BBC
 شاته

استانبول کې څه تېرېږي؟

د نړۍ د نورو هېوادونوپه څېر ترکیه کې هم د کورونا وېروس خپرېدو سره د دغه هېواد د ښارونو ورځنی ژوند او بڼه بدله شوې ده.

ترکیه کې پرلپسې او عمو مي قرنطین نشته او تر ډېره د اونۍ وروستیو کې له خلکو په کور د پاتېدو غوښتنه کېږي.

خو د کوچني اختر د رخصتیو په نږدې کېدو سره ترکیه اوس څو ورځې عمومي قرنطین اعلانوي، چې خلک له کورونو ونه وځي. د دې پرېکړې له امله ۱۶ میلیونه خلک په کور ناست دي.

استانبول تر نورو ښارونو لا ډېر خاموش دی، استقلال سړک او تقسیم چوک یې ترکیه کې په ډېر بیروبار او د پلورنځیو، چایخونو او هوټلونو له امله مشهور دي، خو دې ورځو کې یوازې پولیس پکې ګرځي.

خو دې قرنطیني ورځو کې بیا هم ځینې کسان کار کوي؛ لکه د اختر لپاره د ځانګړو ډوډیو پخوونکي نانبایان او همدارنګه هغه ماشومان چې روغتیايي خبرداریو ته له پام پرته د لوبو لپاره سړکونو ته وځي.

د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق .