شاته

هلمند کې ۱۰۰ تنه د طالبانو له زندانه راخوشيې کړل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په هلمند کې سل تنه د طالبانو له قیده ازاد شوي دي.

له دغه وزارته په خپرې شوي خپرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د نهرسراج، مارجې او نوزاد په ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې له طالبانو راخلاص شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ددغه کسانو د هویت په اړه به جزئیات وروسته خپاره شي، خو پکې نه دي ویل شوي چې ددغه کسانو د راخلاصېدو عملیات کله ترسره شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.