شاته

ټرمپ د کرونا له امله د الوتنو پر بندیز غور کوي

واشنګټن ډي سي: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ټول هېواد په کچه په کورونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه د شورو یا چهارشنبې په ورځ رد کړه خو وویل چې ښايي هوايي شرکتونو ته امر وکړي چې په کرونا د سختو ځپل شویو سیمو ترمنځ الوتنې ودروي.

هغه وویل، دا ډېره سخته ده. دوی له یوې کورنا ځپلې سیمې څخه بلې ته الوتنې کوي.

ټرمپ په سپینه ماڼی کې خبریالانو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دوی په دې اړه غور کوي خو چې کله دغه الوتنې هم بندې شي نو له دې سره هوايي شرکتونه له لا نورو ستونزو سره مخ کېږي.

ټرمپ ددغې خبرې غونډې په یوې برخه کې وویل، مونږ وېرې ته نه تسلیمېږو.

د امریکا حکومت ګومان کوي چه کې د ټولنیز واټن ساتلو سپارښتنې عملي هم شي نو په راتلونکو اونیو کې نږدې دوه نیم لکه امریکایان ښايي له کوېډ ۱۹ څخه مړه شي.‌

امریکايي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې ده چې که څه هم په امریکا کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر د نړی له ټولو هېوادونو څخه زیات شوی خو ځینې خلک اوس هم له یو او بل نه د واټن ساتلو مسلې ته پام نه کوي.‌

د کرونا له امله د امریکا په ډېرو ایالاتونو کې ښونځي، د لوبو میدانونه او غیر ضروروي کارونه تړل شوي دي.

د امریکا په ګڼو ایالاتونو کې خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو امر شوی.

بل پلو د کرونا وایرس د اقتصادي زیان له امله لس میلیونه امریکایان بې روزګاره شوي دي.