شاته

اسلامي حزب سره د سولې موافقه لاسلیک شوه

د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې سند نن په کابل کې د افغانستان د سولې د عالي شورا، د افغان حکومت او د اسلامي حزب د استازو له خوا لاسلیک شو.

دا سند چې په دریو فصلونو او پنځه ویشتو مادو کې ترتیب شوی نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د سولې د عالي شوار د رئیس پیر سید احمد ګیلاني، د دغې شورا د استازي مولوي عطاالرحمان سلیم، د افغان حکومت په استازيتوب د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر، د اسلامي حزب د سیاسي دفتر رئیس غیرت بهیر او د دغه حزب د مرکچي پلاوي مشر محمدامین کریم له خوا لاسلیک شو.

ښکیلو خواوو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د دغه سند لاسلیک په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یو مهم ګام وباله.

ټاکل شوې چې دا سند په دویم پړاو کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له خوا هم لاسلیک او عملي شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس پیر سید احمد ګیلاني د دغه سند د لاسلیک پر مهال له دواړو غاړو څخه وغوښتل چې د سولې د موافقې موادو باندې عمل وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په دغو مراسمو خلکو ته ډاډ ورکړ، چې له اسلامي حزب سره د سولې موافقه د ملي ګټو پر بنسټ شوې او دواړه خواوې د دغې موافقې عملي کولو ته ژمن دي.

ښاغلي اتمر وویل "لومړی مرحله په بریالیتوب سره پای ته ورسیدله، دویمه مرحله کې به دا سند د افغانستان ولسمشر او د اسلامي حزب مشر ته وسپارل شي او د هغوی له لاسلیک وروسته به مري الاجرا شي".

ښاغلي اتمر پر طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو هم غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني.

هغه له نړېوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د دغې مسودې په عملي کولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي او هغه بندیزونه چې د اسلامي حزب په مشر ګلبدین حکمتیار او غړو یې لګیدلي، لرې کړي.

په دې مراسمو کې د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي مشر محمدامین کریم، د دغې موافقې لاسلیک یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، چې اسلامي حزب په دې سند کې خپلې حزبي غوښتنې نه بلکې د سیاسي هلو ځلو له لارې د افغانستان د کړکېچ هواری په پام کې نیولی دی.