شاته

پاکستان: د ۲۱۶ ډاکټرانو په شمول ۴۴۴ طبي کارمندان کرونا وهلي

د پاکستان مرکزي حکومت لخوا خپرو شوو معلوماتو تر مخه د اپرېل میاشتې اخیرۍ نېټې (۳۰) په ګرد پاکستان کې کرونا وایرس ۴۴۴ طبي‌ کارکونکې اغیزمن کړي. په دغو کې د داکټرانو په ګډون په هسپتالونو کې کارکونکي عملې غړي هم شام دي.

د مرکزي حکومت له خوا خپرو شوو دغه معلوماتو تر مخه په متاثره خلکو کې لویه شمیره په خېبر پښتونخوا کې ده.‌ چرته چې ۱۰۳ هغه کسان کرونا ناروغه کړی چې په هسپتالو کې کارکوي او یا ډاکټران دي.‌

د خېبر پښتونخوا وروسته د ابادۍ په لحاظ تر ټولو لوې صوبې پنجاب کې دغه شمیره ۱۰۲، په سند ایالت کې ۸۶ او په بلوچستان، اسلام اباد، ګلګټ بلتستان او ازاد کشمیر کې ۹۰ طبي کارکونکي کرونا وایرس وهلي.

د مرکزی حکومت د رپورټ ترمخه په ګرد هیواد کې۲۱۶ ډاکټران، ۶۷ نرسانې او ۱۶۱ د صحت نوره عمله یا کارکوونکي شامل دي.

د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې د کرونا وايرس ناروغانو لپاره ځانګړي روغتون یاپوليس سروسز هسپتال ویاند ډاکټر اورنګزیب افریدي وي او ای ډیوه ته ویلي، یواځې د دغه هسپتال پینځه کارکونکي د کرونا وايرس ښکار شوي چې له امله یې په پاتې کارکونکو د کار باریا بوج زیات شوی.

پاکستان کې د خېبرپښتونخوا په شمول د نورو صوبو ډاکټران او نوره طبي عمله د صوبايي‌ او مرکزي حکومته ګیله کوي چې دوي ته حفاظتي سامان په وخت نه دی ورکړل شوی.‌

وي او ای ډیوه سره د خبرو اترو په وخت د ډاکټرانو د ایالتي تنظيم غړی ډاکټر کاشف ویلي، د طبي عملې د کرونا وایرس ښکار کېدل نه یواځې د طبي‌ عملې، د ناروغانو او روغو خلکو لپاره هم د خطرې خبره ده.

ډاکټر کاشف زیاته کړې چې دې حالاتو کې به نه یواځې په هسپتالونو کې په کارکونکو بوج زیات شي، هسپتال ته راتلونکي خلکو ته د کرونا وایرس د انتقال سبب هم ګرځیدلی شي.‌

نوموړي د حکومت نه په سمدستي توګه غوښتنه کړې چې ګامونه پورته کړي چې کرونا وایرس نور د خوریدو مخه ونیول شي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس د لاسه تر اوسه د طبي عملط ۸ کسان مړه شوي دی. لومړی ډاکټر په ګلګت بلتستان، دوېم په سند ايالت او په دې ورستيو کې د پېښور او بلوچستان یو/ يو ډاکټر هم د کرونا وايرس له امله ژوند له لاسه ورکړی وو.

د امريکا غږ يو رپورټ ترمخه د وزيراعظم د صحت سلاکار ډاکټر ظفرمرزا ويلي په پاکستان کې د دوه لکه شل زره نه زيات ډاکټران او نزدې يو نيم لاک نرسنګ عمله موجود ده چې پکې هغه عملې ته د کرونا وايرس نه د ژغورنې سامان ورکړل شوی دی کوم چې نېغ په نېغه د کرونا وايرس ښکار مريضانو علاج کوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی