شاته

ایران د ښارونو ترمنځ د لویو لارو او سوداګریزو مرکزونو پرانیستل پیل کړل

ایران د دوشنبې له ورځې په دې هېواد کې د ښارونو ترمنځ د لویو لارو او د لویو سوداګریزو مرکزونو پرانیستل پیل کړل.

ایراني چارواکي وايي، د کرونا ویروس خپرېدل‌یې کابو کړي دي.

د لویو لارو او سوداګریزو مرکزونو له پرانیستو د ایران موخه دا ده چې د دې هېواد هغه خراب اقتصادي وضعیت ورغوي چې هم د کرونا ویروس خپرېدو او هم د امریکا بندیزونو ځپلی دی.

ایران د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کرونا ویروس د خپرېدو وبا زیات ځپلی.

د یو شمېر خلکو وېره دا ده چې په دې هېواد کې د لویو لارو او لویو سوداګریزو مرکزونو بېرته پرانیستل به دغلته په 'کووېډ-۱۹' ویروس د خلکو د اخته کېدو یوه نوې څپه راپورته کړي.

خو خلک له دغه کاره وېره لري
خو خلک له دغه کاره وېره لري

د تهران د لوی تاریخي بازار دکانونه له دوشنبې ورځې پرانیستل شول، خو ورته ویل شوي چې د ماښام له شپږو بجو اخوا به تړل کېږي.

رستورانتونه، لوبغالي او نور عامه ځایونه لاهم تړلي دي.

د ایران اقتصاد د امریکا د بندیزونو په پایله کې چې پر نورو هېوادونو یې د ایران د خامو تېلو د خرڅلاو مخه نیولې، د پام وړ زیان لیدلی.

پر ایران د امریکا بندیزونه وروسته له هغې بېرته ولګېدل چې ولسمشر ټرمپ د ایران سره د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو له‌خوا له لاسلیک شوي اټمي تړون څخه نږدې دوه کاله مخکې امریکا په یو اړخیز ډول وویستله.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، هېواد له ایران سره مرستې ته چمتو دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ښاغلی ټرمپ زیاتوي: "که چېرې ایران د کرونا ویروس د خپرېدو د ناورین په خاطر مرستې ته اړتیا لري، که وغواړي موږ چمتو یوو چې مرسته وکړو. هغوی ډېر سخت زیانمن شوي دي. هغه شمېرې چې دوی ورکړي سمې نه‌دي، خو که مرستې ته اړتیا لري، مرسته ورسره کوو. که چېرې د مصنوعي تنفس دستګاوو ته اړتیا ولري، موږ همدا اوس زرګونه دستګاوې لرو."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې ایران به راتلونکو څو میاشتو کې د تنفسي دستګاوو صادرات پیل کړي، خو هغه په دې اړه ځانګړي جزئیات نه‌دي ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

تر دې مخکې د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د امریکا د مرستو وړاندیز رد کړی و.

د حسن روحاني دولت له امریکا غوښتي چې پر دې هېواد دې بندیزونه لیرې کړي.

د ایراني چارواکو په وینا د کرونا ویروس خپرېدل په دې هېواد کې تر ۵ زرو د زیاتو کسانو د مړینې سبب شوی او تر ۸۰ زرو زیات په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

خو د ایران پارلمان په کرونا د مړو شمېر تر دې دوه چنده زیات ښيي او وايي په کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو راپور نه‌دی ورکړل شوی.

کرونا ایران په داسې حال کې ځپلی چې د امریکا بندیزونو لا د کرونا تر خپرېدو دمخه د دې هېواد اقتصاد سخت زیانمن کړی و او دغلته په ځوانانو کې د بې‌کارۍ کچه په سلو کې شلو ته لوړه شوې وه او اقتصادي ستونزې هم په‌کې سېوا شوې وې.