BBC
 شاته

له میلیاردر سره ژوند؛ پیسې او د مرګ ګواښ

پولدارها د انځور حقوق ALEXANDRA TOLSTOY & SERGEI PUGACHEV

د فرانسې سوېل ته ماڼۍ کې یې ژوند کړی، ټوله نړۍ کې یې ښکلي کورونه لرل، خو دا ژوند چې ډېرو ته د تصور نه دی، ډېر اوږد نه شو.

اشرافي انګرېزې کنټس الیکساندرا تولستوی پر ۲۰۰۸ کال د خپلو خوبونو شهزاده هغه مهال وموند؛ چې د روسیې یو تر ټولو شتمن سرګي پوګاچوف سره اشنا شوه.

خو دا د کیسې پیل دی او خواږه خوبونه په ترخه خپسکه بدلېږي.

پېښه پنځه کاله مخکې هغه مهال لندن کې پیل شوه چې دې جوړې له دریو بچیانو سره د لندن چلسي کې په یوه ښکلي کور کې واړول.

د انځور حقوق ALEXANDRA TOLSTOY

کنټس الیکساندرا وايي: دوه موټروانان، دوه د کور خدمتګاران، د انګریزي ښوونکی، د روسي ښوونکی، د فرانسوي ژبې ښوونکی مو د بچیانو لپاره درلودل، د لومړي بچي تر زېږون لږ وروسته دلته راغلو، وروسته مو د څنګ کور هم واخیست.

د تولستوي ماشومتوب له ناز او نعمت ډک و. پلار یې د روسیې د وتلي لیکوال لیف تولستوی کورنۍ سره تړلی.

د شپې ښوونځي له بشړولو وروسته یې دلالي پیل کړه، خو ژر یې دا دنده پرېښوده او سوداګریز سفر ته یې مخه کړه.

مېرمن تولستوی هم پخواني شوروي، ترکمسنان، قرغزیستان کې ګرځېده او بیا یې له قزاق سپرکار سره واده وکړ، خو دا واده یې ډېر اوږد نه شو.

چې له مېړه سره یې اړیکي خراب شول سرګي پوګاچوف یې هغه وخت وموند چې الیکساندرا د نوموړي ښوونکې شوه.

تولستوی وايي، له سرګي سره اولنۍ لیدنه یې هیښوونکې وه: "تر لېونتوب سره مین شوو، ډېر رومانتیک و او تر هغه مهال مې له چا سره اړیکي نه و".

له لومړۍ لیدنې کال وروسته یې لومړنی بچی کېږي او مسکو، لندن او پاریس کې لوکس ژوند لري.

تولستوی ويي: "بانکي کارت یې را کړ، ما سودا کوله، هره څه به مې چې زړه غوښتل هغه مې کول، خصوصي الوتکه مې درلوده، بس بکس مې بنداوه او هر ځای تللی شوم ".

ښځې او مېړه خپل وخت خپلو لوکسو کورنو ته بېل کړی و؛ یو ۱۲ میلیون پونډي کور د لندن بټرسي کې، په هرتفورشر کې اته لکه مربع متره پراخ ملکیت او د کارایب ځنډه کې یوه بنګله چې ۴۰ میلیون ډالري ارزښت یې درلود.

خو روسیه کې د سیاسي وضعیت بدلېدو سره د دې کورنۍ حالت هم بدل شو. د روسیې ولسمشر د خپلو پخوانیو الیګارش یا شتمنو ملګرو لکه سرګي پوګاچف مقابل کې ودرېد.

د پوتین بانکوال

د انځور حقوق SERGEI PUGACHEV

سرګي پوګاچوف د کمونېزم له شړېدو وروسته روسیه کې ۱۵ میلیارد ډالر وګټل.

د ډبرو سکرو یو کان، د بېړۍ جوړولو کارخونه، د ډیزاین شرکت او د روسیې یو ستر خصوصي بانک یې شتمني وه.

وايي د روسیې ولسمشر سره یې نږدې اړیکي درلودل. تل به ګډ په رخصتیو تلل او کله چې یې بانک د روسیې حکومت ته د پور ور کولو ژمنه وکړه، نو سرګي د پوتین په بانکوال مشهور شو.

خو له الیکساندرا سره د ده اړیکې پوتین نه خوښولې. پوتین چې خبر شو ښځه یې انګرېزه ده، نو حیران شو، ویل یې ولې؟ هغه انګرېزه ده، ډېره غجیبه ده، روسیه کې ۱۴۰ میلیون کسان ژوند کوي، دا ساده فکر دی.

د زوی ګوته دې پرې کولی شو

د انځور حقوق SERGEI PUGACHEV

روسیې پر ۲۰۰۶ کال داسې قانون تصویب کړ چې بهر کې یې خپلو جاسوسانو ته د حکومت د دوښمنانو د وژلو اجازه ور کوله.

له دې قانون ډېر وخت تېر نه و چې د روسیې پام پوګاچف او د هغه میلیاردونو شتمنۍ ته واوښت.

پر ۲۰۰۸ کال د پوګاچوف بانک له ډېرو ستونزو سره مخ شو، د روسیې حکومت د دې بانک د ژغورلو لپاره یو میلیارد پور ور کړ.

