ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د سولې له مذاکراتي ډلو د لرغون پېژندونکو غوښتنه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال په حکومت او طالبانو غږ کوي چې د سولې په پروسه کې د افغانستان کلتوري میراثونه او تاریخي ځایونه خوندي کړي. د کلتوري میراث ټولنه نن په کابل کې پرانیستل شوه او بل پلو په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شوي. نور په راپور کې:

14.09.2020 ازادي راډیو

تېر ۲۴ساعته د نړۍ په کچه تر بل هر وخت د کویډ۱۹ زیاتې پېښې ثبت شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د ریکارډ تر کچې زیاتې شوي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د نړۍ په کچه تر بل هر وخت د کرونا ویروس زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې شمېر یې درې لکه اووه زره ۹۳۰ ته رسېږي او په دې موده کې ۵۵۰۰ کسان مړه شوي دي. د کرونا وایروس د زیاتو مثبتو پېښو راپور له هندوستان، د امریکا له متحدو ایالتونو او برازیل ورکړل شوی دی. له تېر میلادي کال راهیسې چې کرونا ویروس خپور شو، په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې تر ۲۸ میلیونو او ۹۰۰زرو اوښتي، تر نیمايي زیاتې پېښې د امریکا په لویه وچه کې ثبت شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په هندوستان کې پرون یکشنبه د کرونا ویروس ۹۴زره ۳۷۲ نوې پېښې، په امریکا کې ۴۵زره ۵۲۳ او په برازیل کې ۴۳زره ۷۱۸ تازه پېښې ثبت شوې دي. د امریکا په متحدو ایالتونو او هندوستان کې د ۲۴ ساعتونو په لړ کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان له کرونا ویروس مړه شوي، په برازیل کې بیا د ۸۷۴ کسانو مړینه ثبت شوې ده. هندوستان د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له اړخه، د امریکا تر متحدو ایالتونو وروسته په دویم کتار کې راځي. په هندوستان کې یوازې په اګسټ میاشت کې د کرونا ویروس نږدې ۲ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې، چې د نړۍ په کچه په یوه میاشت کې تر ټولو لوړ شمېر دی. د سپټمبر میاشتې له پيله په دغه هېواد کې په ورځني ډول تر ۱۰۰۰ زیات کسان په کرونا ویروس مري. برازیل، چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په کې تر ۴ مبلیونو اوښتی، تر امریکا او هندوستان وروسته په درېیم کتار کې راځي او تر یولک او ۳۱۰۰۰ د زیاتو کسانو مړینه په کې ثبت شوې، چې د لاتینې امریکا په سطحه د مړینو تر ټولو لوړ شمېر دی. د امریکا متحد ایالتونه چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په کې تر ۶ میلیونو اوښتی، د جدول په سر کې دی او په دې ویروس د یو لک او ۹۴۰۰۰ کسانو مړینه په کې ثبت شوې ده. د اروپا په ځینو هېوادونو کې هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې په ورځني ډول په زیاتېدو دي. چارواکو په ځینو کرونا ځپلو سیمو کې بیا محدودیتونه لګولي، له خلکو یې غوښتنه کړې، چې ماسکونه وکاروي او له یوبله جسمي فاصله رعایت کړي.

14.09.2020 ازادي راډیو

په شپږیزه لیګ کې روغتیایی تدابیر

هره ورځ یوه ډله ډاکتران لوبغالي ته په راغلو کسانو په سلګونو ماسکونه ویشي څو روغتیا یې تضمین شي او له کرونا ویروسه په امان پاتې شي. فرید الله سعادت یې په اړه نور جزئیات وړاندې کوي:

13.09.2020 ازادي راډیو

په افغانستان کې د اهنګري کسب د منځه تلو په حال کې

د کابل ښار په مرادخانۍ سیمه کې پښګران یا اهنګران وایي چې دوی هر یوه څو لسیزې دغه کسب ترسره کړی خو اوس د بهرنیو تولیداتو د کارولو له امله د دوی کاروبار د له منځه تللو په حال کې دی. لېمه هادي پرې راپور لري:

