ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


هېواد: د سولې لپاره د مذاکراتو لړۍ له همغه پيله د طالب ‌ډلې له‌خوا ځنډول شوې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو د ځنډ په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي. دنیا دنیا خپلواکې ورځپاڼې د سولې په خبرو کې د ځنډ مسئله را اخیستې او لیکلي چې دا به خنډونه رامنځته کړي. وړاندې د خبرو د ځنډ په تړاو ویل شوي چې ممکن روانه اوونۍ هم افغان پلاوی قطر ته سفر ونه‌کړي او لامل‌یې هم د طالبانو نه‌امادګي او ځیني تخنیکي ستونزې په ګوته شوې دي. ورځپاڼې وېره ښودلې چې د سولې په برخه کې روان پرمختګونه هم له خنډ او ځنډ سره مخ نه‌شي. لیکوال د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته اشاره کړې او اندېښنه‌یې مطرح کړې، که چېرې ټاکنې ترسره شي او نتیجه‌یې معلومه شي، شاید ډونالد ټرمپ او یا هم بل بریالي کاندید ته د افغانستان د سولې مسئله لکه اوس مهمه نه‌اوسي، نو دا به یاده پروسه له ستونزو سره مخ کړي. هېواد هېواد دولتي ورځپاڼې هم د حکومت مذاکراتي پلاوي په تړاو لیکلي. هېواد په خپله سرمقاله کې د خبرو د ځنډېدو پړه پر طالبانو اچولې او لیکلي، "په اصل کې د سولې لپاره د مذاکراتو لړۍ له همغه پيله د طالب ‌ډلې له‌خوا ځنډول شوې." ورځپاڼې ټينګار کړی اوس چې ټول زندانيان خوشې شوي هم دي، نو بيا د دې مذاکراتو ځنډول، نه افغان ولس ته د منلو دی، نه افغان حکومت او نه هم نړيوالې ټولنې ته چې په وینا یې اوس په کار ده چې د سولې په وړاندې هغه هېوادونو باندې فشار راوستل شي چې د سولې مخالفت کوي. مسیر مسیر ورځپاڼې بیا د سولې د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې د اساسي خنډونو د لیرې کېدو خبره کړې او تمه‌یې ښودلې چې په راتلونکو څو ورځو کې به په دوحه کې بین‌الافغاني خبرې پیل شي. ورځپاڼې دغه‌شان لیکلي چې د افغان دولت تخنیکي ټیم په دوحه کې دی او د طالبانو د مذاکراتي ټیم پاتې غړي هم دوحې ته رسېدلي او په وینا یې چې د خبرو د پيل په مراسمو کې به د ډاکتر عبدالله په ګډون ځیني سیاستوال، د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او ځیني نور بهرني ډیپلوماتان هم برخه واخلي. لیکوال لیکلي،که څه هم اوس دې پروسې ته هېله ډېره ده، خو په وینا یې تر کومه چې د سولې خبرې پیل شوې نه‌وي د دې امکان شته چې دا خبرې وځنډېږي او ښکېل اړخونه دې د تمې خلاف دریځ ونیسي. د مسیر ورځپاڼې په وینا، دواړه لوري به په دې نیت خبرو ته داخلېږي چې پر بل اړخ خپل نظر او غوښتنې ومني او یا په بله وینا، مقابل لوری مات کړي. خو ورځپاڼې ټينګار کړی چې په کار ده د سولې په خبرو کې اصلي تمرکز پر سوله وي او غوښتنې د همدې سولې پر محور راوڅرخېږي او پیل باید له سختو او اختلافي مسایلو ونه‌شي.

06.09.2020 ازادي راډیو

'د امریکا نوی سفیر په افغانستان کې د دې هېواد له مداخلې سره مخالف دی'

