شاته

د کورونا نوې نښې او په نړۍ کې د کاروبارونو بیا پرانېستل

واشنګټن: د ګل یا دوشنبې په ورځ د امریکا په نورو ایالتونو کې هم د کورونا وایرس له امله د ځینو لګېدلو محدودیتونو د نرمولو چارې پیل شوي او روغتیایي چارواکو د کورونا په نښو نښانو کې ځینې نورې هم ورزیاتې کړې دي.

د امریکا د روغتیا چارواکي وايي، د کورونا په نښو نښانو کې یخني، بیا بیا لړزه، د عضلاتو یا پټو دردونه، سردردي، د ستونې درد او په بوی نه پوهېدل هم کېدای شي د کورونا وایرس نښې نښانې وي.

په امریکا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز یا سي ډي سي تر دې مخکې سردردي، ساه لنډی او ټوخی هم د کوېډ ۱۹ د نښو په توګه یاد کړي وو.

د کولوراډو، مسېسېپي، مونټانا او ټینیسې مشرانو د ګل یا دوشنبې په ورځ د ځینو کاروبارونو بیا پرانېستلو ته اجازه ورکړې.

تر دې مخکې جیورجیا، اوکلاهوما، الاسکا او جنوبي کېرولاینا هم ورته هلې ځلې پیل کړې دي چې خلک له کورونا وایرس څخه د مخه ژوند ته کرار کرار راوړوي.

روغتیايي چارواکي بیا له وخته مخکې د هېواد د پرانېستلو په اړه خبرداری ورکوي او د زیاتو ایالتونو والیانو ویلي، د خلکو د خوندیتوب لارې چارې به پر ځای وي.

په امریکا کې نږدې یو میلیون کسان په کورونا وایرس باندې اخته او شاخوا ۵۵۵۰۰ کسان مړه شوي‌ دي.

نیویارک تر ټولو زیات ځپل شوی چې په ټولې امریکا کې د کورونا د پېښو او مړینو ۳۰ فیصده جوړوي.

د نیویارک ګورنر انډریو کوامو د اتوار یا یکشنبې په ورځ‌ وویل، کله چې د مې په ۱۵ نېټه د هغه لخوا د لاک ډاون امر پای ته رسېږي د ایالت په هغو سیمو کې چې زیاتې نه وې ځپل شوې صنعتي کاروبارونه او د رغونې چارې پیلېدای شي.

هغه وویل، له دوو اونیو ارزونو وروسته به د نورو محدودیتونو د لېرې کولو په اړه پرېکړه کېږي.

د کورونا وایرس له امله د نړۍ اقتصاد هم ځپل شوی. په امریکا کې په تېرو پنځو اونیو کې ۲۶.۵ میلیونه امریکایانو د بې کارۍ له امله د حکومتي مرستو غوښتنه کړې.

د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۴۸۴ بیلینه ډالرو د مرستې یو بېل هم لاسلیک کړ چې له مخې به یې له وړو کاروبارونو او روغتونونو سره چې د کورونا وایرس له امله ځپل شوي مرسته وشي.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوجن د یکشنبې یا اتوار په ورځ ډاډ څرګند کړ چې د امریکا اقتصاد به د کال په دریمه ربعه کې بېرته وده وکړي.

په نیوزیلینډ کې هم له کورونا وایرس څخه په لګېدلو محدودیتونوکې د ګل یا دوشنبی په ورځ نرموالی راغلی داسې چې ځینو ښونځيو او کاروبارونو ته د پرانستل کېدو اجازه ورکړل شوې.

حکومت یې د کورونا وایرس يواځې د پنځو نویو پېښو راپور ورکړی.

په دغه هېواد کې د کورونا وایرس ۱۱۰۰ پېښې او ۱۹ مړینې تایید شوې دي.

د محدودیتونو د نرموالي له امله به کابو څلور لکه کسانو ته اجازه ورکړل شي چې بېرته خپلو کارونو ته ولاړ شي.

ورته تګلاره په ګاونډي هېواد اسټرالیا کې هم غوره شوې او له خلکو غوښتل شوي چې د خپل موبایل له لیارې دې حکومتي کارکونکو ته د هغو خلکو په اړه مالومات ورکړي څوک چې په کورونا اخته کسانو سره نږدې شوې وي.

ددې ترڅنګ په ځینو سختو ځپل شویو هېوادونو کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ د مړو شمېره کمه شوې ده چې ایټالیا، هسپانیه او برتانیه وايي چې د مړو شمېر یې د تېرې یوې میاشتې راهیسې تر ټولو کمې کچې ته رسېدلی.

په برتانیه کې بیا لومړي وزیر بورېس جانسن ته د ګل یا دوشنبې په ورځ کار ته د بېرته راتګ لپاره هرکلی وویل شو.

دی د پرمختللې نړۍ لومړنی مشر وو چې په کوېډ ۱۹ اخته او له همدې امله یې زیاتې شپې د روغتون په بیړنۍ خونه کې تېرې کړې.

هغه په خپل دفتر کې خلکو ته وویل، دی پوهېږی چې خلک په بې صبرۍ سره بیا پرانستلو ته سترګې په لاره دي خو په دې وخت کې به د محدودیتونو له نرمولو سره د ناروغۍ پېښې او مړینې زیاتې او ورسره به اقتصاد نور هم خراب شي.

په ایټالیا کې به په راتلونکې اونۍ کې په لاک ډاون کې نرموالی راشي. په ایټالیا کې د کوېډ ۱۹ له امله کابو۲۷۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له درې میلیونو او پرې د مړو شویو کسانو شمېر له دوه لکه او ۷۰۰۰ څخه زیات شوی دی.