BBC
 شاته

کورونا وېروس: برازیل کې د محدودیتونو پر ضد د ولسمشر احتجاج؛ او د نورې نړۍ حال

Customers entering a fabrics store in Ludwigsburg, 20 Apr 20 د انځور حقوق AFP
Image caption جرمني یو له هغو هېوادونو دی چې ګام په ګام محدودیتونه نرموي

د نړۍ په لر او بر کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۲ اعشاریه ۴ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی، او شاوخوا ۱ سل او ۶۶ زره کسان ترې مړه شوي‌ دي. خو له دې سره سره یو شمېر اروپایي هېوادونو اعلان کړی دی چې لګېدلي محدودیتونه به ګام په ګام نرموي.

په ایټالیا کې په لومړي ځل د نویو مثبتو پېښو ورځنی شمېر کم شوی دی، خو لا هم په دې هېواد کې ۱۰۸ زره کسان په کورونا وېروس اخته دي.

په بریتانیا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۴۵۰ او په اسپانیا کې شاوخوا ۴۰۰ کسان له دې وېروس وژل شوي،‌ چې د تېرو ورځو پرتله کموالی ښیي.

په دې دواړو هېوادونو کې د مثبتو پېښو شمېر هم له څو ورځو راهیسې په کمېدو ښکاري.

د برازیلي ولسمشر احتجاج:

د انځور حقوق AFP
Image caption د برازیل ولسمشر په هغو نړیوالو مشرانو کې دی چې کورونا وېروس جدي نه ګڼي

بله خوا د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو د کورونا وېروس له کبله د لګېدلیو محدودیتونو پر ضد احتجاج کې ګډون کړی دی.

نوموړی د دې کار له کبله د مخالفینو او روغتیاپالانو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.‌

ولسمشر بولسونارو د نړۍ ځینو هغو مشرانو کې دی چې له پیله یې د کورونا وېروس موضوع جدي‌ نه ګڼله.‌

نوموړي څو ورځې وړاندې خپل د عامې روغتیا وزیر له دې کبله ګوښه کړ چې خلکو ته یې پر کور د کېناستو سپارښتنه کوله.‌

ښاغلي بولسونارو د ایالتونو له هغو والیانو سره هم جنجال کړی چې محدودیتونه یې لګولي.

برازیل کې تر دې دمه کابو ۳۸ زره کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي‌ او کابو دوه نیم زره ترې مړه شوي هم دي.‌

د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې هم د لګېدلیو محدودیتونو پر ضد احتجاجونه شوي‌ دي.

هلته هم ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپل ټوېټر پاڼه د احتجاج کوونکو ملاتړ کړی او غوښتنه یې کړې چې ایالتونه دې لګېدلي محدودیتونه نرم کړي.‌

د کورونا وېروس د بحران له کبله امریکا کې د تېلو بیه هم تېرو ۲۱ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا کې هم د محدودیتونو پر ضد احتجاجونه شوي

په جرمني‌ کې بیا کوچنیو دوکانونو، مستري خانو او د بایسکل جوړونې هټیو ته د خلاصېدو اجازه ورکړل شوې ده.

جرمني‌ کې د نورو ګاونډیو هېوادونو پرتله د کورونا وېروس د مثبتو پېښو او مړینو شمېر کم دی او تېرو ۲۴ ساعتونو کې هلته یوازې ۱۱۰ کسان مړه شوي‌ دي.‌

په ډنمارک کې نن دوشنبه د سلمانیو مخې ته کتارونه ولاړ وو، ځکه د ګرځبندیز ورځو کې د ګڼو کسانو وېښتان او ږیرې لویې شوې وې.‌

او په پاکستان کې بیا د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر له اته نیم زرو اوښتی دی او تر اوسه ۱۸۲ کسان له دې وېروسه وژل شوي دي.‌

تر ټولو ډېر، ۶۷ کسان په خیبر پښتونخوا کې مړه شوي، سره له دې چې هلته د مثبتو پېښو شمېر د نورو ایالتونو پرتله کم ښودل شوی