څو امریکايي ورځپاڼو د افغانستان لپاره د امریکا د نوي نومول کېدونکي سفیر په اړه لیکنې خپرې کړي. وال ستریټ ژورنال د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې پر اساس افغانستان ته د امریکا د نوي سفیر ټاکل به په افغانستان کې د امریکا د تاریخ پر دې تر ټولو اوږدې جګړې بې اغېزې نه وي. د ورځپاڼې له مخې، ویلیم روجر به په افغانستان کې د امریکا سفیر وګومارل شي. نوموړی په افغانستان کې د امریکا د مداخلې سخت مخالف دی او له ډېرو وختونو راهیسې له دې هېواده د امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتنه کوي. مادرجونز مادرجونز امریکايي مجلې، چې تحقیقي موضوعات خپروي، بیا لیکلي چې خبرو سرچینو ورته ویلي چې د ولسمشر ټرمپ له لوري د افغانستان د سفیر په توګه د روجر نومونه ښيي چې ټرمپ غواړي له افغانستانه امریکايي پوځیان وباسي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ مې نېټې له موافقې سره سم، ټول امریکايي پوځیان د راتلونکي میلادي کال تر مې پورې له افغانستانه وځي خو ځینې سرچینې وايي چې ولسمشر ټرمپ لېواله دی چې خپل ځواکونه تر دې ژر وباسي. د سږ کال په مې میاشت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې ټرمپ غواړي د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې خپل پوځیان له افغانستانه وباسي. د امریکا انتخابات د نومبر په درېمه نېټه ترسره کېږي. امریکايي ورځپاڼې وايي، روجر د ټرمپ په شان له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ژر وتلو پلوی دی. روجر، چې کله د چارلس کاچ انسټېټیوټ د څېړنې او پالیسۍ رئیس و، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي و چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدا ملاتړ کوي. ده تېر کال له طالبانو سره د امریکا پر خبرو انتقاد کړی و. په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرو شاوخوا اتلس میاشتې دوام وکړ. د مادرجونز مجلې د لیکنې لیکوال ډن سپاینلي وايي، پخوا چې یې له روجر سره خبرې کړي، هغه حتی د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې تر کېدو مخکې د امریکايي پوځیانو وتلو ته تلوار لري. دی همداراز وايي چې روجر ورته ویلي، د افغانانو ترمنځ د سولې موافقه ښه ده چې وشي خو دا موضوع له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو جلا ده. د دې لپاره چې د امریکا انتخاباتو ته وخت لږ پاتې دی، په ډاډ نه شي ویل کېدای چې د دغه هېواد سنا جرګه به تر انتخاباتو وړاندې ویلیم روجر په افغانستان کې د سفیر په توګه تائید کړي. د امریکا د قوانینو پر اساس د ولسمشر له لوري نومول کېدونکی سفیر باید د دغه هېواد سنا جرګه تائید کړي.

06.09.2020 ازادي راډیو

ارګ: د سولې خبرو کې د اساسي قانون دوه لومړني فصلونه د بحث وړ نه دي

افغان حکومت وايي، د سولې په مذاکراتو کې د افغانستان اساسي قانون دوه لومړني فصلونه د بحث وړ نه دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي، د افغانستان د اساسي قانون لومړني دوه فصلونه چې د نظام بڼه او د اتباعو حقوق دي په مذاکراتو کې د بحث موضوعات نه دي. وروسته له دې چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د العربیه ټلویزیون یو مرکې کې د بین الافغاني خبرو په نتیجه کې د افغانستان اساسي قانون د تعدیل خبره وکړه ، افغان حکومت وایي، د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د اساسي قانون دوه لومړني فصلونه د بحث موضوعات نه دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي: "د افغانستان د اساسي قانون لومړني دوه فصلونه چې د نظام بڼې او د اتباعو حقوق دي د تعدیل وړ نه دي." د افغانستان د اساسي قانون دوه لومړنيو فصلونو کې د دولت په جوړښت او د اتباعو پر حقونو بحث شوی دی. د افغانستان دولت اسلامي جمهوري بلل شوی، دین یې اسلام او د نورو ادیانو پیروانو ته د قانون ا احکامو په حدودو کې ازادي ورکړل شوې او دغه راز ملي حاکمیت هم د ملت واک بلل شوی. د اتباعو د حقونو په برخه کې د نورو حقونو ترڅنګ د سړو او ښځو د یو شان حقونو، د بیان ازادي، د کار حقونه، د ماشومانو حقونه او د زده کړو حقونه شامل دي. په ورته وخت کې د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون وایي، د اساسي قانون لومړنۍ دوه مادې چې د افغانستان نظام او اسلامیت باندې دلالت کوي د تعدیل وړ نه دي خو د لومړي فصل پاتې مادې او دویم فصل د لا ښه کېدو په منظور تعدیلېدای شي. د دې کمېسیون غړی ابوبکر متقي وايي، د اساسي قانون مادو بدلون لپاره باید لومړی د ولسمشر د فرمان په اساس د حکومت، ملي شورا، سترې محکمې د غړو ګډ پلاوی جوړ او بیا د اساسي قانون د هغو مادو څېړنه وکړې چې د بدلون غوښتنه یې شوې وي. متقي زیاتوي: " د ولسمشر د فرمان پر بنسټ به د ملي شورا، سترې محکمې او د حکومتي غړو په ګډون پلاوی جوړېږي، هغه مادې چې د بدلون غوښتنه یې شوې وي هغه به څېړل کېږي او د بدیل موندلو وروسته به لویې جرګې ته لېږدول کېږي، کله چې لویه جرګه جوړه شي هلته به د تعدیل طرحه وړاندې کېږي، کله چې هغو په دوه ثلثه رایو تائید کړه نو قانون به نافذ شي." د متقي په وینا دا قوانین به له بدلون وروسته د وروستۍ پرېکړې په موخه لویې جرګې ته لېږدول کېږي. نوموړی زیاتوي، لویه جرګه به د ولسمشر په فرمان جوړه او د جرګې غړیتوب به د ولسوالیو، ولایتي شوراګانو غړي او ستره محکمه ولري خو په افغانستان کې د ولسوالیو شوراګانې تر اوسه نه دي جوړې شوي او نه هم ورته انتخابات شوی دي. د افغانستان اوسنۍ اساسي قانون اوولس کاله وړاندې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په موده کې د دولسو فصلونو او ۱۶۲ مادو په لیکلو جوړ شوی دی. د طالبانو ځینو مهمو غړو مخکې د افغانستان اساسي قانون د بدلون خبرې کړې وې چې اساسي ټکي یې د افغانستان د جمهوري نظام بدلون په اسلامي امارت و خو تازه په قطر کې د دغه ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي: "اوس چې موږ د افغانستان د مسئلې سوله ییز حل لپاره ګام اخلو او بین الافغاني خبرې پيل کوو نو هر هغه څه چې د دې مسئلې سوله ییز حل لپاره اړین وي هغه به ترسره کوو که هغه د اساسي قانون تدوین یا نور څه وي." یو شمېر حقوق پوهان بیا وايي، د افغانستان اساسي قانون کې یوازي د جمهوریت بقا او اسلامي احکامو مسئله د افغان حکومت او د اساسي قانون سرې کرښې دي. د حقوق پوهانو د ټولنې مشر سبحان الله مصباح وايي، اساسي قانون کې ځینې نیمګړتیاوې شته چې باید حل شي خو د دوه لومړنی مادو تعدیل چې جمهوري نظام او اسلامي احکام په کې ذکر شوي بدلون یې قانون کې ناشوني ګنل شوی. هغه وویل: "اساسي قانون خپله دا مسئله واضح کړې ده یعنې هغو مواردو کې چې خپله د قانون د تعدیل امکان لري، دلته د حکومت خبرې په دې مهمه نه دي چې خپله اساسي قانون په خپله دا موارد مشخصه کړي دي، دوه مسئلې ډېرې اړینې دي یو د جمهوریت مسئله او بله اسلامي احکام دي د دغو احکام تعدیل اساسي قانون کې سره کرښه ده، خو د وګړو د حقوقو په اړه هغه کولی شي تعدیل شي." همدا راز د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون تراوسه په رسمي ډول د اساسي قانون د تعدیل په اړه خبرې نه دي شوي خو ځینو مدني ټولنو او حزب اسلامي د بدیلو طرحو چمتو کولو خبره کړې ده. دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ایران سفارت یوې خبر پاڼه کې ویلي، د ایران حکومت له ټولو لورو غواړی چې د افغانستان اساسي قانون او ډیموکراتیک نظام ته درناوی وکړي. د ایران سفارت دا هم لیکلي چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی، چې دا پلاوی له بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي او له ولسمشر غني سره به هم وګوري.

