یوناما: له طالبانو مو غوښتي خپل مرکچي پلاوي کې ښځو ته برخه ورکړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشې مرستیالې ځانګړې استازې انګرېډ هېډن ویلي، له طالبانو یې غوښتنه کړې ده چې افغان حکومت سره د خبرو لپاره خپل مرکچي پلاوي کې ښځو ته هم برخه ورکړي.
اغلې هېډن پرون له کابل نه د ویډیو کنفرانس له لارې د امنیت شورا غونډې ته وینا کي وویل، طالبان په دې کار سره ثابتولی شي چې بدل شوي دي.
د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال اغلې هېډن د افغان حکومت لخوا د مرکچي پلاوي اعلانول هم یو مثبت ګام وباله.
نوموړې په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ ته په اشارې وویل چې دې وضعیت نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې او د امریکا د یو میلیارد ډالره مرستې کمېدل افغانستان له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کولی شي.
خو نوموړې پر افغان سیاسي مشرانو غږ وکړ چې د سولې او همدا راز د کورونا وېروس له بحران سره د مبارزې لپاره خپلمنځی اختلاف ختم کړي.
اغلې هېډن د افغان حکومت او طالب بندیانو د خلاصون موضوع هم یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې دا ګام د سولې خبرو پیلېدو ته لار هوارولی شي.
نوموړې پر طالبانو هم غږ وکړ چې په صداقت سره د خبرو مېز ته راشي او له افغان حکومت سره مذاکرات وکړي.
د اغلې هېډن په وینا، د طالبانو له خوا پر افغان امنیتي ځواکونو وروستي بریدونه او د تاوتریخوالي زیاتېدل د پښېمانۍ خبره ده.
نوموړې د نړیوال اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنه تکرار کړه او زیاته یې کړه چې افغانستان کې هم د تاوتریخوالي کمښت اوږدمهال اوربند ته لار هوارولی شي.