شاته

افغانستان له پاکستان څخه په ورځني توګه د زرو کسانو د راستنېدو ظرفیت لري

افغانستان دا مهال له پاکستان څخه په ورځني توګه د زر تنو د راستنېدو ظرفیت لري او په عمومي ډول دا ظرفیت د ۱۴ زره کسانو لپاره دی.

دوی له راستنېدو وروسته د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین کېږي او د کرونا ویروس د نښو او علامو د نه‌لرلو په صورت کې ورته خپلو سیمو ته د تلو اجازه ورکول کېږي.

دا خبره د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ازادي راډیو ته وکړه.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د دوشنبې په ماښام «۱۳۹۹ کال د وري ۱۸» ازادي راډیو ته وویل په ګڼ شمېر د راستنېدونکو سمبالول ستونزمن دي.

هغه زیاته کړه: "که په ورځنۍ توګه له زر تنو یو څه زیات هم افغانستان ته راستانه شي، ستونزه نه‌شته، خو که تر دې زیات شي، دا چې د قرنطین پرېکړه شوې، نو د راستنېدونکو لویه شمېره کار ستونزمنوي."

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر همدارنګه وویل، دا مهال افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو لړۍ درېدلې ده او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم په دې برخه کې خپل ټول فعالیتونه ځنډولي دي.

د ننګرهار ولایت چارواکو د دوشنبې په ورځ د تورخم لارې په موقتي پرانیستو سره وویل چې په راستنېدونکو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره‌یې ځانګړي تدابیر نیولي دي.

په تورخم کې د قرنطین د برخې مسؤل فضل‌الربیع وايي، دغلته د راستنېدونکو د قرنطین لپاره تر څلور زرو پورې کوټې شته.

د تورخم له لارې د افغان مسافرو راستنېدنه پیل شوه

هغه زیاته کړه: "په هرات کې تر اوسه تر ۲۰۰ زیاتې په کرونا ویروس د اخته کېدو پېښې شته چې شمېر یې هره ورځ زیاتېږي. موږ نه‌غواړو دا تجربه ننګرهار کې تکرار شي، نو موږ ټول کسان چې د تورخم له لارې افغانستان ته داخلېږي، د ازموینو له بهیر وروسته د قرنطین مرکزونو ته انتقالوو."

پاکستان دا مهال په کرونا ویروس د اخته کېدو تر ۳۶۰۰ زیاتې پېښې ثبت کړي. په دې هېواد کې تر ۵۰ زیات کسان د دې ویروس له کبله مړه شوي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم غوښتنه کړې چې افغانان دې له پاکستان څخه په تدریجي ډول خپل هېواد ته راستانه شي څو یې سمبالول ستونزمن نه‌شي.

د ښاغلي میاخېل په وینا یوازې هغه کسان چې بل هېڅ انتخاب نه‌لري کولای شي د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل

اخوا د افغانستان په لوېدیځ کې له ایران څخه د افغانانو راستنېدنه د خلکو په لویه اندېښنه بدله شوې ده.

ایران په منځني ختیځ او د افغانستان په ګاونډ کې د 'کوویډ-۱۹' کرونا ویروس د خپرېدو تود ډګر ګڼل کېږي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په ایران کې له مېشتو افغانانو وغوښتل چې له غیر ضروري سفر دې ډډه وکړي او ځان دې د کرونا له خطر سره نه‌مخ کوي.

هغه زیاته کړه: "که چېرې افغانان تر نوروز د مخکې ورځو په څېر پر پوله بیروبار جوړ کړي، په ډېرو کسانو کې پر کرونا د اخته کېدو احتمال زیات دی. نو له همدې کبله دې حوصله وکړي او اوس دې زیات سفر نه‌کوي. هر څوک چې هر ښار کې وي، ښه ده چې هماغلته پاتې شي او قرنطین دې په جدي توګه مراعات کړي."

د دوشنبې په ورځ په ایران کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۶۰ زرو ته ورسېد. دې هېواد کې تر اوسه ۳۷۰۰ زیات کسان پر کرونا ویروس مړه شوي دي.

ایران کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۶۰ زرو ته ورسېد
ایران کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۶۰ زرو ته ورسېد

افغانستان بیا په 'کوویډ-۱۹' کرونا ویروس د اخته کېدو ډېرې پېښې په ایران پورې تړلې بولي او وايي پر دې ویروس ډېرو اخته کسانو ایران ته تګ راتګ درلود.

افغانستان د کرونا ویروس په خپرېدو سره، د لنډ وخت لپاره خپله پوله له ایران سره وتړله، خو بېرته‌یې پرانیسته او دغلته یوازې د خلکو په معاینه‌یې اکتفا وکړه.

بله‌خوا پاکستان ویلي، تورخم به د څلورو ورځو لپاره د هغو کسانو لپاره چې د تګ راتګ نیت ولري پرانیستی وي او وروسته به بېرته وتړل شي.