شاته

په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر له یو میلیون څخه زیات شو؟

واشنګټن ډي سي: په ګرده نړی کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر له یو میلیون څخه زیات شو.

د جان هاپکنیز پوهنتون د شمېرو له مخې له دغې شمېرې څخه نږدې څلورمه برخه یعنې ۲۳۶۰۰۰ پېښې په امریکا کې دي.‌

خبر زیاتوي په کرونا د مړو شویو کسانو شمېر بیا له ۵۱۵۰۰ څخه زیات شوی چې تر ۱۳۰۰۰ زیات کسان پرې په ایټالیا کې مړه شوي دي او داه شمېره هره ورځ په زیاتېدو ده.‌

په نړی کې د کرونا اغیزې په حکومتونو باندې پریوتي ځکه دوی هڅه کوي چې روغتونونو ته اړین وسایل په بیړه سره ورسوي.

همدارنګه د کرونا له امله په میلیونونو کسان بې روزګاره شوي دي او زیات کاروبارونه تړل شوي دي چې ددې ټولو بار د حکومتونو پر اوږو پریوتی.

په امریکا کې د هغو بې روزګاره کسانو شمېر چې له حکومت څخه یې د مرستې غوښتنه کړې ده تر لسو میلیونو اوختی دی.‌

په چین کې چې دغه وایرس د لومړي ځل لپاره سر راپورته کړ په هینان ایالت کې شپږ لکه کسان بیا لاک ډون شوي او له دې څرګندېږي چې له چینایي چارواکو سره د وایرس د بیا خپرېدو وېره ده.

د امریکا په دوهم ستر ښار لاس انجلس کې ښاروال له خلکو غوښتي چې له کوره د باندې دې ماسکونه وتړي.

د امریکا روغتیايي چارواکو تر اوسه پورې د هېواد په کچه د ماسکونو د تړلو سپارښتنه نه ده کړې.

د امریکا د سي ډي سي مرکز خبرداری ورکړی چې هر څوک کېدای شي د وایرس ناقل وي حتی که د ناروغی نښې نښانې هم و نه لري.‌

یادې ادارې په سینګاپور کې د هغې څېړنې تایید کړی چې د کرونا لس فیصده نوې پېښې د هغو خلکو په واسطه انتقال شوي دي چې د ناروغی نخښې یې نه درلودلې.

سي ډي سي وايي، له دغې څېړنې جوتېږي چې باید د ټولنیز واټن ساتلو ته پاملرنه وشي او یو کس باید له بل نه لږ تر لږه دوه متره فاصله ولري.

په بیلجیم کې چې د ټول هېواد د وګړو شمېر یې ۱۱.۴ میلیونه دی د کرونا د ۱۵۰۰۰ پېښو راپور ورکړل شوی او د مړو شمېر پکې له زرو څخه زیات شوی دی.