05.09.2020 ازادي راډیو

د ارغستان اوسېدونکي: د لارو بندېدو خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ خلک د لارو د بندېدو له امله د خوراکي توکو له کمښت او نورو سختو ستونزو سره مخامخ دي. د کندهار ارغستان ولسوالۍ قومي مشر حاجي محمد داود ازادي رادیو ته وویل، وسله والو طالبانو د تېرې یوې میاشتي راهیسې د دې ولسوالۍ عمومي او فرعي لارې په ماینونو بندي کړې، پلچکونه یې په بمونو الوزولي، یواځنی روغتیایی مرکز هم تړل شوي او د کیلو ترمنځ خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي. هغه وايي: "عمومي روډ بند دي پلچکان ټول الوځول شوي، د یوه کلي تر بل کلي د خلکو تګ راتګ مشکل دی،کلینیک مو بند دی یو پاکټ درمل هم په سیمه کې نه پیدا کېږي." نوموړی زیاتوي، د ارغستان او کندهار ښار ترمنځ د زابل ولایت په مربوطاتو کې یوازې یوه خامه فرعي لار پرانیستې ده چې د اوږد واټن او خراب وضعیت له امله خلک پرې تګ راتګ ته زړه نه ښه کوي. د هغه په وینا په دغه ولسوالۍکې د انارو فصل حاصل ته رسېدلی خو د لارو د محاصرې له امله خلک خپل د باغونو حاصلات نشي ټولولای. د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکی کماالدین څپاند ازادي راډیو ته وویل چې د لارو د تړل کېدو له امله په ولسوالۍ کې خوراکي توکي ګران شوي او که ستونزه حل نشي نو ځايي خلک به د خوراکي توکو له قحطۍ سره مخ شي. بلخوا د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ارغستان ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پرمخ د لارو د تړل کېدو په اړه اندېښنه ښيي. د دغه کمېسیون د ملکي وګړو د خوندیتوب د څانګې مشر نعمت الله حسني ازادي راډیو ته وویل، چې په روانه میاشت کې په ارغستان ولسوالۍ کې په اوسط ډول هره ورځ پر ملکي خلکو دوه تر درېیو پورې د سړک غاړي ماین چاودنې شوي. هغه وویل: "د ولسوالۍ څخه تر کندهار ښاره او د کلیو څخه د ولسوالۍ د مرکز پورې د خلکو تګ راتګ ستونزمن دی نه یوازې په رسمي لارو کې بلکې په هغه کلیوالي لارو کې هم ماینونه خښ شوي." د کندهار ولایتي چارواکي هم مني چې د ارغستان ولسوالۍ عمومي لاره د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله تړل شوې ده. د کندهار د والي و یاند احمد بهیر احمدي ازادی رادیو ته وویل، د ولایتي ادارې لومړیتوب دا دب چې د امنیتي ځواکونو سره په همغږي دغه ستونزه حل کړي. احمدي وايي: "ولایتي ادارې دا خپل لومړیتوب ټاکلی د ارغستان ترڅنګ د نورو ولسوالیو اوسېدونکو ته هم ډاډ ورکوو چې د سړک غاړې د خښ شویو ماینونو سره احتیاط وکړي او امنیتي ځواکونه به په هر ډول شرایطو کې د خلکو چوپړ وکړي." د وروستیو راپورونو پر بنسټ په روانه میاشت کې په ارغستان ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماین چاودنو له امله شاوخوا دېرشو ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.   نژدې دوې اوونۍ مخکې د دغه ولسوالۍ په لوی کاریز سیمه کې په دو پرلپسې چاودنو کې د دو کورنیو ۱۶ ملکي کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول. بلخوا وسله وال طالبان هم مني چې د یوه تکتیک له مخې یې د ارغستان ولسوالۍ عمومي لارې تړلي. د دغه ډلې ویاند قاري یوسف احمدي ازادي رادیو ته وویل چې دغه چاره به تر نامعلوم وخته دوام وکړي.

