BBC
 شاته

کورونا وېروس: لرغوني یونان کې له طاعون سره څه ډول مبارزه کېدله؟

کورونا یونان د انځور حقوق Getty Images

دې کې شک نشته چې له کورونا وېروسه په رغېدو سره به د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن د هغې طاعون ناروغۍ په اړه فکر وکړي چې زرګونه کاله وړاندې په یونان کې پېښه شوې وه.

دا ناروغي له میلاد ۴۳۰ کاله وړاندې پېښه شوې وه او زرګونه کسان یې ووژل. په دې ډله کې یو هم سیاستوال بېرکلیس و چې ښاغلی جانسون ورته درناوی لري او د ځان لپاره یې یو آیډیال سیاستوال بولي.

نو د طاعون په وړاندې د لرغوني یونان له تجربې د کورونا وېروس په وړاندې مبارزه کې څنګه کار اخیستلی شو؟

بوریس جانسن د لرغون یونان د تاریخ او کلتور په اړه پراخه مطالعه لري او په دې پوهیږي چې د لویدیځ ادب له طاعون وبا له رامنځته کېدو سره هم مهال سترګې غړولي دي.

لوی یوناني ادیب هومیروس د الیاده حماسي شعر په لومړي څپرکې کې د دې ناروغۍ بیان کړی او ښاغلی جانسن د دې حماسې یو شمیر بیتونه په یاد لري.

بېرکلیس د بورېس جانسن لپاره یو ایډیال سیاستوال دی، تر دې یې خوښیږي چې ان په خپله دفتر کې یې د هغه د سر مجسمه د میز پر سر اېښې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سیاستوال بېرکلیس د وژل شویو سرتیرو د تلین په مناسبت غونډې ته وینا کوي.

کله چې جانسن د بېرکلیس له هغې حماسې وینا ځینې برخې را اخلي چې د اسبرته پرضد یې د جګړې د لومړي تلین په مناسبت کړې وه، نو یقیني خبره ده چې ښاغلی جانسن په دې پوهیږي چې له دې وینا یو کال وروسته د طاعون مرض پرمهال چې د آتن درېمه برخه کې وګړي یې ووژل، بېرکلیس یوه بله وینا کړې چې له لومړۍ هغې یې شان او ښه وال کم نه دی.

ځینو شنونکو د کورونا په وړاندې د روانې مبارزې او د هغې مبارزې ترمنځ ورته والي ته اشاره کړې چې له ننه ۲۴ پېړۍ وړنداې آتن د طاعون ناروغۍ په وړاندې کړې ده.

هغه مهال هم د ناورین پرمهال د آتن ځینو اوسېدونکو غیرتي کارونه کول او ځینو خسیس. اوس چې ګورو نږدې ورته یو حالت دی.

ګورو چې په روغتونو کې کارکوونکي د کورونا وېروس په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې له ویاړه ډګه دنده ترسره کوي او ځینې بیا له وېرې د خوراکي توکو د رانیولو لپاره منډې وهي.

خو ښايي د آتن د طاعون په اړه د تاریخ لیکونکي تیوسېديدس د لیکنو پیغام لږ شمېر کسان درک کړی.

دی وایي د بشر خوی نه بدلیږي او تمه داده چې انسان د تکراري تجربو پرمهال ورته چلن کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بېرکلیس مجسمه چې د بریتانیا د لومړي وزیر په دفتر کې اېښودل شوې ده

دا لوی تاریخ لیکونکی زیاتوي د آتن د طاعون د پېښو په اړه یې د دې لپاره په لیکلو پیل وکړ چې د خپلو سترګو لیدلی حال تر موږ را ورسوي او راته ووايي چې د داډول پېښو پر وړاندې څه ډول چلن وکړو.

نوموړي د هغه وخت د لوی طبیب ابو اقراط کړنې یوه بېلګه بللې ده.

