شاته

جنوبي وزيرستان: په واڼه کې زده کوونکي د انټرنېټ دپاره په احتجاج ناست دي

په داسې حال کې چې د ګردې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د کرونا وايرس وبا خوره ده خو د جنوبي وزيرستان زده کوونکي د تېرو څو ورځو راهسې په احتجاجي پرلت ناست دي او په علاقه کې د انټرنېټ په ځای کولو غوښتنه کوي.

په واڼه کې په احتجاج ناست زده کوونکي وايي چې د ۲۹م مارچ نه يې احتجاجي پرلت پېل کړی او غوښتنه کوي چې د کرونا وايرس د وبا له امله تعليمي ادارې تړل شوي خو پوهنتونونو بیا انلاين يا د انټرنېټ د لارې کلاسونه پېل کړي دي.

دوی وايي په علاقه کې ورته انټرنېټ نشته او دوی د زده کړو نه محرومه پاتې کيږي.

په احتجاجي ناسته کې شريک حذېفه افغان چې د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د قانون زده کوونکی دی وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل یوه مياشت کيږي چې پوهنتون يې بند شوی، انلاين کلاسونه پېل شوي، خو د دوی سره د انټرنېټ اسانتيا نشته، او د دوی علاقه کې چې د وړاندې نه د تعليم نه محرومه پاتې شوي، نوره وروسته پاتې کيږي.

هغه وويل د زده کړو نه پاتې کېدل به دوی نور وروسته پاتې کړي او د هغې اغېزې به د دوی په راتلونکې وي.

معراج خالد د بهاالدين زکريا پوهنتون د ملتان ژورنالزم د څانګې زده کوونکی دی وايي دوی ته انتظاميې په علاقه کې په يوه اوونۍ کې د انټرنېټ د بحالۍ ويلي ؤ خو هغه ژمنه پوره نه شوه.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل اوس دوی ته انتظاميې وويل چې په يو هال کې ورته انټرنېټ بحالوي خو هغه وايي يو خو په دغه هال کې دوی د يو بل سره نزدې ناست وي د کرونا وايرس له امله د يو بل فاصلې به يې ختمې شي او بل د علاقې جينکۍ به بيا څه کوي؟

هغه وويل چې په ټوله علاقه کې انټرنېټ په ځای شي ټول زده کوونکي هلکان او جينکۍ به وکړی شي چې خپل کلاسونه واخستی شي. هغه زیاته کړه د انټرنېټ د بحالۍ پورې به یې احتجاجي ناسته روانه وي.

د علاقې نه د پارلیمان منتخب غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر احتجاجي ناستې ته په وېنا کې د پاکستان په حکومت نيوکې وکړې او وې ويل،

په کشمير کې چې هند انټرنېټ بند کړی پاکستان پرې شور کوي چې هند د کشمير د حالاتو نه نړۍ خبرېدو ته نه پرېږدي نو وزيرستان چې د ۹/۱۱ نه وروسته د بدامنۍ ښکار دی د پاکستان حکومت په دې علاقه کې ولې انټرنېټ نه بحالوي، چې د دې علاقې د خلکو د ژوند او حالاتو هم نړۍ خبر شي او اوس زده کوونکي د تعلیم نه بې برخې پاتې نه شي.

خو د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی د اېليمنټري او سکېنډري اېجوکېشن مشاور ضیا الله بنګش وايي، د پاکستان ټيلي کميونېکشن ادارې سره خبره شوې او د اپرېل د اخرې پورې به په ټولو قبايلي ضلعو کې دغه اداره انټرنېټ ولګوي.

هغه وويل چې د موبايل کمپنيانو ته هم اجازه ورکړی شوې چې د اپرېل د اخرې پورې په علاقه کې د تهري جي او فور جي انټرنېټ اسانتيا ورسوي.