05.09.2020 ازادي راډیو

'روانه اونۍ هم قطر ته د افغان حکومت مرکچي پلاوی نه ځي'

د افغانستان د حکومت مذاکراتي پلاوي یو غړی وایي، روانه اونۍ به دوحې ته د دوی سفر ونه شي. عبدالحفیظ منصور ازادي راډيو ته وویل، چې د دغه سفر د ځنډ لامل هم مذاکراتو ته د طالبانو نه چمتوالی دی. په بین الافغاني مذاکراتو کې د ځنډ دوام او په دې اړه د دواړو خواوو ضد او نقیضې څرګندونې. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي یو غړي عبدالحفیظ منصور وایي، دا اونۍ به دوحې ته د دوی سفر ونه شي. هغه وویل:  "په دې اونۍ کې مو سفر نه کېږي، دلیل یې هم دا دی چې طالبان چمتو نه دي، د هغوی پلاوی پاکستان ته تللی او تر اوسه قطر ته نه دي ستانه شوي." که څه هم ښاغلی منصور وايي، چې د طالبانو پلاوی تر اوسه قطر ته نه دی رسېدلی خو طالبان بیا وایي چې پلاوی یې په دوحه کې دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډيو ته په یو پیغام کې لیکلي چې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي دوحې ته رسېدلي دي. بلخوا د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا یوه باخبره سرچینه وایي، چې د دغه سفر د ځند اصلي لامل د دواړو لورو تر منځ د همغږۍ نشتوالی ده. دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي دغه شان ازادي راډیو ته وویل، چې تخنیکي ستونزي هم موجودې دي. خو یو طالب چارواکي له دې مخکې د نوم نه ښودلو په شرط د بین الافغاني مذاکراتو په پیل کې د ځنډ په اړه ازادي راډيو ته ویلي و، اصلي لامل دا دی چې د طالبانو تخنیکي ټیم باید د افغان حکومت له لوري د تازه ازاد شویو بندیانو نوملړ تائید کړي، چې په خبره یې دا وخت غواړي. په دې منځ کې د افغانستان د سولې د انسټېټوټ مشر یاسر احمدزی وايي، ورځ بلې ته د مذاکراتو ځنډېدل د افغان سولې د بهیرباور ته زیان رسوي. هغه وویل: "په ټوله کې په دغو ځنډولو هېڅ هم نه کېږي بلکې هغه باورونه چې د خلکو او نړیوالو په دواړو خواوو دي، هغه ته زیان رسېږي او باورونه راکمېږي، په ځانګړې توګه د عام ولس باور ته، تر ډېره وخته د بندیانو د خوشې کېدو لپاره د مسئله اوږده شوه چې هغه هم حل شوه، خو اوس داسې واړه واړه خنډونه دي چې د سترو لاسته راړونو مخنیوی کوي." بلخوا وال سترېټ ژورنال بیا پرون ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بین الافغاني خبرې به د دوشنبې په ورځ پیل شي. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل ځای لا دمخکې روښانه ده چې په قطر کې به ترسره کېږي خو د خبرو د پیل د کره نېټې په اړه یوه لوري هم مخکې څه نه دی ویلي. دغه خبرې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې باید ډېر مخکې ترسره شوې وې د دواړو لوریو له خوا د بندیانو د تبادلې له امله وځنډېدې، هغه بهیر چې د افغان حکومت په خبره اوس بشپړ شوی او د بین الافغاني خبرو د ځنډ په وړاندې کومه ستونزه نه ده پاتې.