د هغه مهال د مذهبي دعاګانو او تعویذونو او کوډو پر ځای طبیب ابو قراط او د هغه ملګري به په ناروغان ګرځېدل ، د ناروغۍ د نښو او دا چې د ناروغ بدن د خوب، ورزش او منظمو توصیه شویو خوړو په وړاندې څه غبرګون ښيي، یادښت اخستو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سقراط هم د طاعون له ناروغانو سره مرسته کړې وه

د طاعون په وړاندې د سقراط مقاومت او له ناروغانو سره مرسته:

کله چې د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن د لندن د سانټ توماس په روغتون کې تر درمنلې لاندې و. غالب ګومان دادی چې هغه دې د ده درملنه له هغه څه سره پر تله کړې وي چې ابو قراط به په لرغوني آتن کې کول او ښايي بېرکلیس او تیوسیدیدس یې هم یاد شوي وي.

تیوسیدیدیس هغه مهال د خلکو د وضعیت په اړه لیکلي: "د طاعون ناروغۍ یو تر ټولو بد اغیز دا وو چې خلکو فکر کاوه مرګ ایسار کړي او په دې سره ناهیلي کېدل. په دې ډله کې به چې چا د روغتیا هیله له لاسه ورکړه، ژر به مړ کېده."

دی لیکي: " بله مساله داوه چې ډاکټرانو او نور کسان چې د ناروغانو مرسته به یې کوله په لږ وخت کې په دې ناروغۍ اخته شول. په لسګونو به مړه کړېدل ، د دوی په منځ د مړېنې کچه لوړه و. طاعون سره جرمونه هم زیات شول ځکه مجرمان پوهېدل چې د دوی نیول او سزا ورکول سخت کار دی."

له دې پېښو څه زده کولای شو؟

لومړۍ زده کړه دا ده چې د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی لپاره نورو سره یو ځای شو، او روغتیايي کارکوونکو او عمر خوړولو کسانو ته دې د وقایې لپاره ځانګړې پام وشي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ۲۰۰۷ کال کې د بریتانیا لومړی وزیر محصلین د یوناني ژبې زده کولو ته هڅوي

دویمه زده کړه داده چې قانون باید ښه پلی شي. دریمه زده کړه د خلکو مثبته روحیه ده.

آتن له دې وژونکې ناروغۍ د یوه پیاوړي جګړه ییز مورال په لرلو سره راووت. له دې وبا ۱۵ کاله وروسته دوی یو پیاوړی سمندري او ځمکنی ځواک رامنځته کړ چې پر مټ یې دوی وکولی شول له هېواده بهر پوځي بریدونه وکړي.

د لرغوني یونان مشهور فیلسوف سقراط هم پر دې ناروغۍ اخته شوی و، خو د بدن دفاعي سېسټم یې پیاوړی و. کله چې روغ شو د هغو ناروغانو مرستې ته یې ودانګل چې د ژوند وروستۍ شېبې یې وې.

د ښاغلي جانسن ایډیال سیاستوال بېرکلیس درې لسیزې مخکښ سیاستوال و، خو په ۶۶ کلنې د طاعون له امله ومړ. ژوند یې له لوړو ژورو ډک و. جګړو کې یې برخه واخسته او څو ځله محاکمه شو. دی په فساد او په نامناسبه جنسي کړنو هم تورن وو.

د خپل ژوند په پنځوسمې لسیزې کې و چې واده یې وکړ او یو زوی یې پيدا شو.

د بریتانیا لومړی وزیر اوس ۵۵ کلن دی. له ډېرو ننګونو سره مخامخ شوی بریالی شوی او هم له ناکامۍ سره هم مخ شوی. کله کله یې بخت بیدار شوی او له خپلو سیاسي تجربو یې ګټه پورته کړې ده.

کله چې دی له کووېډ-۱۹ بشپړ ورغېږي او خپلې دنده ته بېرته را وګرځي، نو ښايي په کار وي چې د طبیب ابوقراط، فیلسوف سقراط او تاریخ لیکونکي تیوسیدیدس وړې مجسمې د بېرکلیس د انځور ترڅنګ پر خپل میز کېږدي.