شاته

کروناویروس؛ امریکا کې د مړو شمېر شاوخوا ۹۰زرو ته ورسېد

د کروناویروس چې دا مهال د نړۍ په ۱۸۷هېوادونو او سیمو کې خپور شوی دی، په امریکا کې یې تر بل هر هېواد زیات انسانان مړه کړي دي.

د امریکا ان بي سي نیوز شبکه وايي‌ چې د کروناویروس تر دې دمه په ټولې امریکا کې تر ۹۰زرو زیات کسان مړه کړي او څه باندې ۱.۵ میلیون نور انسان په دغه ویروس اخته دي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون چې د کروناویروس په اړه د امریکا او نړۍ د ګوټ ګوټ څخه معلومات راټولوي‌ او خپروي، وايي‌ چې د کروناویروس تر دې دمه په ټولې امریکا کې شاوخوا ۸۹۶۰۰ کسان مړه کړي او نژدې ۱.۵ میلیون نور پرې اخته دي.

د کروناویروس د امریکا د نورو ایالتونو په پرتله په نیویارک کې ډېر کسان مړه کړي چې شمېر یې څه باندې ۲۸۰۰۰ ته رسیږي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ښار کې خپور شوي. دا مهال دغه ویروس په نړۍ کې څه باندې ۳۱۵زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۴.۷ میلون نور پرې اخته دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا یو شمېر ایالتونه هلې ځلې کوي چې بېرته کاروبارونه او عادي ژوند پیل کړي. ولسمشر ټرمپ د ایالتونو حکومتونو ته ویلي دي‌ چې خپل وضعیت ته په کتو دې په دې اړه پرېکړه وکړي.

په ځینو ایالتونو کې د قرنطین شرایط نرم شوي، رستورانتونو ته اجازه ورکړل شوې چې له لسو کسانو ډېر مشتریان ونلري، روغتونونو ته ویل شوي چې ځینې غیر ضروري معاینات بیا پيل کړي او د حیواناتو روغتونونو ته هم اجازه ورکړل شوې چې بېرته فعالیتونه پیل کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا حکومت وايي چې دا ویروس د چین په لابراتوار کې جوړ شوی دی، خو چین دا تورونه ردوی.