شاته

وزیر اعظم عمران خان وايي لاک ډاون ختموي خو نېټه یې نه ده اعلان کړې

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي حکومت یې فیصله کړې چې په راتلونکو ورځو کې به په لاک ډاون کې پړاو په پړاو نرمي کولی شي او اقتصادي هلو ځلو ته به د پرانیستل کېدو اجازت ورکړی شي خو دا یې نه دي ویلې چې په دې اعلان به د کله نه عمل پېل کړي.

د خپل ګوند پاکستان تحریک انصاف د قومي او صوبايي اسمبلېو غړو ته د انټرنېټ د لارې خپلې خصوصي وېنا کې عمران خان وویل چې په لاک ډاون کې د نرمۍ راوستو ترڅنګ به اقتصادي وضعیت او د عام ولس ستونزې هم په پام کې ساتي.

وزیراعظم خان د اعلان نه څو ورځې وړاندې د پاکستان د تاجرانو مرکزي اتحادیي ګواښونه کړي وو چې د لاک ډاون نور غزول ورته د قبلولو وړ نه دي او د مۍ لسمې نېټې نه به خپل کاروبارونه ضرورپرانځي.

وزیر اعظم په دې موقع وویل چې د لاک ډاون ختمولو لپاره یې یوه مکمله لارښونه تیاره کړې ده او باېد د پارلیمان غړي د دې په عملي کولو کې خپل فعاله رول ولوبوي.

د پاکستان د تاجرانو مرکزي تنظیم سینیر ناېب صدر حاجي افضل خان وي او ای ډیوه ته د وزیر اعظم دلاک ډاون د ختمولو د اعلان په غبرګون کې وویل که څه هم دوی د وزیر اعظم په خبره ډېر اعتبار نه کوي خو بیا یې هم په مرحله وار توګه د کاروبارونو د پرانستلو د فیصلې هرکلی کوي. هغه وویل د تاجرانو ضلعي او صوبايي تنظیمونو حکومتي چارواکو سر د غونډو په وخت په دې لړ کې خپل وړاندېزونه ورکړي دي.

حاجي افضل وویل چې دوی هم پرېشانه یو ځکه چې یو خوا ډانګ دې او بل خوا پړانګ ، یو خوا کرونا وبا ده او بل خوا یې کاروبارونه خراب شول او په مېلینونو خواریکښ بېروزګاره شول.

حاجي افضل زیاته کړه د خفګان خبره دا ده چې هسې هم لاک ډاون تش په نوم دی د لاس ګاډو کاروبارونو ته اجازت ورکړی شوی، د سبزیانو منډاهۍ پرانېستې دي او په جوماتو کې د خلکو ګڼه ګوڼه وي نو بیا یواځې دکانونه بندول به د کرونا خورېدو په مخنیوي کې څه ګټه وکړي؟

د پاکستان د منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقي وزیر اسد عمر د اتوار، یکشنبې، په ورځ ویره څرګنده کړه چې په هېواد کې د کرونا وبا په خاطر د روان لاک ډاون له وجې تر اتلس میلینه پورې خلک بېروزګاره کېدی شي.

اسد عمر وویل د روان لاک ډاون په محال لس لکه واړه کاروبارونه بند شوي دي او یواځې د اپرېل په میاشت کې د ټېکسونوپه مد کې ۱۱۹ اربه روپۍ کمې راټولې شوي دي.

د یادونې وړده چې د تحریک انصاف حکومت د عالمي مالیاتي ادارې ايي اېم اېف نه د پنځه اربه ډالرو د قرض دویم قسط اخستو د شرط پوره کولو په خاطر د کال ۲۰۱۹-۲۰ لپاره د ۵۵۰۰ اربه روپو ټېکسونو راغونډولو هدف اېښودی وو.

پاکستان کې ځینو اقتصادي کارپوهانو د کرونا وبا نه وړاندې ویلي وو چې کاروباریانو ته د ۱۳.۵ فیصده سودي قرضونو حکومتي فېصلې په وجه کاروبارونه او په خاصا توګه صنعتونه کمزورې شول او دا ممکنه نه ده چې د ټېکسونو حکومتي هدف ترلاسه کړی شي.

د پاکستان مطبوعات د اقتصادي پرمختیا ادارې د اندازو په بنیاد وايي چې د کرونا وبا له وجې تر ۲۰ میلینو نه تر ۷۰ میلینو پورې خلک د غربت د کرښې نه لادې راغورځېدلی شي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي