کورونا وېروس؛ ځمکه ولې کمه لړزېږي؟
د کورونا وېروس خپرېدو سره په میلیاردونو کسان په کورنو کې ځایبند یا کرنتین دي او په کور کې د خلکو پاتېدلو شمېر دومره ډېر دی چې ان د ځمکې د خوځېدو څرنګوالی یې بدل کړی دی.
د تګ راتګ بندیز سره پر سړک او پټلۍ(رېل وې) د کار یا سیل لپاره لږ سفر کېږي او ډېر شمېر دا درانه صنایع په ټپه ولاړ دي.
د دې کار پایله کې د ځمکې د کورې د غشا یا پردې لړزېدل کم شوي دي، خو د ځمکې د کورې وزن ته په پام چې شپږ میلیارد تریلیون ټنه دی دا بدلون هیښوونکی دی.
پاموړ کموالی
بلجیم کې د شاهي تروېتون یا رصد خانې څېړونکي لومړني کسان وو چې د ځمکې د پردې یا غشا د لړزېدو کمښت ته یې پام شو او ویې ویل:
"له ۱ تر ۲۰ هرتزو په فریکوانسیو کې د ځمکې حرکات کم شوي او دا د حکومتونو له خوا په ګرځېدو د بندیز لګېدو مخکې حرکاتو پرتله په مراتبو کم دي".
د نړۍ نورو سیمو کې هم دغه بدلون ته د څېړونکو پام شوی دی.
په نېپال کې رېږدله پوهان یا زلزله پوهان د ځمکې د فعالیت کمېدو ته متوجه شول.
پاریس کې د ځمکې د انسټیو فیزیک یو کارمن وايي، فرانسه کې دا کمښت ډېر څرګند دی او امریکا کې د کلیفورنیا د ټیکنالوجۍ انستیتیوت یو څېړونکی هم په لاس انجلس کې د ځمکې د فعالیت کمېدل "ډېر زیات" بولي.
لا پاکه هوا او لا ډېر خاموش سیندونه
د کورونا وېروس له امله چې زموږ د ژوند ډول بدل شوی، د طبیعت نړۍ کې دا یوازینی بدلون نه دی، بلکې د سپوږمکیو رپوټونه وايي، چې د چاپېریال ککړوونکي نایتروجن ډي اوکسایډ ګاز کچه هم کمه شوې ده.
دا ګاز له شخصي ګاډو نیولې د لاریو او بسونو د ماشینونو او د برېښنايي بټیو د فعالیت له امله تولیدېږي.
نړۍ لا ډېره خاموشه شوې هم ده.
هغه څېړونکي چې ښارونو کې زموږ د غږونو شور اندازه کوي او هغه چې د سمندرونو د ژورو یا تل په هکله څېړنې کوي، د شور کمېدو شاهدان دي.
لا روښانه نښې
البته د زلزله پوهنې د څېړنو نوې پایلې په دې مانا نه دي چې ځمکه هیڅ نه لړزېږي، خو دا بدلون نه یواځې د څېړونکو د پام وړ دی بلکې ګټور هم دی.
د انسان ورځنۍ چارې د غږ د شور په څېر دي چې د ځمکې د کورې طبیعي فعالیت ته غوږ نیول سختوي.
د زلزله پوهنې کارپوه انډې فراستو د واشنګټن د زلزله پوهنې د څېړنو موسسې په وېبپاڼه کې لیکي:
"موږ له اضافي شور پرته نښې ترلاسوو او دا امکان را کوي چې د هغه څه په هکله لا ډېر مالومات ترلاسه کړو چې په ځمکه کې روان دي".
ځینې څېړونکي په دې هم بریالي شوي چې ان خپله سیمه کې د ځمکې د لړزېدو د کمښت عوامل دقیقا مالوم کړي.
د لندن د امپریال کالج پوهنتون څېړونکی سټیون هېکس دا کمښت د لندن- وېلز ترمنځ د اېم څلور په نوم پر ستره لار د ترافیک د کمښت له امله بولي.
هغه خپل ټوېټر کې لیکلي: پوره ښکاره ده چې د تېرو څو اونیو پرتله تېرو څو ورځو کې سهار مهال د شور زیاتېدل تر عادي حالت په مراتبو ډېر کم دي.
هغه زیاتوي: زما په باور د ورځې په بیروباري ګړیو کې د ترافیک کمېدو له امله دا بدلون راغلی، ځکه اوس کم خلک تګ را تګ کوي او څوک خپل بچیان موټر کې ښوونځي ته نه وړي.
موسمي بدلون
دا ډول بدلون پخوا پېښ شوی نه دی.
د کال په اوږدو کې د ورځې مختلفو کاري ساعتونو کې د انسان د فعالیت شدت بدلېږي، خلک د کال د ځینې ورځو کاري ګړیو کې ډېر کار کوي او ځینې وخت بیا کم کار کوي.
د ساري په ډول د شپې چارې کمېږي او کلنیو جشنونو او رخصتیو کې دا فعالیتونه هم کم وي.
خو اوس نړۍ کې د انسان فعالیت ښايي تر څو اونیو یا څو میاشتو کم شوی وي، مګر عادي شرایطو کې د چارو کمېدل د کریسمېس یا اخترونو او نورو جشنونو له امله وي.