په تېرو ۲۴ ګړیو کې په خپلو لابراتوارونو کې د کورونا وېروس له ۱۰۰۷ ازمویل شویو بېلګو ۵۳۱ مثبې ختلې او په دې سره په ټول هېواد کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې ۸۶۷۶ ته ورسېدې.

د دې وزارت مرستیال وحید مجروح زیاتوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۶ کسان مړه شوي او ۸ روغ شوي چې ور سره په ټول هېواد کې د مړو شمېره ۱۹۳ او د رغېدلو کسانو شمېر ۹۳۸ ته ورسېد.

نوموړي افغانستان کې د کورونا وېروس خطر له سختېدونکی وباله اوز یاته یې کړه که د روغتیا وزارت سپارښتنې پلې نه شي، د ده په وینا افغانستان هغو وړاندوینو ته نږدې شي چې په لارو او کوڅو کې به مړي پراته وي:"په افغان -جاپان او جناح روغتون کې د ناروغ لپاره هېڅ خالي ځای نه لرو، نن موږ اړ شو چې یو بل روغتون ورته پرانیځو."

* ولې د هند کورونا معلوماتي اپلیکشن ناندریز دی؟

* کورونا وېروس؛ افغانستان کې د حضوري ناستو ځای انلاین ناستو نیولی

دی وايي که د قرنطین پر وړاندې د خلکو بې پروايي همداسې دوام ومومي ستر ناورین سره مخ کیږو او لارو سړکونو کې به مړي پراته وي.

نوموړي سپارښتنه وکړه چې اختر ورځې د خوښۍ ورځې دي، خو قرنطین ته په بې پروايي دې خلک دا ورځې په غم او وير نه بدلوي او کور دې یې له خپلو غړو سره ولمانځئ.

په ورته مهال د کابل والي محمد یعقوب حیدري په دې ښار کې پر ګرځیدو د محدویتونو نوې طرحه وړاندې کړه او یو شمېر هټیوالو ته یې د هټۍ د پرانیستلو وختونه مشخص کړل چې څه وخت اوکله یې پرانځي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اپرېل پر ۲۹ کابل کې سلمانۍ او خیاطۍ بیا له ځینې سپارښتنو سره پرانیستل شوې.

نوموړي دا طرحې داسې په ګوته کړئ:

  • اول: د روغتیايي سپارښتنو په پلي کولو سره د خوراکي توکو پلورنځي، درملتونونه، روغتیايي مرکزونه، قصابۍ، مرستندویه موسسې، بانکونه، د تیلو ټانکونه، هغه هوټلونه چې په ښار دننه کې فعال دي خو خواړه تر پیرونکو رسوي اوغاز پلورنځي په نورمال ډول خپلې چارې مخته بوولي شي.
  • دویم: هغه هټۍ چې برېښنايي وسایل پلوري، فلزکاري، ترکاڼي او موبایل او موټر جوړونې چې دده په وینا په یوه ځای کې دنده مخته وړي له اختر څخه وروسته کولی شي له دوو بجو د ماسپښین څخه تر ۵ بجو پورې خپلې دندې مخته یوسي.
  • درېیم: هغه هټیوال چې ودانیز توکي پلوري د ورځې له ۸ بجو ان ۲ بجو د ماسپښین پورې خپلې هټۍ د روغتیا وزارت د سپارښتنو په پام کې نیولو سره پرانیستلی شي.
  • څلورم: د وچې میوې هټۍ، کتاب او کتابچو پلونکي، جامو پلورنکي، ټکټ پلورنکي، عکاس خانې او مینځونکو توکو هټۍ له ۸ بجو څخه تر ۲ بجو پورې پرانیستې وي.

ښاغلي حیدري د اختر په درشل کې خلکو ته سپارښتنه وکړه چې په کورونو کې پاتې شئ او له ګرځیدو ډډه وکړي.

دی وايي، د اختر په ورځو کې به له سهار له ۴ څخه تر پنځو بجو پورې ښار د ټولو پرمخ تړلی وي.