05.09.2020 ازادي راډیو

بې سرپناه معتادین: موږ د نورو پاتې شوني خواړه خورو

د عامې روغتیا وزارت وايي چې، معتادین د غیر صحي خوړو له امله په بېلا بېلو ناروغیو اخته او ځينې يې مړه کېږي. ډېری بې سرپناه او بېوزله معتادین د ښار د کوڅو او سړکونو پر ډېرانونو باندې په خوړو پسې ګرځي چې دا خواړه د دوی لپاره د نشه يي موادو غوندې خطرناک او آن دا چې د دوی د مړیني لامل ګرځي. د ابراهیم په نوم یو معتاد چې له چټلیو څخه بوتلونه او پلاستیکي شیان را ټولوي وايي چې، د نورو پاته شونو خوړو په ګڼو ناروغیو باندې اخته کړی دی. هغه زیاتوي: " څو ورځې مخکې مې د خلکو پاته شوني خواړه وخوړل، حالت مې ډېر خراب شو، معدې مې درد کاوه، بيا مې درمل وخوړل ښه شوم." معتادین د وسپنې قطۍ او پلاسټیکي شیان خرڅوي او بيا په دې پیسو نشه يي مواد را نیسي، دوی دومره پیسې نه لري چې خواړه پرې واخلي، ځکه نو د ښار ډېرانونه د دوی د خوړو مهمه سرچینه ده. د نذیر کاکا په نوم یو معتاد دی وايي چې، ده څو داسې معتادین ملګري ليدلي چې د چټلو خوړو له امله د ده په مخ کې مړه شوي دي. نوموړی زیاتوي: " زما ملګري د خلکو پاته شوني خواړه خوري، ډېری یې ناروغان او یا مړه کېږي. چټل خواړه دوی ته د ویني اسهال پیدا کوي. دوی چې کله ناروغان شي ډاکټر ته نه ځي، له همدې امله ډېری يې مړه کېږي." خلک خپل پاته شوني خواړه په پلاسټیکي کڅوړو کې اچوي چې د ډاکټرانو په وينا، په پلاستیکي کڅوړو کې د خوړو پاته کېدل خواړه خرابوي او د دې تر څنګ د سرطانونو او نورو خطرناکو ناروغيو لامل هم کېږي. ډاکټر بریالی میوندوال وايي چې، غیر صحي خواړه بېلا بېلو ناروغیو ته زمینه برابروي او انسانان وژني. میوندوال زیاتوي: " چټل خواړه انسان ته اسهال پیدا کوي، خوا یې ګرځي، د وخت په تېرېدو سره یې د بدن اوبه کمېږي، وروسته شاک ته ځي او بې سده کېږي." د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست د څښلو پاکو اوبو او خوړو ته د معتادینو نه لاسرسی د مړيني ستر عامل بولي. د دې ریاست مرستیال ډاکټر عبدالشکور حیدري وايي چې د دې خلکو ډېری برخه بې سرپناه او بېوزله معتادین دي. حیدري وویل: " زموږ راپورونه ښيي چې په بې سرپناه معتادینو کې د مړیني لومړی دلیل غیر صحي اوبه او خواړه دي، معتادين دا چټل خواړه د سړکونو او کوڅو له ډېرانونو څخه راټولوي. د دوی د څښلو اوبه او خواړه په بېلا بېلو ناروغیو ککړ دي، ځکه نو د دوی د مړینې لامل ګرځي." ډاکټران وايي چې د روغو کسانو په پرتله د معتادینو د بدن مقاومت کمزوری دی، ځکه نو دوی ژر په ناروغیو اخته کېږي، خو که پر خپل وخت ډاکټر ته ولاړ نه شي، د مړيني امکان يې ډېر دی. راپور: فرید حلیمي د غږیزې بڼې لپاره لاندې لینک کېکاږئ:  

05.09.2020 ازادي راډیو

چارواکي: د کابل امنيتي ميثاق پروګرام د عملي کولو په نتيجه کې د نشه يي موادو ۷۰ پلورونکي نيول شوي