13.09.2020 ازادي راډیو

همکار: افغان حکومت په پېښور کې زما د تدریس ۱۵ کاله خدمت نه حسابوي

د دې اوونۍ د انصاف په لټه کې د پروګرام موضوع، د ګل ملاهمکار په نامه د یوه ښوونکي ستونزې ته ځانګړې شوې. ښاغلی همکاری وايي، ۱۵ کاله یې د پېښور کې د کډوالۍ په دوران کې د افغانانو ښوونځیو کې تدریس کړی او اوس کابل ته راغلی خو دغه ۱۵ کاله دوره یې په رتبه کې نه ده حساب شوې. دغه موضوع د پوهنې وزارت له مرستیال وزیر محمد ابراهیم شینواري سره شریکه شوې ده چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:    

13.09.2020 ازادي راډیو

عبدالله: خوشحاله یم چې د سولې بهیر پیل شو

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، دوی تېره ورځ د دې بهیر د پرانیستې شاهدان وو او افغانانو هم ترې هرکلی کړی. نور په ویډیو کې:

13.09.2020 ازادي راډیو

د بين الافغاني مذاکراتو په اړه د حنيف اتمر تازه څرګندونې

د بين الافغاني مذاکراتو په اړه د حنيف اتمر تازه څرګندونې

13.09.2020 ازادي راډیو

بریتانیا کې د کرونا ویروس د یوه پرمختللي واکسین آزمیښت بیا پیلېږي

په بریتانیا کې د کرونا ویروس د یوه پرمختللي واکسین آزمیښت نن بیا پیلېږي. دغه آزمیښت تېره اونۍ وروسته له دې وځنډول شو چې د آزمیښت یو برخه وال په یوې ناروغې اخته شو.  د کرونا ویروس د واکسین جوړولو هڅې چیرته رسېدلي دي؟ آزمیښت ولې ځڼدول شوی او جزئیات څه دي؟  نورواکسینونه هم سته چي کار پری روان وی ؟ دغه آزمیښت د آسټرازینیکا د درمل جوړونکې کمپنۍ او د آکسفور پوهنتون لخوا ترسره کېږي.  برتانوي چارواکو دآزمیښت د بیا پیل اجازه ورکړې ده.  آسټرازینیکا کمپنۍ دا هم وايي چې ددغه واکسین آزمیښت په برازیل کې سبا پيلوي او هلته یی هم اجازه ترلاسه کړې ده.  د بریتانیې روغتیا وزیر مات هانکوک د آزمیښت د بیا پیل هرکلی وکړ او خپل ټویټ کې یې وویل: "دا د هرچا لپاره ښه خبر دی."   آسټرازینیکا کمپنۍ د تيرې سې شنبې په ورځ د دغه واکسین آزمیښت وروسته تر دې وځنډاوه چې یو تن د هغو کسانو چې په داوطلبانه توګه یې دغه آزمیښت کې برخه اخیستې ناروغ شو.  د آکسفورد پوهنتون ځکه د دغې ناروغۍ په هکله توضیحات ورنه کړل چې په آزمیښت کې د برخه اخیستونکوو معلومات محرم ساتل کېږي.  خو د آسټرازینیکا کمپنۍ یو ویاند د اونۍ په پیل کې وویل چې یوې برتانوۍ ښځې شدید عصبي اعراض څرګند کړل او له دې کبله آزمیښت وځنډول شو.  د آکسفورد پوهنتون وویل په دغه ډول پراخو آزمیښتونو کې امکان لري ځینې برخه وال ناروغه شي او هرحالت باید په دقت او احتیاط وڅېړل شي ترڅو د مصئونیت ډ‌اډ ترلاسه شي.  د نړیوالې روغتیا سازمان ویلي دي چې د آزمیښت ځنډ‌ول باید دې ویښتیا یوه علامه په دې معنی وګڼل شي چې د واکسین جوړول لوړې ژورې لري.  د آسټرازینیکا دغه واکسین چې ورباندې کار کوي د نړۍ په سطحه د هغو نهو واکسینونو څخه یو دی چې د آزمیښت درېیم پړاو ته رسېدلي دي.  دغه کمپنۍ وايي چې تراوسه يې په نړۍ کې اتلسو زرو کسانو ته دغه واکسین ورکړی دی.  هغه کسان چې په دغه آزمیښت کی داوطلبانه برخه اخلي د بریتانیا، برازیل، جنوبي افریقا او د امریکا د متحدو ایالاتو څخه دي چې دغه هېوادونه د کرونا وبا د نړۍ په سطحه سخت ځپلي دي.  په جاپان او روسیه کې هم دغه آزمیښت ترسره کېږي.  د دغو واکسینو آزمیښت په داسې حال کې جریان لري چې د جانز هاپکنز د احصائي په اساس د کرونا ویروس د مړو شمیر په نړۍ کې ۹۱۹ زرو کسانو او د اخته کسانو شمېر اته ویشت میلیونه او شپږلکو کسانو ته رسېدلی دی.

