شاته

افغان چارواکي: ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو افغانانو شمېر معلوموو

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي په ایران کې د دوی اتشه په هغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو افغان کډوالو د ارقامو په کره کولو بوخته ده.

دغه وزارت وايي، له ایراني چارواکو سره په هغه هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې په اړه هم خبرې کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیاله عالمه وايي، په دې اړه د هغه هېواد د ډیپلوماتیکو بنسټونو سره په اړیکه کې دي چې پایلې به‌یې وروسته له خلکو او رسنیو سره شریکې شي.

ارشیف، د کډوالو چارو وزارت مرستیاله عالمه
ارشیف، د کډوالو چارو وزارت مرستیاله عالمه

نوموړې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۲» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ایران له ډیپلوماتیکو بنسټونو سره خبرې کوو په ځانګړي ډول د هغو افغانانو په اړه چې راستنېږي، دوی شکایت لري چې د درلمنې بیه هلته ډېره لوړه ده او ورسره توبیري چلند کېږي او له روغتیايي خدمتونو نه‌برخه‌من کېږي په دې اړه موږ یو لړ اقدامات پیل کړي دي."

افغانستان د کډوالو چارو وزارت مرستیاله په ایران کې د افغان سفیر د خبرو په تأیید وايي چې یو شمېر خلک چې په هغه هېواد کې له افغان کډوالو سره په اړیکه کې دي د هغوی د خبرو پر بنسټ چې په ایران کې په کرونا ویروس اخته تر ۵۰ پورې افغان کډوال مړه شوي دي.

خو په خبره‌یې چې دا ارقام رسمي نه‌دي تأیيد شوي او په ایران کې د دوی اتشه هڅه کوي چې دا موضوع کره او تر تأیید وروسته د دغو افغان کډوالو ښارونه او نومونه معلوم کړي.

د اغلې عالمې په خبره: "یوازې موږ د ۱۶ کسانو تأییدي لرو چې د هغې په اړه رسنیو ته ویل شوي او موږ یې په اړه بشپړ معلومات لرو."

په ایران کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي او د ایران په دولت‌یې انتقاد وکړ چې دوی سره توپیري چلند کوي او لازم روغتیايي خدمتونه ورته نه‌لري.

په دې سره له دغه هېواد سره د افغانستان ګاونډ ولایت هرات کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۰۰ اوښتی او چارواکي وايي، په دوی کې ډېری هغه کسان دي چې له ایرانه راغلي دي.

اسلام کلا کې افغان روغتيايي کارکوونکي له ایران څخه راغلي افغان کډوال معاینه کوي.
اسلام کلا کې افغان روغتيايي کارکوونکي له ایران څخه راغلي افغان کډوال معاینه کوي.

په تهران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال مخکې له رسنیو سره په هغه هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو افغانانو په اړه ویلي و، خو تازه‌یې په دې اړه ازادي راډیو ته له څه ویلو ډده وکړه او د کډوالو چارو په برخه کې یې د خبرو کولو مسؤل د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت وګاڼه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کډوالو او راستنېدونکو چارو کمېسیون رییس شاه وزیر تره‌خېل ازادي راډیو سره په خبرو کې له ایران دولت وغوښتل چې د کرونا ویروس له امله په روان بد وضعیت کې په جبري ډول افغانان له خپلې خاورې ونه‌باسي.

ارشیف، له ایران یو شمېر راستنېدونکي کډوال
ارشیف، له ایران یو شمېر راستنېدونکي کډوال

هغه زیاته کړه: "ایران ته د افغانستان د یو ښه ګاونډي په توګه دا نه‌دي په‌کار چې په هغه هېواد کې افغانان چې په کرونا ویروس اخته دي یا نه‌دي اخته په جبري ډول او که څوک په دغه مرض اخته وي افغانستان ته راولېږي چې دا مرض دلته هم راشي، دا زما په اند د دوو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړيکې خرابولی شي."

د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د تېرې کب یا حوت میاشتې له لومړنۍ نېټې څخه تر اوسه د اسلام کلا او میلک له لارې له دوه لکو زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي، خو په خبره‌یې په ایران کې د نوي کال د رخصتیو له امله اوس له هغه هېواده د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر کم شوی دی.