پوګاچوف وايي، کلونه مخکې یې دا بانک پلورلی و، خو روسیې یې دا خبره نه منله. دی محکوم شو او بیا له روسیې وتښتېد.

د انځور حقوق AFP
Image caption بوریس برزوفسکی

پوګاچوف وايي، د بېمې شرکت چې د ده د یو میلیارد ډالرو ضمانیت یې کړ و ګواښ ورته وکړ:

"یوه هوټل ته یې وبللم، ویې ویل، ته باید ۳۵۰ میلیون ډالري پور را کړې، که نه کورنۍ دې وژل کېږي. د زوی ګوته دې پرې کولی او درته لېږلی شو".

بېمې شرکت دا تور ردوي، خو دا دریځ روښانه دی چې پوګاچوف د بانک د پیسو له ور کولو ډډه وکړه.

څو کلونو کې د روسیې د حکومت دوښمنان ګز بز شول.

د انځور حقوق SERGEI PUGACHEV
Image caption پوگاچف

پر ۲۰۱۲ کال د روسیې د جلاوطن شتمن الیکساندرپرپیلیچني مړی لندن کې له خپلې ودانۍ بهر وموندل شو.

پر ۲۰۱۳ کال د پوتین د یوه سیال بوریس برزوفسکي مړی هم لندن کې په خپل کور کې پیدا شو.

پر ۲۰۱۵ کال د روسیې د سیاسي مخالفانو مشر بوریس نمتسوف مسکو کې وویشتل او ووژل شو.

مخامخ مقابله

د روسیې حکومت پر ۲۰۱۵ کال د برتانیا د محکمو له لارې په سرګي پوګاچوف او د یو میلیارد ډالرو ورکه پسې شو.

پوګاچوف د بانک مالي زیان کې ملامت وبلل شو، وویل شول چې پیسې یوه سوېسي بانک ته استول شوې او بیا نورو حسابونو ته تللو سره ټولې ورکې شوې دي.

د پوګاچوف ټولې پیسې کنګل او پاسپورټ ترې واخیستل شو.

همدارنګه محکوم شو چې د روسیې حکومت ته یو میلیارد ډالر ور کړي.

پوګاچوف له هغه راهیسې فرانسه کې خپل مجلل کور نه د روسیې سره پر مخامخ مقابله بوخت دی او له دې هېواد یې ټوله نړۍ کې د کار روزګار د له لاسه ور کولو شکایت کړی کړی

مېړه یې پټ شوی و، کورنۍ یې تعقیبېدله، ځکه تولستوی فکر وکړ چې خپله او بچیان یې امنیت نه لري.

پر ۲۰۱۶ کال یې له مېړه سره اړیکي له سخت فشار سره مخ شول.

پوګاچوف له تولستوی وغوښتل چې له درې بچیانو سره فرانسه کې د یوې کورنۍ په څېر ژوند وکړي، د تولستوی زړه نه غوښتل خو چاره یې نه وه:

"سرګي یوه ورځ را باندې برید وکړ، بچیان یې بېله کوټه کې بندیان کړل، زما او د بچیانو پاسپورټونه یې واخیستل، وروسته مې پام شو چې زه او بچیان مې امنیت نه لرو".

د انځور حقوق BBC/REUTERS

پر ۲۰۱۶ کال الکیساندرا او بچیانو یې فرانسه کې کور پرېښود او بیا ور ستانه نه شول:

"ځینې کسانو به را ته ویل، ښه ژوند لرئ، بچیان دې په مزو کې دي. دوی داسې نه و، تر ټولو لوی خوند دې کې دی چې د کورنۍ په توګه یو ځای او امنیت او خوشالۍ کې ژوند ولرئ".

تولستوی وايي، د روسیې حکومت یې کور توقیف کړ او بازار کې یې پلور ته وړاندې کړ.

هغه وايي، وړاندیز ورته وشو چې که له سرګي شکایت نه کوي او د خپلو غوښتنو لپاره ادعا نه کوي، نو یو کال دې کور کې اوسېدلی شي:

"ما باید یا تړون لاسلیکولی، لا مې سبا دا کور پرېښودلی، لویه وېره مې دا وه چې نه مې پیسې لرلې او نه هم د ژوند لپاره ځای، یوه خپسکه وه".

د انځور حقوق ALEXANDRA TOLSTOY

اوس پوګاچوپ فرانسه کې یوازې اوسېږي. هغه وايي، د روسیې حکومت دې پرېکړې ته اړ کړی دی او اوس یوازې ۷۰ میلیون ډالر لري.

"په کورنۍ مین یم، هیله لرم چې نږدې راتلونکي کې په خوشالۍ د بچیانو سره ژوند وکړم او هرڅه سم شي".

الیکساندرا تولستوی په اکسفورشر کې له خپلو بچیانو سره وخت تېروي، خو له ۲۰۱۶ کال دې بچیانو خپل پلار نه دی لیدلی.

تولستوی پخواني کسب کار ته مخه کړې، روسیې ته ځي او د سپرکارۍ د یوه مرکز لارښوده ده.