شاته

پمپیو افغان مشرانو ته: له طالبانو سره معامله وکړئ، کنه سرتېري وباسو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په خپل وروستي سفر کې ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرايي رئیس عبدالله ته د ولسمشر ټرمپ "تند"پیغام رسولی دی.

د امریکا ان بي سي نیوز د دوو امریکایي چارواکو او دپلوماتانو له خولې لیکلي دي‌ چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغان مشرانو ته د ولسمشر ټرمپ په پیغام کې ویلي‌: "خپل مشکلات مو حل کړئ‌ او طالبانو سره معامله وکړئ. کنه ولسمشر ټرمپ به له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته هم کموي او له دغه هېواد څخه خپل ځواکونه هم وباسي."

ان بي سي نیوز د دغو دوو امریکایي چارواکو او دپلوماتانو نومونه دي خپاره کړي. وايي ښاغلي‌ پمپیو له افغان ولسمشر اشرف غني‌ او پخواني اجرايي‌رئیس عبدالله سره په کابل کې په ملاقات کې دا پیغام رسولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي. ښاغلی پمپیو څو ورځې مخکې کابل ته له خپل سفر وروسته اعلان وکړ چې د افغان چارواکو ترمنځ‌ د اختلاف له کبله له افغانستان سره یو میلیارد ډالر کموي.

ځینو امریکایي چارواکو ویلي دي‌ چې دا مرستې به د افغان ځواکونو له بودیجې څخه کمیږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشر غني د ۲۰۱۹ کال د سپتمر د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو پخوانی اجرايي رئیس دا نتایج نه مني‌ او خپل موازي حکومت یې اعلان کړی.

امریکايي چارواکي‌ وایي په کابل کې سیاسي اختلافاتو ولسمشر ټرمپ په قهر کړی دی.

ښاغلی ټرمپ غواړي چې له طالبانو سره د سولې تړون په خپلو راروانو کمپاینونو کې د خپل بري په توګه یاد کړي چې د امریکایانو ډېرې رایې وګټي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېري لري او چارواکي وايي که له طالبانو سره د تړون ټول شرایط عملي شي امریکايي سرتېري به له افغانستان څخه ووځي.