شاته

کرونا ویروس ډېرو هېوادونو ته میلیاردونه ډالر زیان واړوه، خو پاکستان‌یې فرصت ګڼي

د کرونا وبا خپرېدو په ټوله نړۍ کې اقتصادي فعالیتونه په ټپه درولي او له دې پلوه ډېرو هېوادونو ته د میلیاردونو ډالرو زیانونه اوښتي دي.

خو پاکستان چې اقتصاد یې د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې هم ډېر کمزوری شوی و، هڅه کوي له دې فرصت څخه د خپل ځپل شوي اقتصاد د رغونې په مقصد کار واخلي او په دې ترڅ کې یې د مرستو ژمنې هم ترلاسه کړې دي.

د چارواکو څرګندونې ښيي چې پاکستان چې د خپل ځپل شوي اقتصاد د ودې لپاره د نړیوالو پاملرنه ځان ته اړولې، د کرونا وبا ته د خپلو پخوانیو اقتصادي ستونزو د حل او د کورنیو سرچینو د وېش د سیستم د نوي کولو د یوې وسیلې په سترګه ګوري.

خو معلومه نه‌ده چې ایا د دې پلان ګټه به لسګونه میلیونه بې‌وزلو خلکو ته ورسېږي او که به پر ټولو امکاناتو د پاکستان د ځواکمن پوځ ولکه او واکمني تر دې هم زیاته کړي.

په پاکستان کې دننه د دې مرستو د وېش په برخه کې د پوځ د رول په اړه هم اندېښنې څرګندېږي.

په پاکستان کې 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څه کم ۵۰۰ کسان وژلي دي، خو اغېز یې پر میلیونونو کاري فرصتونو او کوچنیو بزنسونو تر دې هم زیات دی.

د پانګونو او اقتصادي چارو شنونکي، علي نادر د ازادي راډیو انګلیسي ژبې وېب‌پاڼې ګندهارا ته وویل چې د کرونا بحران ښايي د پاکستان لپاره نور مالي فرصتونه رامنځته کړي، خو په‌کار ده چې دا فرصتونه په روغتیايي تأسیساتو او نورو پرمختیايي برخو کې ولګول شي.

پاکستان
پاکستان

ښاغلی نادر وايي چې پاکستان له کرونا مخکې د جاري حساب او بودجې په برخو کې له کسر سره مخامخ و. په داسې حال کې چې اسلام‌اباد پوځ ته خورا لویه بودجه ورکوي، د خپلو څه باندې ۱۰۰ میلیارد ډالرو پورونو پر پرې کولو هم ډېرې پیسې لګوي.

په داسې حال کې چې حکومت پر مالیه ورکوونکو فشار زیات کړی، د سود د بیې د لوړېدو او پر وارداتو د زیاتېدونکو تعرفو له کبله په پاکستان کې انفلاسیون هومره زیات شو چې کچه‌یې په جنوري میاشت کې ۱۴،۶ ته اوچته شوه.

خو ښکاري چې د کرونا وبا له کبله وضعیت بدل شوی. په مارچ میاشت کې چې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر زیات شو، نو صدراعظم عمران خان له اسوشیټډ پرس د خبري اژانس سره په مرکه کې له پور ورکوونکو وغوښتل چې د پاکستان په څېر د هغو هېوادونو پورونه وروبخښي چې له ګواښ سره مخامخ دي.

هغه وویل چې د ده وېره له بې‌وزلۍ او لوږې څخه ده.

په عین حال کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په مالي برخه کې د نړیوالې ټولنې اقداماتو پاکستان ته د پام وړ مالي امکانات په لاس ورکړل او په دې لړ کې یې لا له اوسه د پیسو له نړیوال صندوق، نړیوال بانک او اسیايي پراختیايي بانک څخه د ۲،۷ میلیارد او د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو «جي-۲۰» له اعانې څخه‌یې د ۱،۸ میلیارد ډالرو مرستو ژمنې ترلاسه کړې دي.

نړیوال بانک
نړیوال بانک

د پاکستان حکومت له اقتصادي بحران څخه د هېواد د ژغورنې لپاره د څو میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستې یو پلان اعلان کړی او همداراز میلیونونه بې‌وزلو خلکو ته‌یې څو سوه میلیونه ډالره نقدي مرسته وکړه، خو تر اوسه‌یې د نورو هېوادونو په څېر د پوځ په لګښتونو کې کموالی نه‌دی راوستی.

د پاکستان پوځ د مالي چارو شنونکې او لیکواله عایشه صدیقه وايي چې د پوځ د مالي سرچینو د کمولو امکان ډېر کم دی. مېرمن صدیقې ګندهارا وېب‌پاڼې ته وویل دا برعکس باور لري چې د نړیوالو مرستې هم د پوځ په ولکه کې دي، خو کېدای شي چې یوه برخه‌یې د پاکستان د پورونو پرې کولو ته هم ځانګړې شي.