شاته

افغانستان: تاوتریخوالی د تیرې اونۍ په پرتله 300 فیصده زیات شوی

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د خالي- شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې د روژې میاشتې په دریمه اونۍ کې د وسله والو طالبانو لخوا 79 ملکي وګړي وژل شوي او 218 نور ټپیان شوي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند وویل چې ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د افغانستان په 21 ولایتونو کې د طالبانو لخوا په مخامخ ډزو او سړک غاړې ماین چاودنو کې اوښتې ده چې نسبت تیرې اونۍ 300 سلنه زیاتوالی ښيي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه چې د ولسمشر غني تر امر وروسته د افغان ځواکونو په عملیاتو کې 249 طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د اففانستان د دفاع وزارت هم ویلي چې د ولسمشر اشرف غني د امر وروسته افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پرضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د دفاع وزارت ویلي دا مهال د افغانستان په اووه ولایتونوکې افغان امنیتي ځواکونو هوايي، ځمکني اوچاڼیزعملیات دوام لري او په تیرو 48 ساعتونو کې په لسګونه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني په کابل او ننګرهار کې درې ورځې وړاندی د خونړي بریدونو وروسته د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پرضد د پراخه کچې عملیاتو کولو غوښنه کړی وه.

د تیرې سې شنبې- نهې په ورځ په کابل کې په روغتون شوي بريد او ننګرهار کې په يوه جنازه شوي ځانمرګي بريد کې 56 تنه ملکي وګړي ووژل شول او شاوخوا 90 تنه ژوبل شول.

ولسمشر غني د دغه بریدونو په غبرګون کې افغان ځواکونو ته امر کړی و چې له دفاعي حالت څخه ووزي او د طالبانو پر ضد عملیات پيل کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني د دغو بريدونو زمه واري په داعش او طالبانو ور اچولې وه.

طالبانو د کابل او ننګرهار په دواړو بريدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

د ننګرهار په جنازه د شوي ځانمرګي بريد ‌ذمه واري داعش منلې وه.