شاته

دوه کمپنیانې وايي کرونا وایرس وېکسین یې د ازموینې دپاره امریکې ته ورکړو 

دوا جوړونکو دوو کمپنیانو ویلي د کرونا وایرس تجرباتي وېکسین یې په انسانانو د ابتدايي ازموینو دپاره امریکې ته وسپارلو.

د امریکې دوا جوړونکي کمپنۍ فایزر او د جرمني بایوټېک ایس ايي کمپنۍ وویل که چېرې د وېکسین ازموینې یا ټېسټونه کامیاب شول نو دوی کولی شي چې د سږ کال تر اخېره پورې د کرونا وایرس خلاف دغه دوا په عامه کچه د استعمال دپاره تیاره کړي.

دا به لومړی وېکسین وي چې په امریکا کې د استعمال دباره به اجازت ورکړی شي.

د جانز هاپکنز یونیورسټۍ ترمخه تر اوسه په امریکا کې کرونا وایرس یو مېلین کسان بیماران کړي او د وبا له امله ۶۹۰۰۰ کسان مړه شوي دي. دا په دنیا کې د کرونا وایرس د مرګونو تر ټولو لویه شمېره ده.

فایرز او بایوټېک اېس ايي وویل دوی اېم اراېن ټېکنالوجي استعمالوي چې له امله یې خپل وېکسین زر تیارولی شي.

د امریکې موډرنه نومې کمپني د حکومت سره په شراکت په یو وېکسین کار شروع کړی دی او د لومړي پړاو ازموینې یې شروع شوي دي.

فایزر امید څرګند کړی دی چې د امریکې فوډ اینډ ډرګ محکمه به د دوی وېکسین ته د اکتوبر د میاشت پورې منظوري ورکړي.