BBC
 شاته

پاکستان کې "سړیخواره" وروڼه له بند وروسته نظربند شول

مړخواره د انځور حقوق NAVEED YOUNUS

پاکستان کې د مړو انسانانو د غوښې خوړونکو وروڼو سزا پوره شوه، خو له خوشي کېدو وروسته بیا له دې وېرې چې ټولنې امن ته به تاوان ورسوي بېرته جېل کې نظربند شول.

دا دواړه وروڼه د پنجاب صوبې د بکر ضلعې یا ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د بکر مرستیال کمشنر اصف غلي بي بي سي ته وویل، چې خوشي کېدو سره یې سیمه کې د ټیکاو خرابېدو وېره وه، ځکه دا دوه وروڼه اوس د یوې بلې میاشتې لپاره نظربند کېږي.

د هغه په خبره، دا مهال له کورونا ویروس اندېښنې شته او له بلې خوا خواله رسنیو کې هم د دې کسانو پر خوشي کېدو منفي غبرګون ښودل شوی و، ځکه حکومت دواړه وروڼه نظربند کړل.

داسې اطلاعات و چې دا وروڼه له قبرونو مړي باسي او له امله یې ځايي خلکو سخت غبرګون وښود، ځکه ونیول شول.

* د سوالګرۍ لپاره له قبر د ماشوم د مړي ايستل

* ښځې د خپلې مور مړی درې کاله کور کې ساتلی

* د هند شریف 'کاکا'؛ زرګونه بې‌وارثه مړي خاورو ته سپاري

د میاوالې په مرکزي جېل کې ۱۲ کاله بند تېرولو وروسته د چارشنبې په ورځ خوشي شول، مګر پولیسو ته وسپارل شول چې څوک ورته تاوان ونه رسوي.

دا سړیخواره څوک دي؟

محمد عارف او محمد فرمان له سیند سین سره نږدې د پنجاب د بکر ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

ځايي خبریال نوید یونس وايي، دوی له پلار نیکه کرنګر دي او له سین سره نږدې کرنیزه ځمکه لري.

د هغه په خبره، د دوی پلار او کورنۍ سیمه کې ښه نوم لري.

پولیس وايي، دواړه مړخواره( د مړو غوښې خوړونکي) وروڼه خپل کور کې یوازې اوسېدل، مور پلار او ښځې ماشومان یې پرېښودلي وو.

خپل وخت یې د پلار له خوا برابریدونکو غلو دانو سره تېراوه او کوم کار یا دنده یې نه درلوده.

دغه مړخواره د نیولو پر مهال له ۳۵ تر ۴۰ کلونو و، خو چې خوشي شول، مخ یې ګونځې، په ملا کمزوري او ناسته ولاړه کې یې احتیاط کاوه.

څنګه ونیول شول؟

د انځور حقوق IKRAM PIRACHA
Image caption محمد عارف ۲۰۱۴ کال کې له نیول کېدو وروسته

خبره د ۲۰۱۱ کال اپرېل ته رسېږي چې د دریاخان تحصیل اوسېدونکو شکایت وکړ او پولیسو د عارف او فرمان پر کور چاپه واچوله او د انسان غوښه یې وموندله.

هغه وخت دا خبره کېده چې دې وروڼو د یوې جنۍ مړۍ له قبر اېستلی او کور ته وړی و.

پولیسو دواړه وروڼه ونیول او د قبرونو د سپکاوي قانون له مخې یې یو کال بند او دوه لکه روپۍ جرمانه کړل، خو جرمانه یې پرې نه کړه، ځکه شپږ میاشتې نور هم بندي شول.

په ځايي کچه خلکو د دې وروڼو دې عمل ته سخت غبرګون ښودلی و.

وکیلان وايي، د ۲۰۱۳ کال په مۍ کې دا کسان خوشي شول.

خو د ۲۰۱۴ کال اپرېل کې بیا د سیمې خلکو شکایت وکړ او پولیسو چې د دوی کور تلاشي کړ بیا یې د انسان غوښه او د یوه ماشوم سر پکې وموند، ځکه یې بیا ونیول.

د مړه انسان د غوښې خوړلو قانون؟

دویم ځل چې دا وروڼه ونیول شول د ترهګرۍ ضد قانون له مخې دوسیه ورته جوړه او څلورو مختلفو کېسونو سره مخ شول.

سرګوده کې د ترهګرۍ ضد محکمې دوی ته د ۲۰۱۴ کال جون کې ۱۲ کاله بند سزه او جرمانه واروله او وکیلان وايي، دوی جېل کې شپږ کلونه تېر کړل.

پاکستان کې د انساني غوښې د خوړلو په تړاو کوم قانون نشته، ځکه دوی ته اول ځل د قبرونو د سپکاوي سزا ور کړل شوه.

د دې قانون له مخې ډېره سزا درې کاله او جرمانه ده.

کله چې دا پېښه وشوه، نو د قانون جوړولو غږ پورته شو او یو بېل هم اسمبلۍ ته وړاندې شو.

اروايي ناروغان دي؟

Image caption د مړخورو خپلوان ولي دین دوی مړخواره نه بولي.

د جېل سرچینې وايي، د بند پر مهال د دې دوو وروڼو چلن ډېر مناسب و او داسې نښه نه ده ښکاره شوې چې وښيي دوی رواني یا نفسیاتي ناروغان دي.

څه مهال مخکې دوی د بدني یا جسماني ناروغیو د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي وو.

ویل کېږي چې دماغي درملنه یې شوې وه، خو د جېل سرچینې دا خبره نه تاییدوي.