شاته

پاکستان د کرونا وايرس د وبا په لړ کې تګلاره د قامي رابطه کمېټۍ په غونډه کې وړاندې کوي

پاکستان د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې n تګلارې په اړه پرېکړه د قامي رابطه کمېټۍ په غونډه کې کيږي، خو پاکستانۍ ميډيا د سرچينو له قوله وايي د کرونا وايرس د وبا په مهال اعلان شوی لاک ډاؤن يا ټول بنديز د ۳۰م اپرېل پورې غځول کيږي.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د کابينې په غونډه کې د کرونا وايرس د مخنيوي ترڅنګ د ناجايزه ذخيره کوونکو پرضد د ارډيننس راوړو ترڅنګ په نورو موضوعاتو بحث وشو.

د غونډې وروسته د وزیراعظم د اطلاعاتو مشاورې فردوس عاشق اعوان وويل، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ناجايزه ذخيره کوونکو پرضد به ارډيننس راوړل کيږي او سختې سزاګانې به پکې ټاکل کيږي.

اعوان وويل وزیراعظم عمران خان به د رابطه کمېټۍ په غونډه کې کېدونکې پرېکړې په خپله د پاکستان په وخت مازيګر پاؤ باندې په پينځه بجې په ټيلي ويژن وړاندې کړي.

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا وايرس له امله د مړو شمېره ۹۶ ته رسېدلې ده، ځاي ميډيا د مړو شمېره ۱۰۰ ښايي.

په ملک کې پينځه زره ۷۱۶ کسان په کرونا وايرس اخته شوي دي.

فردوس عاشق اعوان وويل په غونډه کې د احساس پروګرام ترمخه په نورو موضوعاتو هم بحث او پرېکړې وشوې د احساس پروګرام جاج واخيستل شو او وويل شو دا پروګرام به روڼ ساتل کيږي.