د کورنيو چارو وزارت د کابل امنيتي ميثاق په نوم پروګرام له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې ګټور او بريالی بولي. په کابل ښار کې پر امنیتي میثاق نږدې دوې میاشتې تېري شوي چې هدف یې په کابل کې د جرمونو او جنایتونو پر وړاندې د خلکو يو موټی کول او نشه يي موادو سره مبارزه ده. د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د امنیتي میثاق په چوکاټ کې پولیسو وکولای شول چې په دې ښار کې د خلکو په مرسته (۶۳) عملیات وکړي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ازادۍ راډیو ته وویل، د دې عملیاتو په نتیجه کې د نشه يي موادو لسګونه پلورونکي په داسې حال کې ونیول چې پر معتادینو باندې یې نشه يي مواد خرڅول. هغه زیاته کړه: "په دې وروستیو څو اوونیو کې د کابل د امنیتي میثاق په چوکاټ کې (۶۳) عملیات شوي چې په نتیجه کې یې د نشه يي موادو د کاروبار په تور (۷۰) کسان نیول شوي دي. دا کسان د نشه يي موادو واړه پلورونکي او ځینو یې بیا په لوړه کچه د نشه یي موادو په کاروبار کې لاس درلود." د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په کابل ښار کې د نشه يي موادو ډېروالی او لاسرسی د ځوانانو د اعتیاد اصلي لامل بولي، دوی زیاتوي چې نشه يي موادو ته اسانه لاسرسي په سلو کې شپېته روغ شوي معتادین بېرته په نشو باندې اخته کړي دي. د افغان دولت څېړنې ښيي چې جرمې ډلې او نشه يي موادو خرڅوونکي ځوانان په نشو باندې اخته کوي چې وروسته په جرمي او جنايي فعالیتونو کې کار ځنې اخلي. د کابل د ولایتي شورا غړی عبدالخالق ځاځی وايي چې د کابل په امنیتي میثاق کې حقایقو ته پام نه دی شوی، ځکه یې تر دوو میاشتو وروسته بيا هم د کابل ښار په امنیت کې هیڅ د پام وړ بدلون نه دی راوستلی. ځاځی زیاتوي: " د امنیتي میثاق پروګرام چې د کورنیو چارو وزارت جوړ کړی، یو ناکام پلان دی. نشه يي مواد په کابل ښار کې د کشمشو او نخودو غوندې ازاد خرڅېږي. دا یوه لویه تېروتنه ده چې دوی د نشه يي موادو د یو دوه وړو خرڅوونکو نیول لویه لاسته راوړنه وبولي. مافیايي ډلې د کابل ښار په ناامنۍ کې مستقیما لاس لري. د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د مرنجان په نوم یوه غونډۍ ده، د دې سیمې په ډېرو کورونو کې نشه يي مواد ازاد خرڅېږي. موږ سلګونه ځله پولیسو ته په امنیتي غونډو کې د دې ځای ادرس ورکړی، خو دوی پلمه کوي چې هلته د استوګنې کورونه دي، ځکه نو هلته عملیات نه شي کولای. په داسې حال کې چې دا سیمه د نشه يي موادو د خرڅلاو په مرکز اوښتې ده." په کابل ښار کې ځینې سیمې د نشه يي موادو د خرڅلاو په بازار اوښتي دي. په تېر یوه کال کې پولیسو دوه ځله پر دې سیمو بریدونه وکړل، خو د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو او پلورونکو له وسله وال غبرګون سره مخ شول او په نتیجه کې يې پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته. ----------------------- راپور: مرسلین ارسلا غږیزې بڼې لپاره لاندې لینک کېکاږئ:  

05.09.2020 ازادي راډیو

کرام الدین کریم تر څومیاشتنۍ لادرکۍ وروسته په عام محضر کې راڅرګند شو

د افغانستان د فوټبال فډراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم چې له څو میاشتو په پنجشېر کې د خلکو له نظره پټ و، وايي پر ده لګېدلي تورونه سیاسي انګېزه لري.   دی چې د افغانستان د فوټبال د ښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونه تورن دی نن په عام محضر کې راڅرګند شو.   ښاغلي کریم وویل، دا ثابتولای شي چې مجرم نه دی:    «زه نه کوم فراري یم نه مجرم او زه ثابتوم، چې کوم جرم مې نه دی کړی. زه له دې ځایه د پنجشېر او افغانستان د شریف ملت په وړاندې اعلان کوم، چې مجرم نه یم او دا ثابتوم هم.»     د فوټبال نړیوال فډراسیون یا فیفا ورزشي محکمې پر ښاغلي کریم د جنسي ځورونې د تورونو تر لګېدو وروسته، دی د ټول عمر لپاره د ورزش له اړوندو فعالیتونو منع کړ.   ولسمشر محمد اشرف غني تېره میاشت د پنجشېر له خلکو د کرام الدین کریم په نیولو کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه. خو تېره اوونۍ په پنجشېر کې د ښاغلي کریم د نیولو عملیات بې نتیجې پای ته ورسېدل.

