BBC
 شاته

د چای نړیواله ورځ؛ افغانستان ته د کال ۷۶ زره ټنه وارېدېږي

د انځور حقوق Getty Images

نن د چایو نړیواله ورځ ده، هغه چې خوند یې بېل، خو نړیوال شهرت لري. د چایو اصلي سرچینه چین دی، خو په افغانستان کې یې هم څښونکي د پېړیو مخينه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، په کلني ډول ۷۶ زره ټنه چای له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته راوړل کېږي.

کېدای شي شي له چایو بل هېڅ څه زیات ونه څښل شي.

چای د افغانانو په ژوند کې زیات اهمیت لري او هېڅ ناسته یې بې چایو نه وي.

افغان ټولنې ته د چایو څښلو دود له پېړیو ورپاتې دی او تر ډېره د زیاتو چایو په څښلو مشهور هم دي.

ان ځینې افغانان په دې باور دې چې د چایو په نه څښلو یې سر درد کوي او فکر یې هم جوړ نه وي.

د انځور حقوق انځور: د ګرافیم مجلې دی-
Image caption د کونړ- جلال اباد خان چې د افغان- انګریزانو د دویمې جګړې پرمهال چای څښي. ۱۸۷۹

د زیاتو چایو څښلو له امله د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو په ځانکړي ډول کابل کې سماواتونه او چای خونې جوړې شوي دي.

د کابل په کاه فروشي کوڅه کې یو سماوار چې اویا کلنه مخینه لري، له هماغه پخوانیو پیالو او چینکو سره خلکو ته چای ورکوي.

د پکتیا اوسېدونکي عنایت الله ځدراڼ وايي د چایو څښل د عادت تر څنګ یې چای ښه ملګری دی.

د چایو بوټې پنځه زره کاله وړاندې په چین کې وپېژندل شو او په اوولسمه پېړۍ کې یو شمېر خلکو له چین نه اروپا او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته هم ورسېده.

که څه هم چې چاې بېلا بېل ډولونه او خوند لري خو په افغانستان کې تر ډېره د شنیو چایو مینه وال زیات دي.

ایفکټ سندره:

که څه هم کره معلومات نشته چې کله د چایو دغه بوټې افغانستان ته راوړل شوی او په کلني ډول یې په دې هېواد کې مصرف څومره دی، خو د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي د کابو ۱۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت په کلني ډول چای هېواد ته راوړل کېږي.

د شنو او تورو چایو تر څنګ د څو کلونو را په دېخوا د زعفران چایو هم په افغانستان کې مینه وال زیات شوي، هغه بوټی چې په افغانستان کې کرل کېږي او نړیوال شهرت هم لري.