13.09.2020 ازادي راډیو

طالبان: دوحه کې بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډه سوله ییزه وه

قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی د تېرې ورځې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې له فضا خوښ برېښي. قطر کې د ازادي راډیو خبریال راتب نوري د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال ملا احمد الله وثیق سره د دې غونډې پر جزئیاتو خبرې کړي. نور په ویډیو کې:

13.09.2020 ازادي راډیو

زرګونه افغان ښځو په خپلو لیکلو پیغامونو او وړاندیزونو کې څه غوښتي؟

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر پنځلسو زرو زیاتو ښځو د سولې په اړه خپل پيغامونه او وړاندیزونه پر سپینو ټوکرو ولیکل او لاسلیک کړي یې کړل. دوی دا اقدام د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ په همکارۍ کړی. ملالۍ بشیر د دې بنسټ له مرستیالې فروزان رسولي سره پر همدې موضوع خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلي چې په دې لیک کې د ښځو د اساسي غوښتنې څه دي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:    

13.09.2020 ازادي راډیو

خلیلزاد: خبرو کې پرمختګ راتلونکی ګام دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د سولې خبرو کې باید افغانان د خپل هېواد اوږدمهالې ګټې په خپلو شخصي ګټو مخکې کړي. نوموړې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ازادي راډیو په شمول د څو رسنیو خبریالانو ته وویل، د دواړو خواوو مرکچیان د افغانستان د راتلونکو نسلونو په وړاندې مسولیت لري

12.09.2020 ازادي راډیو

د سولې بین الافغاني خبرو د پیل په تړاو د ځینو مېرمنو نظریات او اندېښنې

د سولې بین الافغاني خبرو د پیل په تړاو د ځینو مېرمنو نظریات او اندېښنې. د ازادي راډیو خبریالې یو شمیر فعالې مېرمنې غږولي دي. نور په ویډیو کې:

12.09.2020 ازادي راډیو

بین الافغاني مذاکراتو ته د عامو خلکو هیله مندي

کابل میشتي وايي، چې په دوحه کې روان مذاکرات کولای شي روانه جګړه پای ته ورسوي او افغانستان د یوې تلپاتې سولې شاهد شي. فرید الله سعادت له نور جزئیاتو سره:

12.09.2020 ازادي راډیو

پومپیو په قطر کې: تاسو د راتلونکو نسلونو لپاره هم پرېکړه کوئ

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو په پیل کې وویل چې دوی یوازې د خپل نسل لپاره نه، بلکې د افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره هم ګام اخلي. پومپیو له ګډونوالو وغوښتل چې له دې تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي.

12.09.2020 ازادي راډیو

د طالبانو پلاوي کې ولې ښځې نشته؟

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم دې ته ځواب وایي چې ولې یې پلاوي کې ښځې نشته، ولې یې د بېلابېلو قومونو استازي پلاوي کې حضور نه لري. نور په ویډیو کې:

12.09.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more