04.09.2020 ازادي راډیو

کرام الدین کريم: په مشروط ډول محاکمې ته حاضر يم

 افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم، چې په جنسي تېریو تورن دی، وايي چې په مشروط ډول محاکمې ته حاضر دی. ده نن په پنجشېر کې یوې غونډې ته وویل، محکمې ته چمتو دی خو په کابل کې لویې څارنوالۍ ته ځان نه سپاري بلکې یوې بیطرفه محکمې ته چمتو دی. هغه زیاته کړه: "که چېرته یوه عادلانه محکمه دلته جوړه شي چې تاسو هم یاست او رسنۍ هم وي، مدني ټولنه وي هرڅوک چې غواړي دلته وي، رادې شي محاکمه دې وکړي که زه مجرم وم ولې نه، خو که مجرم نه وم او موضوع سیاسي وي، عقده وي، زور وي دا دې له دې مسالې سره نه غوټه کوي زه یو انسان یم، کورنۍ لرم، ماشومان لرم خپل خپلوان لرم." شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې امنیتي ځواکونو د ده د نیولو هڅه وکړه خو د سیمې د اوسېدونکو د مخالفت له کبله دا هڅه ناکامه شوه. د بشري حقونو څار سازمان د کرام‌الدین کریم په نیولو کې د افغان حکومت په ناکامۍ انتقاد وکړ. د دې سازمان د اسیا برخې مرستیالې پترېشیا ګاسمن له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل د کریم په نیولو کې د حکومت ناکامي دا پيغام رسوي چې دا حکومت د خلکو د ساتنې وس نه‌لري یا نه‌غواړي دا کار وکړي. هغې زیاته کړه که حکومت د کریم په نیولو کې پاتې راغلی، نو څنګه د هغو لاسته راوړنو ساتنه کولای شي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې کړي. د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) اخلاقي کمېټې د تېر کال په جون میاشت کې پر کرام الدین کریم تور پورې کړ چې په فرانسه کې يې د نړیوال جام سیالیو پر مهال د افغان فوټبال ښځینه لوبغاړې په جنسي توګه ځورولي. د جولای په ۱۴ د جنسي تېري او له خپل مقامه د ناوړه استفادې په خاطر د بندیز د لېرې کېدو لپاره د کرام الدین کریم د استېناف غوښتنه رد شوه. د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د ۲۰۱۹ په جون کې کریم د تل لپاره د فوټبال په فدراسیون کې له دندې محروم کړ او نژدې یو میلیون ډالره یې جریمه کړ. کرام الدین کریم له هماغه وخته په پنجشېر کې پټ دی.

04.09.2020 ازادي راډیو

د کرونا ویروس په نښو درلودونکو کسانو د ترکمنستان روغتونونه ډک دي

د ترکمنستان روغتونونه په هغو ناروغانو ډک دي چې د کرونا ویروس نښې لري. حکومت بیا هم ټینګار کوي، چې د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. د ازادۍ راډیو د ترکمنۍ څانګې خبریال د پلازمېنې عشق اباد د روغتیايي چارواکو په حواله وايي، په تېرو درېیو اوونیو کې وضعیت خراب او د ناروغانو شمېر زیات شوی دی. روغتیايي کارکوونکي شکایت لري چې په تېرو دوو اوونیو کې د تجرید په مرکزونو کې د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې. دوی ادعا کړې، چې په خپلو پیسو یې د خوندیتوب وسایل رانیولي دي. د ترکمنستان حکومت وايي، تر اوسه یې د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت کړې، خو پر دې ادعا باور سخت کار دی. د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په ټوله نړۍ کې شاوخوا اووه زره روغتیایي کارکوونکي د کرونا له امله مړه شوي دي. په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۶ ملیونو اوښتی دی.

04.09.2020 ازادي راډیو

د افغانستان په خاوره کې د پاکستان وروستي تحرکات ښکاره سرغړونې وبلل شوې

د ننګرهار والي وايي، د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره کې دننه د تاسیساتو جوړولو هڅه، ښکاره سرغړونه وه. ډیورنډ کرښې ته څېرمه د مومندرې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې برايي د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونه په جګړه واوښتل چې یو سرحدي سرتېری ووژل شو. ضیا الحق امرخېل نن په یوه ویډیويي پیغام کې دا تحرکات ښکاره تېری وباله. هغه زیاته کړه: "دا ښکاره تجازو او د نړیوالو میثاقونو خلاف کړنه وه. موږ یې غندو. د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوو، چې زموږ سرحدي ځواکونه د خپلې خاورې او عزت په کلکه دفاع کوي." ننګرهار والي له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د تحرکاتو په مخنیوي کې همکاري وکړي.

04.09.2020 ازادي راډیو

بدخشان کې ټرافیکي پېښې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په بدخشان ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې دوه کسان مړه او ۶ نور ټپیان کړل. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثنا اله روحاني ازادۍ راډیو ته وویل، پېښه نن په یفتل پایین ولسوالۍ کې شوې ده: هغه زیاته کړه: "یوه سراچه ډول موټر غوښتل له سورن کلي یو ناروغ د یفتل پایان ولسوالۍ مرکز ته ولېږدوي، چې له بده مرغه موټر له لارې اوښتی دی." په مړو کې یو ماشوم او یوه ښځه ده. د سړکونو تنګوالی، د چلوونکو بېغوري او د ټرافیکي قوانینو نه رعایت په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي عمده علت ګڼل کېږي.

