BBC
 شاته

د کورونا ټېسټ څنګه کېږي؟

د انځور حقوق Getty Images

د کورونا وېروس ټېسټ یا ازمېښت له انفلوینزا سره ډېر توپیر نه لري؛ اول بېلګه اخیستل کېږي وروسته پکې وېروس کتل کېږي، چې مالومه شي دا کس په کورونا اخته دی که نه.

د ازمېښت لپاره د پوزې او حلق یا ستوني ترشحات(اوبه) ټولوي او لیبارټري ته یې لېږي چې وګوري د وېروس جنټیک مواد پکې شته که نه.

خو د برتانیا حکومت غواړي دې برخه کې بل ازمېښت هم دود کړي، چې پادتن ازمېښت بلل کېږي.

دې ازمېښت سره مالومېږي چې دا کس پخوا په کورونا اخته شوی که نه.

د ازمېښت لپاره لاړې اخیستل کېږي او په هغو کې جنیټیک مواد د کورونا وېروس د جنټیک کوډ سره پرتله کوي.

اخیستل شوې بېلګې په یوه بوتل کې اچوي او هغه بندوي، لیبارټري ته یې لېږي او هلته یې د (د پلیمراز ځنځیري غبرګون) په نوم تخنیک سره تکثیر او ارزوي.

د وینې ازمېښت هم دا ښودلی شي چې دا کس له دې مخکې هم کورونا شوی که نه. د وینې ازمېښت دا ښيي چې اخته کس د دې ناروغۍ مقابل کې خوندي شوی که نه.

د ازمېښت موخه د خوندیتوب نښې ترلاسول دي چې یوه څاڅکي وینې سره کېږي او د مېندوارۍ ټېسټ ته ورته دی.

د برتانیا حکومت د پادتن درې نیم میلیون ټېسټونه پېرلي، خو باري نه دی چې دا ازمېښتونه کار کوي که نه.

ځینې هېوادونو کې د هغو ډېرو کسانو ازمېښت نه کېږي، چې کمې نښې لري، ځکه د ټېسټ لپاره ډېر کېټونه نشته.

ډېرو هېوادونو کې د کورونا وېروس ټېسټونه تر ډېره ځانګړو لیبارټریو او د روغتونونو او درملتونونو په څېر روغتیايي مرکزونو کې کېږي.

ولې ټېسټ مهم دی

دوه مهم دلیلونه لري، د ناروغ پېژندل او د وېروس د خپرېدو کچې مالومات ترلاسول.

د خپرېدو کچې مالومېدل له روغتیايي نظام سره مرسته کولی شي چې د راتلونکي لپاره پلان جوړ کړي، لکه د ځانګړي مراقبت د برخې وړتیا زیاتول.

ازمېښت کول د ټولنیز واټن په هکله د هوښیارې پرېکړې سره مرسته کولی شي. که روښانه شي چې ډېر خلک په دې ویروس اخته نه دي، ښايي په کور پاتېدل ډېر اړین نه وي.

خو که ازمېښت نه کېږي، ښايي د روغتيايي کادر په ګډون ډېر کسان بې دلیله ځان قرنطین کړي.

دا ټېسټونه څومره کره دي؟

روغتونونو کې دا تشخیصي ټېسټونه ډېر کره دي، خو په دې مانا نه ده، چې په د کورونا ټولې پېښې تشخیص کړي.

که وېروس تازه بدن ته ننوتلی وي لا یې بدن کې اندازه کمه وي، ښايي د ټېسټ ځواب منفي وي.

د ستوني یا حلق له بېخ اخیستل شوې بېلګه هم ښايي پوره وېروس ونه لري او په دې دلیل نتیجه منفي وي.

تراوسه په پادتن ټېسټونو تکیا نه ده شوې.

د برتانیا د روغتیا وزیر مټ هنکوک ویلي، تراوسه ۱۵ پادتن ټېسټونه شوي، خو یو یې هم پوره کره نه دی.

د ازمایښتي چارو یو چارواکی پوهاند جان نیوټن وايي، له چین وارد شوي پادتن ټېسټونه د هغو کسانو لپاره ښه دي چې سخت ناروغ دي، خو د لږ ناروغو په درد نه خوري.