شاته

په خېبرپښتونخوا کې کرونا وایرس د مريضانو دپاره د ساه مشینان ډیر کم دي، ډاکټران وايي

د کرونا وایرس سخت مريضان د ساه اخیستلو دپاره وېنټیلېټرز یا د ساه مشین ته اړتیا لري خو ډاکټران وايي په خېبرپښتونخوا کې د وېنټیلېټرز ډير کمی دي او داسې نه ښکاري چې صوبايي حکومت په بیړني حال کې د وېنټیلېټرز ضرورت پوره کولی شي.

د خېبرپښتونخوا د صحت محکمه وايي په صوبّ کې د ضلعې په کچه په حکومتي هسپتالونو کې ۵۵ وېنټیلېټرز مشینان موجود دي خو په ګڼ شمېر ضلعۍ هسپتالونو کې نه خو په بیړنۍ توګه د درملنې سهولت او نه هم وېنټیلېټرز شته.

د دې په مقابل کې په پېښور، مردان، اېبټ اباد او سوات په روغتونونو کې په مجموعي توګه ۴۰۲ وېنټیلېټرز موجود دي.

ډاکټران وايي د کرونا وایرس سخت مريضان وېنټیلېټرز ته اړتیا لري او په موجوده وخت کې په خېبرپښتونخوا کې د دغه مشینانو شمېر ډیر کم دی.

د ملګرو ډاکټرانو د تنظیم مشر ډاکټر هدایت وايي که چېرې په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وایرس د مریضانو شمېر په یو وخت زیات شو نو د ډاکټرانو دپاره به دا فیصله کول مشکل وي چې څوک په وېنټیلېټر واچوي او څوک نا؟ هغه وايي پکار ده چې په ضلعۍ هسپتالونو کې د بېړني حال یا ايي سي یو څانګې فعاله کړی شي او وېنټیلېټرز ورکړی شي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د صحت محکمه دا هم وايي په صوبه کې د غیر حکومتي هسپتالونو سره د وېنټیلیټرز شمېر ۱۷۸ دی چې ورسره په صوبه کې په حکومتي او غیر حکومتي هسپتالونو کې د وېنټیلېټرز مجموعي شمېر ۵۸۱ ته رسېږي.

د مردان مېډیکل کامپلېکس ډاکټر متین الحق وايي داسې نه ښکاري چې صوبايي حکومت د وېنټیلېټرز کمی په سملاسي ډول پوره کولی او یا د دغه مشینانو د استعمال دپاره اړونده عمله تربیه کولی شي.

د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله جان د نهې، سه شنبې، په ورځ په خېبرپښتونخوا کې د وېنټیلېټرز په اړه په خپل رپورټ کې د مطبوعاتو له قوله وویل چې تر یوه ورځ وړاندې پورې په ټول پاکستان کې د کرونا وایرس ۳۶۷ مریضان په وېنټیلیټرز پراته وو.

تیره میاشت په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د یوې غونډې وروسته حکومت وړیل کرونا وایرس د مخنیوي دپاره به په بیړنۍ توګه د ۵۰ مېلین ډالرو په لګښت طبي الات اخلي چې پکې به د وایرس د معلومولو دپاره د ټېسټونو الات، موبایل اېکسری مشینان او مريض ته په مصنوعي ډول د ساه رسولو الات یا وېنټیلېټرز شامل وي