04.09.2020 ازادي راډیو

ارزګان کې د دارالمعلمین فارغین: تحصیلي ډیپلومونه دې راکړل شي

ارزګان کې د دارالمعلمین فارغین وايي، تحصیلي ډیپلومونه دي ورکړل شي. دوی وايي، څلور کال کېږي چې فارغ شوي خو تراوسه پورې ډیپلومونه يې نه دي ورکول شوي. دوی دغه راز د ارزګان د دارالمعلمین مسؤلین تورنوي چې له دوی څخه غیري قانوني پیسي اخلي. د ارزګان ولایت د دارالمعلمین مسؤلین هم د ډيپلومونو د ځنډ خبرې تائیدوي خو ژمنه کوي چې دا ستونزه به ډېر ژر هواره کړي. په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي:  

04.09.2020 ازادي راډیو

ناټو د 'الکسي نوالني' مسمومیت په اړه بحث کوي

د ناټو د دفاع وزیران به نن جمعه د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي نوالني د مسمومیت په اړه خبرې وکړي. د ناټو د ۳۰ غړیو تړون به ښايي له روسیې رسماً وغواړي چې د دې قضیې بشپړ او شفاف تحقیقات وکړي، خو تمه نه کېږي چې تر دې ډېر کلک اقدامات اوس اعلان کړي. جرمني د چهارشنبې په ورځ (سېپټېمبر۲) وویل، د سموم پېژندنې ازموینې په زغرده داسې شواهد ښيي چې د کریملین دا سخت منتقد د نوفیچوک به عصب فلجوونکي ماده مسموم شوی دی. دا مواد د پخواني شوروي اتحاد په مهال جوړېدل. ۴۴ کلن نوالني د اګسټ په ۲۰ نېټه له سایبریا څخه مسکو ته په الوتکه کې ناروغ شو او له کبله یې الوتکه په نیمايي لاره کې په اومسک کې کېناستو ته اړ ایستل شوه. ده، مخکې تر دې چې جرمني ته یووړل شي، په اومسک کې دوې ورځې تېرې کړې. د ده روغتیايي حالت نازک دی او اوس د جرمني د برلین په یوه روغتون کې د عاجلې څارنې په خونه کې تر تداوۍ لاندې دی. ډاکترانو دی د کوما په حال کې ساتلی دی. وروسته له دې چې د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل دا قضیه د مسمومیت په وسیله د قتل قصدي هڅه وبلله، دغه هېواد په ناټو او اروپايي اتحادیه کې د خپلو متحدانو له لوري د روسیې پر ضد د ګډ عکس العمل هڅه کوي.   اروپايي اتحادیه په روسیې باندې پر احتمالي بندیزونو غور کوي. د اروپايي اتحادیې له لوري د دې اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیف بوریل پرون په یوه بیان کې پر نوالني د مرګونې حملې هڅه وغندله او له مسکو څخه یې د دې جنایت په اړه د بشپړو تحقیقاتو غوښتنه وکړه. بوریل ویلي، اروپايي اتحادیه د ګډ نړیوال غبرګون غوښتنه کوي او دا خپل حق ګڼي چې مناسب اقدامات وکړي. ده دا هم ویلي چې پر جرم سترګې پټول به ونه زغمل شي. روسیې د نوالني په قضیه کې لاس لرل رد کړي دي. د ولسمشر پوتین ویندوی دیمیتري پیسکوف پرون وویل، په جرمني او اروپايي اتحادیه کې له خپلو شریکو هیوادونو غواړي د قضاوت په کولو کې له بیړې کار وانخلي.   په همدې حال کې د امریکا د کانګریس غړیو د ولسمشر ټرمپ له حکومته غوښتي چې د دې مسئلې په خاطر پر روسیې هغه بندیزونه ولګوي چې کانګریس تصویب کړي دي. نوالني، چې د اپوزیسیون مشر او د فساد ضد کمپاینر دی، پخوا په ځلونو نیول شوی او حملې پرې شوي دي دی سربیا ته د فساد پر ضد د تحقیقاتو او په روان سېپټېمبر کې په سیمه ییزو انتخاباتو کې د اپوزیسیون د مشرانو د ملاتړ لپاره سایبریا ته تللی و.

04.09.2020 ازادي راډیو

نادري: طالبان دې د سولې طلايي فرصت له لاسه نه ورکوي

د سولې په چارو کې د دولت وزیر له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې لپاره راغلی «طلايي فرصت» له لاسه نه ورکړي. سید سعادت منصور نادري پرون دغه وزارت ته د خپلې رسمي معرفۍ په غونډه کې وویل: "حکومت د سولې لپاره مهم ګامونه اخیستي، چې د ملي پخلاینې عالي شورا تشکیل، د طالب بندیانو خوشې کېدل او د مرکچي پلاوي جوړېدل دي." د سولې په چارو کې د دولت وزارت په خپله اعلامیه کې د ښاغلي نادري له قوله لیکلي، چې له طالبانو یې غوښتنه کړې، د سولې خوب په واقعیت بدل کړي. امنیت شورا پرون د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د بشپړېدو خبر ورکړ. د بندیانو تبادله د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره اساسي شرط بلل شوی دی.

04.09.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more