شاته

د کرونا وایرس اقتصادي زیان 10 میلینه امریکایان بې روزګاره کړي

په تېرو دریو هفتو کې کرونا وایرس دلاسه د امریکې اقتصاد ته د زیان په نتیجه کې ۱۰ مېلینه امریکایان بې روزګاره شوي دي چې د بې روزګارۍ ریکارډ کچه ده.

یوازې په تېره یوه هفته د شپږ مېلین نه زیاتو امریکایانو د بې روزګارۍ په صورت کې مالي مرستې دپاره خواستونه جمع کړل.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکې لېبر ډپارټمنټ د معلوماتو ترمخه په مجموعي توګه د بې روزګارۍ په حال کې مالې مرسته دپاره خواستونه ۱۰ مېلین ته رسېدلي دي ځکه چې کرونا وایرس دلاسه واړه او لوې کاروبارونه تړل کیږي.

د وایس اف امریکا د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي په داسې حال کې کرونا وایرس د امریکې اقتٌصاد د سخت مشکل سره مخامخ کړی دی دا اټکل کېږي په اینده هفتو کې به مېلینونه نور بې روزګاره خلک هم د مالي مرستې دپاره خواستونه جمع کړي.

د کال ۲۰۰۸ د سخت اقتصادي بحران په لومړو شپږو میاشتو کې هم د بې روزګارۍ دومره خواستونه نه وو جمع کړی شوي څومره چې په تېرو دوو هفتو کې شوي دي.

ځینې امریکايي اقتصاد پوهان چې د جولايي د میاشت پورې به د ۲۵ مېلین نه تر ۴۰ مېلین پورې کارکوونکي بې

روزګاره شي او د اپرېل نه تر د جون پورې به ریسېشن یا اقتصادي بحران وي. په موجوده وخت کې په امریکا کې د کارکونکو شمیر ۱۶۵ مېلین دی.

اوړمه هفته د بې روزګارۍ د خواستونو شمېر درې اشاریه درې فیصد و.

په کال ۱۹۸۲ کې د اقتصادي بحران په وخت ۶۹۵۰۰۰ امریکایانو د بې روزګارۍ خواستونه حکومت ته ورکړي وو چې په هغه وخت کې د بې روزکارۍ ریکارډ کڼل کېدو.

د بې روزګارۍ شرح به دوکانونو، رېسټورانټونو،جېمونو یا د وزش مرکزونو او د هوايي سفر په صنعت کې تر ټولو زیاته ده خو به نژدې ورځو کې د پیداوارې صنعت، ګودامونو، ټرانسپورټ او د سفېد پوش روزګارونو په مد کې هم بې روزګاري زیاته شوي ده.

د اندازې ترمخه ۱۹۰۰۰۰ دوکانونه بند شوي دي چې د ملک د ریټېل يا د پرچون د دوکانونو نیمايي برخه ده.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د جامو دریو لویو دوکانونو مېسيزو کولز او ګېپ وویل په مجموعي توګه یې ۲۹۰۰۰۰ کارکونکي د کار څخه لېرې کړي دي. د دغو دریو نه علاوه نورو دوکانونو هم ویلي چې د زرګونو په شمیره کې کارکونکي کې یې رخصت کړي دي.

دا هفته ګولډ مېن سېکس نومې کمپنۍ وویل چې په امریکا کې د اقتصادي بدحالۍ رفتار د وړاندېنې اټکل په مقابل کې زیات چټک وي.

د کمپنۍ اندازه ده چې د سږ کال د منځنۍ مودې پورې به په امریکا کې ۲۵ مېلین خلک بې روزګاره وي، یعني په ملک کې به د بې روزګارۍ شرح ۱۵ فیصد ته وي. ګولډ مېن د دې نه وړاندې د نهه فیصد بې روزګارۍ اټکل کړی و.

د بې روزګارۍ په صورت کې کارکوونکي د خپل عام امدن په مقابل کې د عارضي وخت دپاره ډیر کم مالي امداد ترلاسه کولی شي.

خو تېره میاشت حکومت د کرونا ځپلو امریکایانو او کاروبارونو سره د مالي امداد په خاطر د دوه اشاریه دوه کهرب (ټرېلین) دالرو مالیت قانون منظور کړو. د نوي دلاندې د بې روزګارو خلکو امداد دپاره ۲۵۰ ارب ډالر ټاکل شوي دي چې بې روزګارو کسانو ته به د وړاندې په مقابل کې زیاتې پېسې ورکول کیږي.

د نوي قانون دلاندې د بې روزکارۍ بیمې وخت د ۲۶ هفتو نه تر ۳۹ هفتو پورې غځول شوی او بې روزګارو کسانو ته به تر څلورو هفتو پورې هره هفته ۶۰۰ ډالر ورکول کیږي.

د نوي قانون ترمخه به دا لومړی ځل وي چې د اوبر په رنګ کمپنو دپاره ډرایوران به هم د بې روزګارۍ د مرستې کولی شي.