شاته

په پاکستان کې د حکومت له لوري د بندیزونو نرموالي ته خوشحالۍ او اندېښنې

په پام کې ده چې په پاکستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په لګول شويو محدودیتونو کې نرموالی راشي.

په پاکستان کې تر اوسه له ۲۵ زرو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

صدراعظم عمران خان وايي د دې ناروغۍ له کبله د مړینو د شمېر له څېړنې وروسته ښکاري چې د خطر کچه هومره لوړه نه‌ده، نو ځکه حکومت د ځینو کسبونو او کاروبارونو پیل ته اجازه ورکوي.

په پاکستان کې ځیني خلک له دې کبله خوشحاله دي چې حکومت د کرونا ویروس د وبا د مخنیوي په مقصد لګېدلي محدودیتونه له‌منځه وړي، خو یو شمېر نور اندېښنه لري ځکه چې په دې هېواد کې تر اوسه د دې ناروغۍ سرایت مخ په ځوړ نه‌دی.

محمد بابر چې په پلازمېنه اسلام‌اباد کې په یوه رستورانت کې کار کوي وايي د ورځني کاروبار پیل ښه زېری نه‌دی او وايي چې لومړی باید کرونا له‌منځه ولاړه شي او بیا کاروبار پیل شي.

پاکستان کې بېرته پرانیستل شوی بازار
پاکستان کې بېرته پرانیستل شوی بازار

ښاغلی بابر زیاتوي: "محدودیتونه باید لیرې نه‌شي ځکه چې کرونا ویروس تر اوسه تر کنټرول لاندې نه‌دی راغلی. هغه مهال چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر اووه زره تنه و، محدودیتونه ولګول شول. هغه مهال دا ویروس یو څه تر کنټرول لاندې و، خو د محدودیتونو له لیرې کېدو سره‌یې سرایت زیات شو. اوس هم فرصت شته چې لومړی د ویروس مخه ونیسي او بیا محدودیتونه لیرې کړي."

خو ټول د بابر په څېر فکر نه‌کوي. ځیني نور وايي، د محدودیتونو له کبله سخت زیانمن شوي.

محمد صدیقي چې په اسلام‌اباد کې دکان لري له دې کبله خوشحاله دی چې کاروبار بیا پیلېږي.

ښاغلی صدیقي وايي: "دا ډېر ښه خبر دی چې له شنبې ورځې څخه دکانونه پرانیستل کېږي او کاروبار بیا پیلېږي. فکر کوم په راتلونکو ۱۶، ۱۷ ورځو کې به زموږ وضعیت بېرته ښه شي."

په پاکستان کې له ۲۵ زرو زیات خلک په کرونا ویروس اخته شوي او نږدې ۶۰۰ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

پاکستان شااوخوا ۲۲۰ میلیونه نفوس لري او د کرونا ویروس د مخنیوي په مقصد لګول شویو بندیزونو د میلیونونه وګړو کاروبار زیانمن کړ.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د ټلوېزیوني وینا پر مهال
د پاکستان صدراعظم عمران خان د ټلوېزیوني وینا پر مهال

د پاکستان صدراعظم عمران خان د پنجشنبې په ورځ وویل چې روان محدودیتونه به په څو پړاوونو کې کم شي. د عمران په وینا د مې له نهمې نېټې څخه به ځیني محدودیتونه په لومړي ګام کې لیرې شي.

ښاغلي خان وویل چې کرونا د کنټرول وړ ده: "د مړینو شمېر زیات شوی دی، خو دا زیاتوالی سوکه دی. موږ په دې پوهېدو چې تلفات به مو زیات شي، خو زموږ اندېښنه له دې وه چې د مړینو شمېر ناڅاپه زیات نه‌شي، داسې چې د ناروغانو لپاره به روغتونونه نه‌وي."

د حکومت د پرېکړې له مخې په لومړي ګام کې دکانونه، پلورنځي او کوچني بازارونه پرانیستل کېږي، خو د خرڅلاو لوی بازارونه به چې د خلکو ګڼه ګوڼه په‌کې زیاته ده بند وي.

ښوونځي به د جولای تر نیمايي پورې بند وي او د ټرانسپورتي وسایطو محدودیتونه به تر نامعلومې نېټې پورې پر ځای پاتې وي.

پاکستان کې یو ښوونځی چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله تړل شوی
پاکستان کې یو ښوونځی چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله تړل شوی

د پاکستان د پلان وزیر سید عمر ویلي چې کوچني او لوی پلورنځي به له شنبې وروسته د مازیګر تر پنځو بجو پورې پرانیستي وي.

له دې مخکې صدراعظم عمران خان لمونځ کوونکو ته اجازه ورکړې وه چې د روژې په مبارکه میاشت کې د جماعت لمونځ په جوماتونو کې ادا کړي، خو د پټان په نوم د یوې غیر حکومتي ټولنې څېړنې ښيي چې په جوماتونو کې هېڅ‌راز وقایوي تدابیر لکه د خلکو ترمنځ جسمي واټن، د ضد عفوني موادو کارول او له ماسکونو څخه استفاده په پام کې نه‌نیول کېږي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان حکومت د هېواد د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله د محدودیتونو د لیرې کولو پرېکړې ته اړ وتی دی.

د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک د اټکلونو له مخې اوسنی حالت ښايي پاکستان په راتلونکي کې د یوه لوی اقتصادي بحران خوا ته بوځي.