شاته

په امریکا کې کرونا ویروس او د تاریخي بې‌کارۍ اندېښمنوونکی بحران

د کرونا ویروس له خپرېدو سره په اپرېل میاشت کې په هرو اوو کې یوه امریکايي خپله دنده له لاسه ورکړې.

د امریکا د کارګرۍ وزارت د راپور له مخې دا په امریکا کې له ۱۹۳۰م لسیزې راهیسې لومړی ځل دی چې دومره ډېر خلک بې‌دندې کېږي.

وروسته له هغه چې په امریکا کې کرونا ویروس په چټکۍ سره خپور شو، ګڼ تجارتونه او شرکتونه وتړل شول او په نتيجه کې يې خلک له دندو وایستل شول.

د امریکا د کارګرۍ وزارت د جمعې په ورځ د مې میاشتې په اتمه نېټه راپور ورکړ چې په دې هیواد کې په تېره اپرېل میاشت کې ۲۰،۵ میلیونه کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

دا په تاریخ کې په یوه میاشت کې دننه د بې‌کاره شویو کسانو تر ټولو لوی شمېر دی. له دې سره په امریکا کې د بې‌کارۍ کچه ۱۴،۷ فیصده ته رسېدلې ده.

په امریکا کې تش سوپر مارکېټ
په امریکا کې تش سوپر مارکېټ

کرونا ویروس د امریکا اقتصاد له سخت رکود سره مخامخ کړی. په تېرو ۱۹ کلونو کې د امریکا اقتصاد زیاته وده کړې وه. په تېرو ۵۰ کلونو کې لومړی ځل د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د بې‌کارۍ تر ټولو کمه کچه ثبت شوې وه چې ۳،۵ فیصده وه، خو د کرونا ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو له کبله امریکا یوازې په یو څو اوونیو کې هغه لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.

د دې ویروس له کبله له رستورانونو نیولې د سپورټ تر لوبغالو، تر هوټلونو ټول اړ شوي چې خپل فعالیت ودروي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې روان کال یو ځل بیا په ولسمشريزو انتخاباتو کې کاندید دی، د جمعې په ورځ د مې میاشتې په اتمه نېټه وویل چې د کرونا ویروس له محدودېدو سره به خلک ډېر ژر وکړای شي خپلې دندې پیل کړي.

د الکترونیکي موټرو جوړوونکي شرکت ټيسلا اعلان کړی چې په کالیفورنیا ایالت کې به خپله کارخانه بېرته پرانیزي، خو د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې به دکانونه، رستورانونه، موزیمونه او نور تجارتونه تړلي وي.

په امریکا کې د کرونا ویروس ۱،۳ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوي چې د نړۍ پر کچه تر ټولو لوی شمېر دی او په دې هېواد کې تر ۷۶،۰۰۰ زیات په کرونا ویروس اخته کسان مړه شوي دي.

امریکا کې روغتیايي کارکوونکي پر سړکونو د خلکو د معاینه کولو پر مهال.
امریکا کې روغتیايي کارکوونکي پر سړکونو د خلکو د معاینه کولو پر مهال.

د امریکا په ټولو ایالتونو کې د کرونا ویروس معاینات دوام لري او په همدې حال کې د نویو ثبتېدونکو پېښو شمېر کم شوی دی.

په اپرېل میاشت کې د تاریخي بې‌کارۍ کچه د اقتصاد پوهانو د اټکل تر اوسط لږ لوړه ده. اقتصاد پوهانو اټکل کړی وو چې په دې هېواد کې به په اوسط ډول ۲۲ میلیونه کسان خپلې دندې له لاسه ورکړي، خو ځيني کسان چې دندې يې له لاسه نه‌دي ورکړي، د تجارتونو د ورو کېدو له کبله‌يې د ورځې کاري ساعتونه کم شوي دي.

په اپرېل میاشت کې د هغو کسانو چې کمې پیسې ګټي لکه د رستورانونو د کارکوونکو یا هټۍوالو، اوسط مزد ۷،۹ فیصده لوړ شو.