شاته

د نړۍ په اقتصاد د کرونا ویروس اغېز؛ تړل شوي بازارونه او بې‌دندي وګړي

بند شوي تجارتونه، تړل شوي بازارونه او ملیونونه بې‌دندې شوي وګړي!

دا د نړۍ پر اقتصاد د کورونا ویروس د اغېزو پیل دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د نړۍ پر اقتصاد د کرونا ویروس د منفي اغېز په اړه داسې وايي: "دا ویروس پر اقتصاد اغېز لري چې په نتيجه کې به‌یې داسې اقتصادي رکود رامنځته شي چې په نږدې تاریخ کې يې ساری نه‌وي."

(ښی) د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش
(ښی) د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

اوس حکومتونه اقدامات کوي چې خپل اقتصاد بېرته عادي کړي. دا اقدامات د اسعارو له پالېسیو نیولې له بې‌وزله وګړو سره د خوراکي توکو تر مرستو دي.

د روغتيایي بحران په اوج کې هېوادونه او نړیوالې ادارې پراخې ستراتېژۍ عملي کوي چې تر دې لا هم د بدې نتيجې مخه ونیسی.

په امریکا، هانګ کانګ، کاناډا او نورو هېوادونو کې یو شمېر حکومتي فنډونه یا مالي مرستې په مستقیمه توګه د خلکو لاس ته ځي.

یو یا څو ځلې مرسته د دې لپاره ټاکل شوې چې له کورنیو سره په بېړنیو اړتیاوو کې مرسته وشي او خراب شوي تجارتونه یو څه بېرته پر پښو ودرېږي. یو شمېر اقتصاد پوهانو خبرداری ورکړی، کله چې خلک له کورو دباندې نه‌وځي، مصارف به‌یې هم کم وي.

د هند مالیې وزیره نیرمالا سیتهارامن
د هند مالیې وزیره نیرمالا سیتهارامن

په هندوستان کې مستقیمه مرسته لا مهمه ده چې میلیونونه وګړي له لوږې وژغورل شي، ځکه مزدورکاره خلک نه‌شي کولای ورځني کار ته دوام ورکړي.

د هندوستان د ماليې وزیره نیرملا سیتهارامن په دې اړه وايي: "موږ د پیسو لېږد یوه د حل لاره په پام کې لرو او بله لاره دا چې له خلکو سره د خوراکي موادو مرسته وشي. موږ نه‌غواړو څوک وږی پاته شي، نو خلکو ته کافي خواړه وېشو."

له سوداګرو او شرکتونو سره د حکومت د مرستې پلان هغه تجارتونه په پام کې نیسي چې د مصارفو، ماليې او پور تر بار لاندې دي.

ايټاليا هغه اروپايي هېواد دی چې د کرونا ویروس له کبله تر ټولو زیات ځپل شوی. دې هېواد د اپرېل په شپږمه نېټه د بېړنیو مرستو پلان تأيید کړ.

د ایټالیا صدراعظم جوزپې کونتې
د ایټالیا صدراعظم جوزپې کونتې

د ايټالیا صدراعظم جوزپې کونتې وویل: "زه اعلان کوم، موږ د خپلو شرکتونو لپاره، که واړه وي، لوی وي او یا کارګو وي، په چټکۍ سره څلور میلیارده یورو برابروو."

یو شمېر د اروپايي ټولنې هېوادونو له دې ائتلافه غوښتي چې د کرونا بانډ په نوم دې ګډ پور اعلان کړي، خو ټولو هېوادونو له دې سره موافقه ونه‌کړه، دوی پر یوه داسې پلان سره سلا شول چې د بې‌کارۍ کچه لوړه نه‌شي او دا به د ۲،۹ میلیارده ډالرو په ارزښت بحراني وضعیت ته د غبرګون د پلان برخه وي.

د اروپايي کمېسیون رئیسه اورزلا فن در لاین په دې اړه داسې وايي: "موږ یو نوی وړانديز لرو چې اروپایي اقتصاد ژوندی وساتل شي او هغه د اروپا مهارت لرونکې کاري قوه ده. اروپايي کمېسیون به د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته چې اړتیا لري، پور ورکړي."

د اروپايي کمېسیون رئیسه اورزلا فن در لاین
د اروپايي کمېسیون رئیسه اورزلا فن در لاین

د ګڼو هېوادونو مرکزي بانکونو د پور اخیستلو شرایط اسانه کړي دي. امریکا، بریتانیا، جنوبي کوریا او ګڼو نورو هېوادونو د اقتصاد پياوړي کولو په خاطر د سود کچه کمه کړې ده.

یو شمېر تجارتونه اجازه لري چې مالیه تر ټاکلې مودې وروسته ورکړي او یو شمېر هېوادونه د خلکو د کورونو میاشتني قسطونه ځنډولي دي.

ای اېم اېف یا د پيسو نړیوال صندوق ویلي، د حکومتونو د هڅو د ملاتړ لپاره یو تریلیون ډالره لري.

کریسټالینا جیورجیفا
کریسټالینا جیورجیفا

د پيسو نړیوال صندوق رئیسه کریسټالینا جیورجیفا وايي: "ای اېم اېف له نړیوال بانک او نورو نړیوالو مالي ادارو سره یوځای کار کوي چې نړۍ سره یوځای کړي او د بحران پر وړاندې خوندیتوب رامنځته کړي. موږ د بحراني وضعیت لپاره یو تریلیون ډالره لرو چې اقتصادونه له زیانمنېدو خوندي کړو."

کرونا ویروس ښايي پر اقتصاد میاشتې او کلونه خپل اغېز پرېږدي. هغه اقدامات به چې اوس اخیستل کېږي، د ډېرې بدې نتیجې مخه ونیولای شي.