BBC
 شاته

کورونا وېروس: له پاکستانه د ور ستنېدونکو کسانو په اړه د افغان چارواکو اندېښنه

د تورخم پر لار راوښتونکي مساپر
Image caption د تورخم پر لار راوښتونکي مساپر

وروسته له هغه چې په تېرو درې ورځو کې پاکستان کې ایسار زرګونه افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو بېرته پاکستان ته راواوښتل، اوس په افغانستان کې د ننه د دې کسانو په اړه د کوورنا وېروس په تړاو اندېښنې پیدا شوې دي.

د دوشنبې پر ورځ پر تورخم را اوښتونکي کسان معاینه کېدل او قرنطین کېدل،‌ خو سې شنبه وضعیت یو څه ګډوډ شو او شاوخوا اته زره کسان بې له معاینې افغانستان ته داخل شول.‌

اوس د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، هڅه به کوي هغه کسان مالوم کړي‌ چې بې معاینې افغانستان ته ورغلي، او که اړتیا وه نو چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې دا کسان له کورونه بهر پرېنږدي.

د دې ولایتي‌ چارواکي په خاصه توګه د هغو کسانو په اړه اندېښنه لري چې د پاکستان لاهور ښار ته په یوه تبلیغي‌ اجتماع کې د ګډون لپاره تللي وو او اوس بېرته افغانستان ته ستانه شوي‌ دي‌.

چارواکي وایي، په دې درې ورځو کې یوازې له تورخم شپاړس زره معاينه او ثبت شوي او نږدې اته زره نور په يوه جوپه کې بغير له معاينې افغانستان ته اوښتي دي.

لومړي سر کې ويل شوي وو، د تورخم او سپين بولدک دواړو لارو به هره ورځ زر زرهغه خوا ايسار افغانان تېرېږي.

خوهلته د افغانانو شمېر او ستونزو ته په کتو د ډېر شمېر خلکو د تېرېدو سلا وشوه او همدې پرېکړه لامل شوه چې پآکستان کې ايسار افغان په لوی شمېر کې پر تورخم ورمات شي.

د پرونۍ ګډوډۍ وروسته په تورخم کې نن بېرته په عادي توګه د راتېرېدونکو روغتيایي معاينه کېده، چې چارواکي وايي، تراوسه د راغلو کسانو په منځه کې د کورونا شکمنه پېښه نه لري.

بله خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کورونا وېروس سره د مبارزې په پار کابل کې ۱۶۰۰ پولیس له ۴۰۰ موټرې ګمارلي چې ګرځبندیز پلی کړي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین نن د چارشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې ګرځبندیز جدي دی او سرغړونکو سره به یې جدي چلند وشي.

ښاغلي ارین زیاته کړه چې د کورونا وېروس سره د مبارزې په خاطر یې په نشه يي توکو ۹۰۰ روږدي کسان هم راټول کړي او اړوندې مرجع ته یې سپارلي دي.

ښاغلي ارین د پولیسو په لیکو کې هم د ځانګړي وقایوي چمتوالي خبر ورکړ او ویې ویل:

"د پولیسو پر قطعو ځینې وقایوي بستې ویشل شوي، د دوی خوړنتون هم د عفوني ضد پر موادو وینځل کېږي، په دوی کې ګڼه ګوڼه کمه شوې او ترڅنګ یې دوی ته ځانګړي قرنطین خونې هم لرو."

د انځور حقوق Amiri Medical Complex
Image caption د عامې روغتیا وزارت وایي کابل کې یې یو ځانګړی روغتون تړلی دی

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د امیري طبي کمپلیکس روغتون په موقت ډول وتاړه.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار نن چارشنبه (د اپریل ۸) وویل، په کابل کې د امیري کمپلیکس د کورونا وېروس د معاینې لپاره د عامې روغتیا وزارت مقررات نه وو پوره کړي چې د ده په ټکو په خپل سر یې معاینې اجرا کولې.

مایار زیاته کړه، د عامې روغتیا وزیر امر کړی چې د دې روغتون د کارکوونکي او پروسونل تر معاینې دې دا روغتون په موقت ډول وتړل شي او هم یې له خلکو وغوښتل چې دې روغتون ته تر بیا پورې له ورتګه ډډه وکړي.

دا روغتون وروسته تردې موقت تړل کېږي چې یو ډاکټر یې حنیف الله حنیف د دوشنبې په ورځ (۶د اپریل) د کورونا وېروس له امله ومړ.

ښاغلی مایار نن وویل چې وروسته له دې چې دا ډاکټر د دې وېروس ښکار شو د عامې روغتیا وزارت د دوی ټول کارکوونکي معاینه کړل. د مایار په خبره په پایله کې جوته شوه چې په دوی کې د کورونا وېروس ۶.۲۵ سلنه نښې شته.

همدارنګه دې وزارت وویل، د هېواد ټولو هغو خصوصي روغتونو ته یې تخنیکي پلاوی لیږلی چې د کورونا وېروس معاینه کوي چې د دوی پرټکو خپل شرایط نه دي پوره کړي.

خو په کابل کې د امیري روغتون رییس میرویس امیري بي بي سي ته وویل چې دوی خپله درې ورځې دمخه خپل روغتون تړلی و. ده د خپلو همکارو ډاکټرانو پر کورونا وېروس د اخته کېدو ادعا رد کړه.