شاته

کابل ته د موټرو پر راتګ بندیز؛ 'مسافر اوس پلي راځي'

که څه هم افغان حکومت کابل ته غځېدلې د څلور لویو لارو دروازې د موټرو پر مخ بشپړې بندې کړي، خو ځیني مسافر وايي اړ دي او پلې لار وهي.

دوی وايي، له سختو ستونزو سره مخ دي، په ساعتونو ساعتونو پلی مزل کوي او پولیس حتی ناروغانو ته اجازه نه‌ورکوي چې ښار ته له موټر سره ننوځي چې دا یوه جدي ستونزه ده.

افغان حکومت د کرونا ویروس څخه د مخنیوي لپاره په کابل ښار کې ګرځ‌بندیز اعلان کړی او دغه ښار ته‌یې له څلور دروازو د تګ لارې د موټر پر مخ تړلي.

بل‌خوا د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، قرنطین جدي دی او هغه ناروغان چې د روغتیا پالانو سپارښتنې په پام کې ونیسي، پولیس ښار ته د موټرو د تګ اجازه ورکوي.

د ازادي راډیو خبریال رحمت‌الله افغان ځینو دغو دروازو ته ورغلی، د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00
مستقیم لېنک