شاته

دانش: نااعلان شوې جګړه د افغانانو لاسته راوړنې ګواښي

د افغانستان د جمهور رئیس دویم مرستیال د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل په افغانستان کې د دولت جوړونې د پروسې، سولې او امن ټینګولو په وړاندې خنډونه له بهر نه راټوکیږي.

د افغانستان د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش نړیوالو ته وویل چې افغان ولس لاهم د مختلفو تروریستي ډلو د بی رحمه خطر سره مخامخ دی.

ښاغلي دانس وویل د نړیوالې ټولنې نه غواړو چې د افغانستان په جګړه کې د افغانستان بهر د ترهګرو پټ ځایونو ته خپله توجه متمرکزه کړي. هغه له دولتونو وغوښتل چې د تروریزم سره په مبارزه کې په خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي او د ښه او بد ترهګر په نوم دوه مخی دریځ خپل نه کړي او تردی زیات دی د نړیوالۍ بی نظمۍ سبب نه کیږي.

ښاغلي دانش د غوڼډې ګډونوال د څو لڼډو پوښتنو سره مخامخ کړل چی ووایاست د القاعدې او طالبانو مشران اوسیدل او چیرته ووژل شوو؟ بله پوښتنه يي وکړه چې همدا شیبه د حقاني شبکه او د طالبانو مشران چیرته پټ دي او چیرته داسی منظمه روزنه، تجهیز او تمویل ترلاسه کوي؟

ښاغلي دانش وویل د ۱۹۹۷ کال د نړیوال کنوانسیون د پریکړې پراساس باید دا ډول ترهګر ونیول شي او محاکمه شي.

د جمهور رئیس معاون سرور دانش په زغرده وویل چې د پاکستان نه یي په وار وار غوښتنه کړې چې په خپله خاوره کې د پیژندل شوو تروریستانو ځالې او پټ ځایونه ختم کړي خو تراوسه پاکستان هیڅ اقدام ندی کړې.

هغه وویل لدی امله د افغانستان حکومت دا خپل مشروع حق ګڼي چې د خپلو ملي ګټو د خوندي ساتلو او دفاع لپاره په ډول اقدام لاس پوری کړي.

خو پاکستان بل څه وایي:

د پاکستان صدراعظم نوازشریف هم د چهارشنبې په ورځ د سیپتمبر په ٢١ د ملګروملتونو کلنۍ عمومي غوڼډه کې وینا وکړه او وی ویل هیواد يي د بهر نه د تمویل شوي، حمایه شوي او ضمانت کړل شوي تروریزم په شمول د ترهګرۍ اصلي قرباني دی.

ښاغلي شریف وویل په لسګونه زره پاکستانیان او امنیتي ځواکونه یي په تروریستي بریدونو کې وژل شوي دي.

ښاغلي شریف د ضرب عضب نظامي عملیاتو ته اشاره وکړه چې په وینا یي د نړۍ په کچه د تروریزم خلاف جګړه کې ترټولو پراخ او کامیابه مبارزه ده او پکې دوه سوه زره عسکر شامل دي.

هغه وویل تروریزم په یوې نړیوالې پدیدې بدله شوې او د دولتي تروریزم په شمول د هرډول په وړاندې یي باید پراخ نړیوال اقدام وشي.

ښاغلي شریف د افغانستان روانې پنځلس کلنې جګړې ته په اشارې وویل چې نړیواله ټولنه اوس پدې قانع ده چې په افغانستان کې سوله یوازی د مرکزي دولت او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو له لارې ممکنه ده.

هغه وایي پرمختګونه او لاسته راوړنې هغه وخت خوندي کیږي چې ټولې افغان ډلې دا ومني چې د افغانستان جګړه د جګړې له لارې نه حل کیږي.

هغه د پاکستان د ژور اقتصادي او امنیت خرابیدو پړه هم په افغانستان کې په درې نیمو لسیزو اوږدې جګړې واچوله.

هغه په پای کې وویل چې په جنوبي آسیا کې شخړه باید زمونږ منزل نه اوسي او وایي پاکستان د هند سره هم سوله غواړي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.