BBC
 شاته

کورونا وېروس: پښتونخوا کې د مړینو کچه ولې ډېره ده؟

کورونا د انځور حقوق EPA
Image caption خیبر پښتونخوا کې تر دې دمه ۶۷ کسان له کورونا وېروس مړه شوي دي

په پاکستان کې د کرونا وېروس مثبتو پېښو شمېر تر اته نیم زره اوښتی او له کويډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شویو شمېر بیا تر یو سل اتیا اوښتی دی. که څه هم تر نورو ایالتونو په پنجاب کې د کورونا وېروس زیاتې مثبتې پېښې دي،‌ خو تر ټولو زیاتې مړینې بیا په خیبرپښتونخوا ایالت کې شوې دي.

د پام وړ خبره دا ده چې دې صوبه کې د مثبتو پېښو شمېر تر پنجاب او سېند دواړو ایالتونو ډېر کم دی.

د چارواکو په خبره په پنجاب کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر تر درې نیم زره زیات، په سیند کې اوویشت سوه، بلوچستان کې ۴۳۰ او په خیبرپښتونخوا کې ۱۲۳۵ دی.

خو خیبر پښتونخوا کې تر دې دمه ۶۷ کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي، او شمېرې ښیي چې دې ایالت کې په هرو سلو ناروغانو کې تر پنځو ډېر مري.

په پېښور کې ډاکټره جوېریا حیات خان د دې لامل هلته د صحي اسنتیاو له نشتوالي یادوي او وایي، د مثبتو پېښو اصل شمېر هم تر هغه ډېر دی چې حکومت یې مني.

نوموړې بي بي سي ته وویل:

له موږ سره هغسې ښه روغتونونه ډېر کم دي،‌ لکه په پنجاب او سیند ایالتونو کې چې دي. او بل دغه شمېرې چې دلته یادېږي، دا تردې ډېرې زیاتې دي، ځکه چې ډېری ناروغان که کرونا وهلي هم وي،‌ خو له حکومت سره ځانونه نه ثبتوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption ځینې ډاکټران وایي چې خیبر پښتونخوا کې په کورونا وېروس د اخته کسان اصل شمېر تر هغه ډېر دی چې حکومت یې مني

که څه هم د خیبرپښتونخوا د روغتیا وزیر تیمور سلیم جګړا دا نه مني چې په ایالت کې یې صحي اسانتیاوې نشته،‌ خو دا مني،‌ چې په خیبرپښتونخوا کې د مړینې کچه تر نورو ایالتونو زیاته ده.‌

په پېښور کې یوه بله ډاکټره، مهتاب، بیا په پښتونخوا کې د خلکو له لوري کرونا وبا جدي نه ګڼل هم د زیاتو مړینو یو لامل بولي.‌

د پښتونخوا د ډاکټرانو په خبره هلته د کورونا د مثبتو پېښو شمېر تر سرکاري شمېرو ځکه زیات دی چې ډېری خلک که د کورونا علایم هم ولري، په کورونو کې ځان ګوښه کوي او حال نه وایي.

ځینې ډاکټران بیا د دې لامل په پښتونخوا کې د وینې معاینې یا ټیسټونو کموالی هم یادوي.

دوی وایی چې حکومت د ګوتو په شمېر کسانو معاینې کوي، خو ډېری نور یې همداسې پاتې کېږي.

په پاکستان کې د کورونا لومړۍ مثبته پېښه د فبرورۍ پر ۲۶مه ه او لومړۍ مړینه یې بیا د مارچ میاشتې پر اتلسمه نېټه ثبت شوې وه.