BBC
 شاته

کورونا وېروس: افغان حکومت لس زره بنديان خوشي کوي

د انځور حقوق @gmicAfghanistan
Image caption د افغانستان لویې څارنوالۍ، روغتيا وزارت او د زندانونو د عمومي رئيس ګډ خبري کنفرانس

افغانستان کې د کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه له افغان زندانونو څخه شاوخوا ۱۰ زره بنديان ازادېږي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ، روغتيا وزارت او د زندانونو د عمومي رئيس په ګډ خبري کنفرانس کې اعلان وشو، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د زندانيانو د ازادولو فرمان صادر کړی دی.

افغان حکومت وايي، هغه زندانیان خوشي کوي چې د کورونا وېروس پر وړاندې له زیات خطر سره مخ دي. د افغانستان لوی څارنوال وویل، د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د مجرمینو ازادېدل د دغه فرمان برخه نه ده.

د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم عمومي رییس احمد راشد توتاخېل وايي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې ټاکل شوې دغه زندانیان تر راتلونکو لسو ورځو خوشي شي.

له دې سره یو ځای د افغانستان د عامې روغیتا وزیر ویلي چې زندانونه د کورونا وېروس د پراخېدو لپاره خطرناک ځای دی او په کار ده چې زندانونو کې بندیان کم شي.

په افغانستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۹۴ ته رسېدلی چې لس تازه پېښې یې په هرات او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په ورته وخت کې لوی څارنوال محمد فرید حیمدي وویل ښځې، ماشومان، له ۵۵ کلنۍ نه پورته عمر لرونکې او هغه کسان چې په نا اعلاجه ناروغیو اخته دي، د ولسمشر له دغه فرمانه ګټه اخیستلی شي.

ښاغلي حمیدي ټینګار وکړ چې د زندانیانو خوشې کول یوه مسؤلانه پرېکړه ده او د خلکو د روغتیا لپاره شوې ده چې د افغان دولت بشر دوستي په ډاګه کوي.

د انځور حقوق SIGAR
Image caption افغانستان کې د کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه له افغان زندانونو څخه شاوخوا ۱۰ زره بنديان ازادېږي.

په عيني وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې په هرات کې دې ګرځبنديز نور هم سخت شي او نور ولايتونه دې هم دغه بڼه تعقيب کړي. ولسمشر غني د هغو ولايتونو له واليانو سره خبرې کړې چې له ايران سره کډه پوله لري.

چارواکي وايي، چې په هرات کې وضعیت بېړنی دی او په دې اړه د نوي فرمان له مخې هرات ته خاصه پاملرنه کېږي.