BBC
 شاته

ملي امنیت شورا: سل تنه نور طالب بندیان هم خوشي شول

بندیان د انځور حقوق ONSC
Image caption افغان حکومت تېره ورځ هم سل طالب بندیان خوشي کړل

د افغانستان د ملي امنیت شورا منلې ده چې نن پنجشنبه سل تنه نور طالب بندیان هم د افغان حکومت له بنده ازاد شوي دي. حکومت پرون چارشنبه هم سل تنه طالب بندیان خوشي کړي وو. خو طالبان وایي دا بندیان له پروسې سره سم نه دي خوشي شوي، او له کابله یې تخنیکي پلاوی بېرته ستون شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، "دا بندیان خوشي کول د هغه بهیر برخه نه دي چې موږ یې بشپړول غوښتل، ځکه اوس زموږ پلاوی کابل کې نشته او له کابل وتلی دی".

نوموړی زیاتوي، د طالبانو او امریکا د تړون او د دوی له خوا حکومت ته د سپارلي نوملړ له مخې د بندیانو خوشي کول غواړي،

افغان حکومت چارشنبه اعلان وکړ چې سل طالب بندیان د هغه فرمان له مخې خوشي شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ پر ۱۱مه نېټه صادر کړی و.

د افغانستان ملي امنیت شورا په خپله اعلامیه کې ویلي، دا سل بندیان په هغه لېست کې وو چې د طالبانو تخنیکي پلاوي د خپلو غونډو په ترڅ کې د افغان حکومت له پلاوي سره شریک کړی و.

د انځور حقوق ONSC AFGHANISTAN
Image caption طالبان وایي چې بندیان له پروسې سره سم نه دي خوشي شوي

خو وسله والو طالبانو ویلي، دوی د هغو بندیانو خلاصون نه تاییدوي چې له امریکا سره د دوی خپلمنځي هوکړې له شرایطو سره برابر نه وي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د سې شنبې په ورځ وویل، د بندیانو د خلاصون پر موضوع له افغان حکومت سره روانې خبرې ختموي او له کابله خپل تخنیکي ټیم بېرته ور غواړي.

دوی له هغه وروسته دا ګواښ وکړ چې حکومت د دوشنبې په ورځ وویل، هغه ۱۵ طالب بندیان نه خوشي کوي چې وسلوال طالبان یې په خوشي کولو ټینګار کوي.

دوی دا ۱۵ کسان په لویو بریدونو کې ښکېل بولي، خو طالبان وايي، دا کسان په هغه نوملړ کې شته چې امریکا ور سره هوکړه کړې ده.

د طالب پلاوي د ستنېدو په غبرګون کې افغان چارواکي وايي، د خبرو دروازه یې پرانیستې او د سولې لپاره خبرې خورا مهمې دي.

د ولسمشر غني فرمان

د انځور حقوق EPA

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د پنځو زرو طالب او بدل کې د دې ډلې له خوا د زر افغان سرتېرو خوشي کېدل د افغانانو خپل منځي خبرو د پېل لپاره د یوه شرط په توګه وړاندې شوي دي.

افغان حکومت د طالبانو او امریکا د سولې تړون د لاسلیک لومړیو کې هم د طالب بندیانو له خوشي کولو سره مخالفت ښود، خو ولسمشر غني د خپلې لوړې مراسمو کې وویل، چې د بندیانو خوشي کولو فرمان به صادر کړي.

د نوموړي د فرمان له مخې لومړي پړاو کې او د افغانانو له خپلمنځي خبرو مخکې پنځلس سوه طالب بندیان خوشي کوي، چې له دې بندیانو به هره ورځ سل کسان عمر، روغتیايي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په پام خوشي کېږي.

د ښاغلي غني د فرمان له مخې د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو پیلېدو او دې بهیر کې به هرو دوو اونیو کې پنځه سوه طالب بندیان چې ټول ۳۵۰۰ کېږي په دې شرط خوشي کېږي چې تاوتریخوالی پام وړ کم شي.