شاته

پاکستاني پولیس وایي پنجاب کې یې د داعش څلور ترهګر وژلي

په پنجاب کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو (سي‌ ټي ډي) دعوه کړې ده چې دترهګرې ډلې داعش وسله والو سره یې مقابله کې څلور ترهګر وژلي اؤ درې ترې ژوندي تښتیدلي دي.

د اتوار په ورځ د ترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو ویاند مطبوعاتو ته ویلي چې دداعش جنګیالو سره دپولیسو دا مقابله د بهاولپور سیمې داعظم چوک ترڅنګ په ذخیره ځنګل کې شوې ده.

پولیسو دعوه کړې چې څلور ترهګر یې وژلي اؤ دهغوئ‌ پېژندګلو یې د امان الله،عبدالجبار،رحمان علي اؤ علیم په نومونو کړې ده .

خو وسله والې ډلې داعش لا تر دې مهاله دپاکستاني پولیسو په دې دعوه کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.

پولیس دا هم ویلي چې د وسله والو نه یې لاسي بمونه اؤ نورې عصري وسلې هم ترلاسه کړي اؤ هغوئ پلان درلودو چې په دې وسلو بهاولپور کې د لږکیو یوه عبادتخانه په نخښه کړي خو وایي دغه پلان یې شنډ کړل شوی دی.

په پاکستان کې زیاتره وخت پولیس په مقابلو کې دترهګرو د وژلو دعوه کوي خو زیاتره مهال په دغو دعوؤ دشک څرګندونې هم کیږي اؤ د پلټنو نه وروسته زیاتره پولیس مقابلې جعلې ختلي چې پکې هغوئ د محکمې ترشا بېګناه خلک وژلي.

په دې وروستیو کې دپاکستان په یو شمیر سیمو کې په پولیسو اؤ نورو امنیتي ځواکونو بریدونه شوي چې پړه یې دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې خو پاکستاني چارواکي وایي چې ترهګر تنظیم داعش یې پخپله خاوره پیاوړي کیدلو ته نه دی پریښی