BBC
 شاته

افغان سیاسي کړکېچ: ثبات او همپالنې ډله کې "د نظر اختلاف" پیدا شوی

ثبات د انځور حقوق Abdullah Facebook
Image caption د ثبات او همپالې ډلې مشران له ولسمشر غني سره د جوړجاړي په اړه دوه نظرونه لري

په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ د هواري په موخه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې مهمو مشرانو ترمنځ د تګلارې پر سر خپلو د نظر اختلاف پیدا شوی.‌ همدا خپلمنځي ‌مخالفتونه د دغه تګلارې د وروستۍ کېدو پر وړاندې خنډ دي.

د ثبات او همپالنې څو باوري سرچینو بي بي سي ته ویلي دي، اوس د دغه ډلې د مشرانو په کچه دوه نظرونه موجود دي.

لومړی نظر دا دی چې د سولې لپاره د مصالحې عالي شورا او په کابینه کې ۵۰ سلنه سهم ومنل شي. خو دویمه ډله په دې نظر ده چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې دې باطلې او اجرائیوي صدارت دې رامنځته شي.

د دغو سرچینو په خبره، په وروستیو شپو او ورځو کې د دوی څو غونډې شوې چې ژر یوه تګلاره وروستۍ کړي او ارګ ته یې وسپاري.

دوی وايي د تګلارې پر جوړېدو چټک کار روان دی او ښایي تر دوو نورو ورځو وروستۍ شي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې شاوخوا لس ورځې وړاندې د یوې داسې طرحې خبر ورکړ چې د دغې ډلې په وینا، له جوړېدو سره به یې په هېواد کې سیاسي کړکېچ پای ته ورسېږي.

د دوه تګلارو جزئیات:

د انځور حقوق Abdullah Facebook
Image caption سرچینې وایي چې د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني د عبدالله عبدالله او ځینو کسانو وړاندیز سره اختلاف لري

د پورته یاد شوي‌ لومړي‌ نظر یا حل لارې پلویان وایي، ولسمشر محمد اشرف غني به د دغه ډلې لورې د معرفي شوو وزیرانو له دندې د ګوښه کولو واک نه لري او د بدلون په صورت کې به یې نوي کسان هم د همدې ډلې له لورې معرفي کېږي.

همدا راز عبدالله عبدالله به د مصالحې د عالي شورا د مشرۍ تر څنګ، د کابینې او ملي امنیت شورا غړیتوب هم لري.

د ښاغلي عبدالله مرستیالان به د مصالحې عالي شورا د ځانګړو استازو په توګه د کابینې غړي هم وي. د مصالحې عالي شورا دفتر به د سپېدار ماڼۍ کې وي چې وړاندې د ښاغلي عبدالله کار ځای و.

بي بي سي ته سرچینو ویلي دي چې عبدالله عبدالله، محمد محقق، انوارالحق احدي، حاجي دین محمد او د دغه ډلې ځينې نور مشران له دغه تګلارې سره موافق دي.

د دې ترڅنګ د جنرال دوستم او کریم خلیلي په ګډون د دغه ډلې ځينې نور مشران د جدي میکانیزمونو او ضمانتونو غوښتونکي دي چې له هوکړې وروسته ارګ خپلې ژمنې ماتې نه کړي

خو د سرچینو له قوله، د اسلامي جمعیت ګوند سرپرست صلاح الدین رباني، د دغه ګوند مرستیال احمد ضیاء مسعود او د ثبات او همپالنې ځينې نور غړي له دغه تګلارې سره سخت مخالف دي.

دوی د ټاکنو د پایلو باطلېدل او د اجرائیوي صدارت رامنځته کېدل غواړي.

سرچینې زیاتوي، له همدې امله دغه دوه تنه له هغو چې د مصالحې عالي شورا مني، ناراضه شوي.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني ویلی، د حکومت د مشرۍ په کچه د واک شریکولو ته چمتو نه دی

ویل کېږي‌ چې په تېرو ورځو کې د ثبات او همپالنې ځينې غړي د دوی پخلا کولو او لومړی د خپلمنځي جوړجاړي لپاره هڅې کوي او له هغه وروسته به ارګ ته خپله ټول اړخیزه تګلاره سپاري.

دوه اوونۍ وړاندې د حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني او کریم خلیلي په غوښتنه چې د سیاسي کړکېچ د هواري لپاره منځګړیتوب کوي، ارګ هم ومنله چې تر یوې مودې د کابینې ګومارنې ځنډوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ له ثبات او همپالنې ډلې سره هوکړې ته د رسېدو د څرنګوالي په اړه څه نه وايي، خو وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له منځګړي پلاوي سره په لیدنه کې عبدالله عبدالله ته د مصالحې د عالي شوار مشرۍ وړاندېز کړی و.

ښاغلي غني ویلي وو چې د ثبات او همپالنې ډلې غړو ته په کابینه کې هم ځای ورکوي.

بله خوا ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې سرچینې وايي چې ولسمشر په کابینه کې بېلا بېلو اړخونو ته د ونډې ورکړې ته حاضر دی، خو په هیڅ صورت د حکومت د مشرتابه په کچه د واک تقسیم نه مني.

امریکا په وار - وار په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی.

اروپايي ټولنې هم څو ورځې وړاندې پر افغان سیاسي مشرانو غږ وکړ چې خپلمنځي سیاسي اختلاف ختم کړي.